CRI Online

شي جين پينګ: څو اړخيزم به خامخا پر يو اړخيزم برلاسي وي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 19:16:02

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د لسمې نېټې په ماښام په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان په شلمه انلاين سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ وويل انسانان په يو نړيوال کلي کې ګډ ژوند کوي، د بېلا بېلو هېوادونو د ګټو تر منځ ټينګې اړيکې شته. د بېلا بېلو هېوادونو خلک د نيکمرغه ژوند هيله لري، د سولې ، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو بهير مخه نه نيول کېږي. تاريخ دا ثابته کړې او ثابته به يې کړي چې د ګاونډيو هېوادونو تر منځ دوستي د جنجال په پرتله ښه ده، د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري د سيالۍ په پرتله ښه ده او څو اړخيزم به خامخا پر يو اړخيزم برلاسی وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای