CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان شلمه سرمشريزه غونډه په برياليتوب سره پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2020-11-11 10:52:19
د شانګهای همکارۍ سازمان شلمه سرمشريزه غونډه په برياليتوب سره پای ته ورسېده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوبمر په ۱۰مه نېټه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان په شلمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او مهمه وينا يې وکړه. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يو چنګ تر دغې غونډې وروسته له خبريال سره په مرکه کې په دغه غونډه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه وړاندې کړل.

له يو چنګ وويل، ياده سرمشريزه غونډه په برياليتوب سره پای ته ورسېده. د غړو هېوادونو مشرانو د دې غونډې اعلاميه لاسليک او خپره کړه. برسيره پر دې، دوی د کوويد-۱۹ ضد د ګډې مبارزې، د نړيوالو مالوماتو خونديتوب د ساتنې او د نشه يي موادو د مخنيوي او د ډيجټلي اقتصاد په برخه کې د همکارۍ په شمول ۶ نورې اعلاميې هم خپرې کړې او يو لړ همکاريز تړونونه يې منظور کړل.

له يو چنګ وويل، رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د کوويد-۱۹ سره د مقابلې په برخه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا د لومړيو کارونو او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه له نورو مشرانو سره د نظريو تبادلې وکړې او يو لړ مهمې نظريې يې تر لاسه کړې چې د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ لوری روښاڼه کړی چې پر سيمه ييز او نړيوال سوله ييز پرمختګ به فعاله اغېزه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای