د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۰مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۵۰ ميليونه، ۶۷۶ زره او ۷۲ تنو ته رسېدلی دی.
د يادې شمېرې له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د نومبر د ۱۰مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو ۲۲ دقيقو، په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۴۲۷ زره ۵۵۱ تنه زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۵۰ ميليونه، ۶۷۶ زره او ۷۲ تنو ته رسېدلی دی. په همدې ورځ د دغه ويروس له امله ۶۲۱۴ تنه مړه شول چې عمومي شمېر يې ۱ ميليون، ۲۶۱ زره او ۷۵ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |