د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۱۰مه نېټه موافقه وکړه چې پر عربي متحده اماراتو به ۵۰ اف-۳۵ جنګي الوتکې وپلوري او دغه پلان يې کانګرس ته خبر وړاندې کړی.
مايک پمپيو په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې د وسلو پلورلو دغه پلان خپور کړ چې ارزښت يې له ۲۳ امريکايي ډالرو څخه زيات دی. د دې پلان له مخې به امريکا پر عربي متحده اماراتو ۵۰ اف-۳۵ جنګي الوتکې، ۱۸ ام کيو-۹۸ درون الوتکې او بېلا بېلې وسلې وپلوري. په دغه اعلاميه کې راغلي چې دغه پلان د امريکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړيکو ټينګښت نښه ده او د اسرائيل په اړه د امريکا له ژمنې سره هم سمون خوري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |