CRI Online

د بهرنيو سوداګرانو په اند په چين کې د پانګونې شرايط ښه دي

cri     (GMT+08:00) 2010-10-22 15:30:05

د سپتمبر په منځنی کې د څلورمې دورې د داوس دوبني فورم د چين په شمال تيان جين ښار کې تر سره شو. د داوس دوبني فورم چې په چين کې د څلورو دورو لپاره جوړ شوی دی، په سويس کې د داوس له ژمني فورم سره يو شان په نړۍ کې د اقتصاد پر يوې ډېرې مهمې غونډې بدل شوې دی.

د دغې دورې د فورم عمده موضوع د دواملرونکی پرمختګ لپاره هڅه وه. چين او په چين کې اقتصادي بدلونه د تر ټولو پاملرنې وړ موضوعات وو. په دری ورځني فورم کې په چين کې د بهرنيو شرکتونو، د چين د نوښتونو او په سيالۍ کې د چين لوړوالي ته د بيا کتنې په اړه څو ځانګړې غونډې تر سره شوې. په دغو غونډو کې د بهرنيو شرکتونو د مشرانو په اند، د اقتصاد له لحاظه به په راتلونکې يوه اوږده موده کې چين په نړۍ کې ډېره فعاله سيمه وي. د المان د ميترو شرکت لومړی اجرائوي مشر عکهارد کورديس وويل، دغه شرکت به د نړۍ د دريم لوی خرڅوونکي په توګه په چين کې د خپلو پانګونو پراختيا ته دوام ورکړي.

د سلګونو ځلو لپاره مې چين ته سفر کړی دی. په ١٩٩٦ کال چين کې زموږ د شرکت له ننوتلو راهيسې پنځوس فرعی څانکې مو پرانستلې دي. سږ کال به موږ په شانګهای ښار کې لومړی الکتريک دوکان هم وپرانيزو. موږ باور لرو چې چين په راتلونکی لري.

ا

يسلند چې د نړيوال پولي بحران تر بدو اغېزو لاندې دی، له چين څخه نوی فرصتونه پيدا کړي دي. د دغه هېواد ولسمشر اولافور ګريمسون د داوس فورم د تر سره کېدو په ترڅ کې يوه ځانګړې غونډه جوړه کړه چې پکې يې د ايسلند او چين ترمنځ د همکارۍ د پروژو په اړه يو شمېر مالومات څرګند کړل.

ايسلند يو کوچنی او لېری هېواد دی. موږ له چين سره د پاکو انرژيو او د زلزلې د سنج او نظارت په شمول د ډېرو مهمو نړيوالو مسئلو په برخو کې همکاری کوي. د توليد له يو لوی هېواد څخه د نوښتونو رامنځته کولو پر يو لوی هېواد د چين د بدلولو په ترڅ کې نور هېوادونه اندېښمن دي چې ايا چين به د بهرنيو پانګو د راجلبولو خپلې تګلارې وبدلوي که نه؟ په دې هکله د چين صدراعظم ون جيا باو د دغې دورې د داوس په فورم کې د تصديو له خاوندانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل، په دې وروستيو ورځو کې د چين د نوښتونو او د پوهنې ملکيت حق په اړه يو شمېر تبصيرې په پوره توګه د نورو شرکتونو غلط فهمي نه دي، ځکه د چين اړوندې تګلارې دومره ښکاره نه دي. ده پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د دې لپاره هڅې کوي چې په چين کې د نورو هېوادونو تصديو ته د پانګونې خلاص او ښه شرايط برابر کړي. بر سېره پردې چين د پوهنې ملکيت حق ساتنې په په درنه سترګه ګوري. صدراعظم ون جيا باو وويل:

هغه ټول تصدۍ چې له چيني قوانيو سره سم په چين کې ثبت شوي، د چين تصدۍ دي او د دغو تصديو له خوا توليد شوي توليدات چيني توليدات دي. بر سېره پردې د دغو تصديو له خوا رامنځته شوي نوښتونه هم چيني توليدات دي. هغه بهرني تصدۍ چې د چين په دننه کې ثبت شوي، د چيني تصديو له ښو تګلارو څخه هم برخمن دي.

د صدراعظم ون جيا باو وينا د بهرنيو پانګه اچوونکيو باور پياوړی کړی دی. د بوستون د سلاکار شرکت مشر ښاغلي جين وې دونګ وويل، اوس هيڅ نښه نه شته چې په چين کې د نورو هېوادونو پانګې د کمېدو په حال کې دي.

د چين د اقتصاد پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په اړه د صدراعظم ون جيا باو څېړنه ډېره ښکاره ده. موږ د چيني بازار لپاره ډېر باوري يو. بهرنی هېوادونه نه يوازې په چين کې خپلې پانګې کمې نه کړې، بلکې په پرله پسې توګه په چين کې ننوتلي دي. په راتلونکې اوږده موده کې به د چين بازار د بهرنيو تصديو لپاره ډېر مهم وي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای