CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي: د چين اقتصاد د نړۍ لپاره ښه سرمشق دی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 16:13:48

د شانګهای د همکارۍ سازمان شلمه سرمشريزه غونډه به د نومبر د لسمې نېټې په ماښام په انلاين ډول تر سره شي. په دې هکله د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ولاديمير امانويچ نوروف د سي جي ټي أن له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل د چين اقتصاد د نړۍ لپاره يو ښه سرمشق دی.

نوموړي وويل که څه هم دغه سرمشريزه غونډه به په انلاين ډول تر سره شي، خو د کوربه هېواد روسيې په لارښوونې او د بېلا بېلو هېوادونو تر ګډو هلو ځلو لاندې د دغې غونډې په اړه اړوند سندونه له مخکې چمتو شوي دي چې په دغه غونډه کې به لاسليک شي. له دې څخه څرګنديږي چې په دغه غونډه کې برخوالې خواوې يو پر بل باور او درناوی لري، په مساوي توګه بحث کوي، د بېلا بېلو تمدنونو احترام کوي او د ګډ پرمختګ لپاره کوښښ کوي. دا د دغه سازمان په څو ځلې فعاليتونو کې د شانګهای له روحيې سره ټينګې اړيکې لري چې بېلا بېل هېوادونه په مشکل وخت کې د تياريانو کارونه په عادي توګه بشپړولو وړتيا لري.

هغه په چين کې د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې د هڅو او نتيجو د يادونې په وخت کې وويل چې د چين د حکومت د اغيزمنو کارونو او د خلکو د وطن دوستۍ روحيې پر مټ په لنډ او کم وخت کې دغه وبا کنټرول شوې ده.

پر نړيوال اقتصاد د چيني اقتصاد د اغيزې د يادونې په وخت کې نوموړي وويل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په چين کې د بازاري اقتصاد ټينګ بنسټونه جوړ کړي دي. هغه وويل چې د کوويد-۱۹ وبا له امله په چين کې د ډجيټلي کيدو بهير چټک شوی او چين د لوړ ساينس او تکنالوژۍ او همکارۍ له لارې ټينګ بازاري ميکانيزم جوړ کړی دی چې د نړۍ لپاره يو ښه سرمشق دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای