CRI Online

م م په امريکا کې د بشري حقونو پر حالت نيوکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 15:26:32
م م په امريکا کې د بشري حقونو پر حالت نيوکه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا د نومبر په ۹مه نېټه په يوه غونډه کې په امريکا کې د بشري حقونو روان حالت ارزيابي کړه، په دې غونډه کې د څه باندې ۱۱۰ هېوادونو استازو ويناوې وکړې او په امريکا کې يې د بشري حقونو پر روان حالت نيوکې وکړې او ياد هېواد ته يې د بشري حقونو د ساتلو په اړه سپارښتنې وکړې.

يادو استازو له امريکا څخه وغوښتل چې د نژادي تبعيض، مذهبي او جنسي سپکاويو څخه دې لاس واخلي او د سپکاوي ډکو ويناوو مخه دې ونيسي، عدلي ارګانونو کې دې اصلاحات رامنځته کړي او د پوليسو لخوا زورزياتي ډک عملونه دې بند کړي ، د کوويد-۱۹ ويروس د چټک خپرېدو په حال کې بايد د خلکو روغتيا ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي، ژر تر ژره دې د ماشومانو حقونو تړون په شمول يو لړ نړيوال تړونونه لاسليک کړي او د پاريس په تړون کې دې بېرته شامل شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای