CRI Online

په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې او همکارۍ چټک پرمختګونه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2010-11-25 16:41:07

په دې وروستيو کلونو کې په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې او همکارۍ چټک پرمختګونه کړي دي. په ٢٠٠٣ کال کې د چين مستقيمې پانګونې ٢ مليارډو او ٨ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدې، خو په ٢٠٠٩ کال کې دغه پانګونه ٥٦ مليارډو او ٥ مليونو امريکايي ډالرو ته زياته شوه چې په نړۍ کې پنځم او په پرمختيايي هېوادونو کې لومړی مقام نيسي. په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې او همکارۍ د دواړو خواوو وګړيو ته رښتينې او پر ژوند ښې اغېزې لرلې دي او د اقتصاد او ټولنې دواملرونکی پرمختګ يې هم هڅولی دی. د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په لومړۍ نېټه په دې هکله يوه خبري غونډه جوړه کړه.

د چين د سوداګرۍ د وزارت مرستيال چېنګ جيان په همدې ورځ دغه غونډه کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين د پانګونې او همکارۍ په اړه مالومات وړاندی کړل. ده وويل، په دې وروستيو کلونو کې چين په نورو هېوادونو کې د پانګونې او همکارۍ په ساحو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او بېلا بېلو پروژو يې تېر کال د نړيوال پولي بحران تر بدو اغېزو لاندې لا هم پرمختګ کړی چې د ملي اقتصاد په ثابت او چټک پرمختګ کې يې فعال رول لوبولی دی. ښاغلي چېنګ جيان وويل:

د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٩ کال تر پايه پورې د چين په دننه کې ١٢ زرو پانګه اچوونکيو د نړۍ د ١٧٧ هېوادونو او سيمو په ١٣ زرو تصديو کې مستقيمې پانګې اچولې دي چې د پانګونې عمومي ارزښت له ١٠٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. په ٢٠٠٩ کال کې په نورو هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو ارزښت ٥٦ مليارډو او ٥٠٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر په نړۍ کې پنځم او په پرمختيايي هېوادونو کې لومړی مقام نيسي.

ښاغلي چيان جيان زياته کړه، په نورو هېوادونو کې د چين پانګونه او همکاري د چين د اصلاحاتو مهمې برخې دي. د پانګونو او همکارۍ له لارې چين او کوربه هېوادونو د متقابلو ګټو پر بنسټ ګډ پرمختګونه کړي. چين د کوربه هېواد وګړيو ته رښتينې ګټې رسولې او د ځايي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره يې فعاله خدمتونه کړي دي. ښاغلي چېن جيان وويل:

د چين پانګونو نه يوازې اړوندو هېوادونو ته پيسې او تخنيکونه رسولي، بلکې ځايي کاري فرصتونه يې هم په دې لړ کې زيات کړي دي. د شمېرنې له مخې، په ٢٠٠٩ کال بهرنيو هېوادونو کې د چين تصديو د ١٠ مليارډو او ٦ مليونو امريکايي ډالرو ماليې ورکړې او ٤٣٨ زره ځايي کارکوونکي يې په کار ګومارلي دي.

ښاغلي چېن جيان وويل، که څه هم په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې او همکارۍ چټک پرمختګ کړی، خو لا هم د پيل په مرحله کې دي. د چين د پانګونې پراختيا د لوېديځو پرمختلليو هېوادونو په پرتله کوچنۍ ده. په نورو هېوادونو کې د اروپايي او امريکايي د تصديو کچه لوړه، خو د چيني تصديو کچه منځنۍ او ټيټه ده، د ادارې په اړه نړيوالې تجربې او د بااستعداده کسانو شمېر لږ دی. ده وويل، چين به په پر له پسې توګه د ښو شرايطو لرونکې تصدۍ وهڅوي چې په نورو هېوادونو کې پانګې واچوي. د نړيوال اقتصاد د بيا رغونې بهير په چټکتيا سره په نړيوالو پانګونو او همکاريو کې د تصديو د ګډون هيله او باور په پرله پسې توګه پياوړی شوی دی او په نورو هېوادونو کې به د چين د پانګونې او همکارۍ د پرمختګ سرعت په مداومه توګه چټک شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ په ٢٠١٠ کال نورو هېوادونو کې د چين د پانګونې او همکارۍ د پرمختګ راپور او په نورو هېوادونو او سيمو کې د پانګونې لارښود خپور کړ. په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين د پانګونې او همکارۍ ځانګړتياوې او د پانګونې تازه تګلارې او تدبيرونه پکې شامل دي. د کارپوهانو په اند، دغه دوه سندونه به په نورو هېوادونو کې د چين له پانګونې او همکارۍ سره مرسته وکړي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای