CRI Online

د ٢٠١٠ کال د چين د شنه اقتصاد او صنايعو نړيوال نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2010-12-29 15:32:27

د ٢٠١٠ کال د چين د شنه اقتصاد او صنايعو نړيوال نندارتون د نومبر په ٢٧مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د ٢٥ هېوادونو او سيمو څه دپاسه ٢٠٠ مشهورو نړيوالو تصديو په دغه نندارتون کې د چاپيريال ساتنې او ټيټ کاربون په اړه نوي تخنيکونه، توليدات او نظريې ښودلې دي.

په برخوالو ٢١٢ مشهورو نړيوالو تصديو کې بهرنيو تصديو په سلو کې ٦٠ برخه نيولې ده. د فرانسې توتال شرکت د پيټرول په نړيوالو څلورو لويو شرکتونو کې شامل دی. په چين کې د پانګونې په اړه د دغه شرکت لومړی استازي ډاکتر شيو جونګ هوا وويل، د توتال شرکت د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د چين د شنه اقتصاد پرمختګ يو شاهد دی.

٣١ کاله کېږي چې توتال چين ته ننوتلی دی. د چين حکومت د دواملرونکي پرمختګ په اړه تخنيکونو ته په درنه سترګه ګوري او د شنو تخنيکونو د پرمختګ په ساحه کې يې ډېرې هڅې کړې دي. زما په اند، په دې وروستيو کلونو کې د چين څېړنې، په تېره بيا د چاپيريال ساتنې د تخنيکونو په ساحه کې د چين څېړنې، تاسيسات او د څېړونکيو کيفيت تر زياتې اندازې پورې لوړ شوې دي.

ښاغلي شيو جونګ هوا د وينا په شان، چين له وروستيو پنځو کلونو راهيسې د شنو صنايعو په پرمختګ کې ډېرې پانګې اچولې او اړوندې تګلارې يې بشپړې کړې دي چې د چين شنو صنايعو ډېر پرمختګ کړی دی او د صنايعو د پيمانې، تخنيکي کچې او سوداګريز جوړښت په شمول بېلا بېلو ساحو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د شمېرنې له مخې، چين په دې وروستيو پنځو کلونو کې د انرژۍ سپمولو او د ګازو ايستنې اندازې د کمولو په ساحو کې ٢٠٠ مليارډه يونه لګولي او د ټولنيزو پانګونو ارزښت هم ٢٠٠٠ مليارډو يونو ته رسېدلی دی. په ٢٠٠٩ کال کې د چين په ښارونو کې د ککړو اوبو د پاکولو توان د ٢٠٠٥ کال په پرتله دوه چنده زيات شوی چې نژدې په هر ښار کې د ککړو اوبو د پاکولو فابريکې جوړې شوې دي.

د دغه نندارتون عمده موضوع شين اقتصاد او د متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډو ګټو تر لاسه کول دي. د چين د سوداګرۍ د وزارت مرستيال جيانګ ياو پينګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چين هيله لري چې د دغه نندارتون له لارې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د شنه اقتصاد د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي. (دوهم اواز)

په دغه نندارتون کې په عمده توګه پاکې انرژۍ، د انرژۍ سپمولو او ګازو د ايستنې اندازې د کمولو، د چاپيريال ادارې، ټيټ کاربون او دواملرونکی اقتصاد په شمول بېلا بېلو ساحو کې پرمختللي تخنيکونه او توليدات ښودل شوي دي. په توليدی چارو، ژوند او مصارفو کې د کاربون د کم خوشی کيدو لارې چارې هم په دغه نندارتون کې څرګندې شوې دي. چين به د دغه نندارتون له لارې له نورو هېوادونو سره د شنو صنايعو او شين اقتصاد په ساحو کې د نظريو تبادلې او همکاري پياوړې کړي او په ګډه به له اقليمي بدلون سره د مقابلې اغېزمنې لارې ولټوي.

د شنه اقتصاد د پرمخبيولو په اړه د چين ټينګ هوډ او هڅه د ډېرو بهرنيو تصديو باور د پياوړتيا سبب ګرځيدلی دی. د کاناډا د مارتيک شرکت مشر ښاغلي مصطفی وويل:

زما په اند، چين په نړۍ کې تر ټولو ښه بازار دی. ځکه دغه هېواد د نړۍ پر وړاندې دا ثابته کړې ده چې چين د شنه اقتصاد د پرمختګ په برخه کې جدي رويه لري. چين د شنه اقتصاد په پرمختګ کې د نورو هېوادونو په پرتله زياتې پانګې اچولې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای