د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل پارلمان د نومبر په ۱۰مه نېټه له بحرين سره د اړيکو د عادي کېدو تړون منظور کړ.
د اسرائيل د صدراعظم دفتر د اعلاميې له مخې، پارلمان په همدې ورځ د ۶۲ موافقو رايو او ۱۴ مخالفو رايو په لرلو سره ياد تړون منظور کړ. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ګابي اشکنازي وويل، د بحرين د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ پلاوی به په نږدې وخت کې اسرائيل ته سفر وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |