CRI Online

چين په پوره توګه په WTO کې د ګډون په وخت کې خپلې ژمنې پوره کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2010-12-29 15:32:27

د ١٥ کلونو له خبرو اترو وروسته، چين په ٢٠٠١ کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان يعنې د WTO غړيتوب تر لاسه کړ. له ٩ کلونو راهيسې چين د دغه سازمان له يو نوی غړي څخه د ازادې سوداګرۍ او څواړخيزي سوداګريزي سيسټم پر يو ټينګ ملاتړ کوونکي بدل شوی دی.

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومی مدير پسکل لامي په دې وروستيو ورځو کې د هانکانګ د فونيکس تلويزيون له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل:

چين د سوداګرۍ د نړيوال سازمان لپاره ډېر مهم دی او اوس په دغه سازمان کې خپل مهم رول لوبوي. چين په دغه سازمان کې د ګډون په وخت کې خپلې ژمنې پوره کړې دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو چارو ادارې د جولای په ٢٣مه نېټه خبر ورکړ چې تر ٢٠١٠ کال پورې چين په WTO کې د ګډون په وخت کې خپلې ټولې ژمنې پوره کړې دي چې له ميعارونو سره سم يې يواقتصادي او سوداګريز سيسټم جوړ کړی او د نړۍ تر ټولو خلاص بازار ګرځېدلی دی. په دې هکله د چين د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د څېړنيز مرکز مشر پروفيسر هه وې ون وويل:

لومړی، چين په WTO کې د ګډون په وخت کې ژمنه وکړه چې تر ٢٠١٠ کال پورې د کرنيزو توليداتو د واردولو ګمرکي ماليه ١٥ سلنې ته کمه شي. دغه ژمنه پوره شوې ده. بر سېره پردې ٣٠ سلنې ته د موټرونو د واردولو ګمرکي ماليې د ټيټولو په اړه ژمنه هم بشپړه شوې ده.

پر مالونو سربېره، پروفيسر که وې ون زياته کړه، د خدمتونو په برخه کې يو شمېر محدوديتونه هم لغوه شوي دي.

په WTO کې له ګډون مخکې په چين کې ځيني کسان د ګمرکي ماليې د کمولو په اړه اندېښمن وو او د دوی په اند د ماليې کمول به کورنۍ تصدۍ له سترو فشارونو سره مخامخ کړي چې پر کورني اقتصاد به بدې اغېزې وکړي. خو د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې په ٢٠٠٨ کال کې د چين د اقتصاد زياتوالی لا په سلو کې ٨ اعشاريه ٧ ته رسېدلی و. په دې هکله پروفيسر هه وې ون وويل، د ګمرکي ماليې کمول نه يوازې د چين پر اقتصاد بدې اغېزې نه دي کړې، بلکې په نړيوال بازار کې يې د چيني تصديو د سيالۍ توان پياوړی کړی دی.

دوه لاملونه شته چې لومړی، د چين اقتصاد د نړيوال کېدو په حال کې دی. د صادراتو او وارداتو اندازې زياتې دي چې د نړيوال بازار له اغېزو سره برابرې دي. دوهم، د چين ملي صنايع د ګمرکي ماليې د کمولو له امله پياوړې شوې، ځکه د لوړې ګمرکي ماليې تر ساتنې لاندې د کورنيو صنايعو د سيالۍ توان ډېر کمزوری و.

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصل سره سم د ازادې سوداګرۍ د تر سره کېدو موخه د ټولو غړيو د ګډو ګټو تر لاسه کول دي. نو چين نه يوازې خپلې ژمنې او دندې پوره کړې، بلکې د ازادي سوداګرۍ له ګټو څخه خوند اخلي. پروفيسر هه وې ون وويل، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړي يو بل ته خپل بازار پرانيزي، نو د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت تر زياتې اندازې پورې لوړ شوی دی.

اوس مهال چين پر خپلو دندو سربېره بايد څه نور کار وکړي؟ د چين د سوداګرۍ وزارت څېړونکی مې سين يو وويل، چين د سوداګرۍ د يو لوی هېواد په توګه بايد د نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو ميعارونو د بدلولو په بهير کې ګډون وکړي چې د نړۍ لپاره يوه نوې لار ولټوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای