CRI Online

د چين خارجه وزارت د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په اړه څرګندونې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 10:20:42

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه، چين دې ته پام کړی چې ښاغلي جو بايډن د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې برياليتوب اعلان کړی. موږ درک کوو چې د ولسمشريزو ټاکنو پايله به د امريکا د قوانينو او اړوندو تشريفاتو له مخې رامنځته شي. موږ به د اړوندو نړيوالو دودونو سره سم غبرګونونه وښيو او تل وايو چې چين او امريکا بايد خپلمنځي تګ راتګ او اړيکې ټينګې کړي، د متقابل درناوي پر بنسټ خپلمنځي توپيرونه کنټرول او کم کړي، د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او دوه اړخيزو اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي. 

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای