CRI Online

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د چين بازار ته د نورو هېوادونو توليداتو د ننوتلو دروازه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 14:28:54

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د چين بازار ته د نورو هېوادونو توليداتو د ننوتلو دروازه دی

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې نه يوازې د حيرانۍ وړ تکنالوژۍ ليدل شوې دي، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو ځانګړي توليدات او لاسي صنايع هم ليدونکو او مينوالو ته وښودل شول او يو شمېر يې د پرمختيايي هېوادونو او حتی له وروسته پاتې هېوادونو څخه راغلي دي. افغان سوداګر شعيب د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې ويلي، هيله لرم چې په دغه نندارتون کې لوی سوداګريز تړون لاسليک کړم.

د شعيب په شان سوداګرو لپاره، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د چين بازار ته د دوی ننوتلو دروازه دی او واقعيت هم داسې دی. د مثال په توګه، د روندا اچار او چکني د ۲۰۱۸ کال په نړيوال وارداتي نندارتون کې مشتريانو ته وړاندې شوي، او د انلاين سوداګريز ډګر له لارې د چين په بازار کې ځان موندلی او د مصرفوونکو ډېر د خوښ وړ ګرځېدلي، په دې توګه د روندا ځايي چارو ته ډېرې ګټې رسول شوې دي.

دا شان بېلګې او مثالونه زيات دي. په تېرو دوو دورو نندارتونونو کې د نړيوال سوداګريز مرکز تر ترتيب لاندې، د څه باندې ۲۰ وروسته پاتې هېوادونو کابو سلو منځنيو او کوچينو تصديو برخه اخيستې وه. د دې مرکز اجرائيه مشر وويل، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د چين بازار ته د منځنيو او کوچنيو تصديو د ننوتلو لپاره ډېر ښه او مناسب فرصت دی.

په سږني نندارتون کې چين د تېر په شان د وروسته پاتې هېوادونو تصديو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي، مثلا دوی ته يې وړيا ځای او غرفې برابرې کړې دي، په وړيا توګه يې د دوی اړوند توکي حمل او نقل کړي دي او د دوی لپاره يې د عرضې او تقاضا ځانګړو غونډو ترسره کولو فرصتونه برابر کړي او داسې نور. سږ کال د ۳۰ وروسته پاتې هېوادونو تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و چې د نندارځايونو پراخوالی يې له ۴ زرو مربع مترو څخه زيات و. په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ پر نړيوالې سوداګرۍ زياتې منفي اغېزې کړې، په سږني نندارتون کې د دغو تصديو ګډون ډېر ارزښتناک دی.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان په تېر اګست کې يوه شمېره خپره کړه چې سږ کال په دوهمه ربعه کې د ګردې نړۍ د توکو سوداګريزې معاملې ډېرې کمې شوې او له ۲۰۰۷ کال راهيسې تر ټولو ټيټ ريکارډ جوړ شوی دی. د م م د اټکل له مخې به سږ کال کابو ۷۱ ميليونه وګړي دوباره د فقير او بېوزلۍ سره مخ شي، او تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوامداره پرمختګ موخې پر وړاندې ډېرې سختې ننګونې موجودې دي. چين د کوويد-۱۹ ويروس د ښه کنټرول تر څنګ په ټاکلي وخت کې نړيوال وارداتي نندارتون ترسره کړ چې له نړيوالو سره پراخ بازار او د پرمختګ فرصتونه يې شريک کړي، دغې کړنې يې د ګڼ شمېر پرمختيايي هېوادونو لپاره حياتي ځواک برابر کړی دی. د جنوبي افريقا د جهانيسبورګ پوهنتون د افريقا- چين د څېړنيز مرکز مشر دې ته اشاره وکړه چې چين د ډول ډول طريقو له لارې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې، د چين دغه عمل له بېوزلۍ څخه د دغو هېوادونو د وتلو لپاره واقعي ملاتړ برابر کړی دی.

د ميانمار د چايو يو سوداګر د چين بازار په اړه ډېر باور مند دی او خبریال ته يې وويل، چين لسګونه ولايتونه لري او د چين نفوس ډېر زيات دی، په دې شرط که زما د چای کيفيت ښه وي، نو هرومرو به ښه بازار او مشتريان وموندل شي. دا يو واقعيت دی چې په چين کې نه يوازې تر ټولو لوی پټ بازار شتون لري، بلکې دلته د ټول شموله پرمختګ فرصتونه هم برابرېږي. شک نشته چې د چين کوښښونه به په نړۍ کې د پرمختګ نابرابرۍ حالت د بدلون لپاره ګټور وي، د نړۍ هېڅ څنډه به هېره نه شي او په اخر کې به ګډ او متوازن پرمختګ عملي شي. دا د انسانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره عملي هڅې ګڼل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای