CRI Online

د چين پرمختګ له نړيوال پرمختګ څخه نه شی جلا کيدای او هم نړيواله سمسورتيا د چين هڅو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 19:35:35

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د لسمې نيټې په شپه په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د شورا په شلمه ويډيويي غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين پرمختګ له نړيوال پرمختګ څخه نه شي جلا کېدای او نړيواله سمسورتيا د چين هڅو او خدمتونو ته اړتيا لري. چين داسې نوی پرمختیایي جوړښت اباد کړی چې له مخې يې کورنيو بازاري اړتیاوو ته پاملرنه کوي او د نړيوالو بازاري اړتياوو د پوره کولو لپاره هڅه کوي، چين لا پرانيستي اقتصادي نظام يې جوړ کړی او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره به پر پرانيستې ستراتيژۍ ټينګار وکړي او له نړيوال پرمختګ څخه به برخمن شي.دغه راز نړيوال هم د چين له پرمختګ څخه ګټې اخيستلی شي. چين هيله لري چې بېلا بېل هېوادونه د چين له نويو پرمختیایي فرصتونو څخه استفاده وکړي او له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای