CRI Online

په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې پراخې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2010-12-29 15:32:27

په دې مهال کې چې په دې وروستيو کلونو کې د چين اقصاد په پرله پسې توګه غښتلی شوی او په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو پانګونې هم په دوامداره توګه پراخې شوې دي ، د چين د پانګونې د سياسي کېدو او د چين د ګواښونو په باب ګنګوسې ښکته پورته کېدې . د چين حکومت د روانې مياشتې په پيل کې د يو راپور په خپرولو سره وويل، تېر کال په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې په پرمختيايي هېوادونو کې لومړی مقام او په نړۍ کې پنځم مقام نيولی دی.حقيقت دا دی چې اوس چين په نړۍ کې د پانګو لوی صادرونکی هېواد ګرځېدلی دی.

په بهرنيو هېوادونو کې د چين د پانګونې د چټک پرمختګ او د لوېديځو هېوادونو د غلط فهم او پوهاوي په وړاندی د چين د سوداګرۍ وزارت چارواکي شېن دان يانګ وويل، په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې په پوره توګه يو سوداګريزه کړنه ده او بايد له سياسي کېدو څخه ځان وژغورل شي .

ځيني هېوادونه د رنګي عينکو په اغونستلو سره يعنی په تحريف کوونکي نظر د چين اقتصادي پرمختګ او په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې ګوري .زموږ نظر او وړانديز دا دی چې پانګونه يو اقتصادي کړنه ده ، نشی کېداي چې په سياسي نظر وګوري او بايد ور ته سياسي بڼه ور نه کړي .

شېن دان يانګ زياته کړه، په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو د پانګونو پراختيا د نړيوالو تصديو د پرمختګ او پانګونې له اصولو سره سمون لري. په نړۍ کې ډېر پرمختللي هېوادونه له دغه بهير څخه تېر شوي دي.

د هغې شمېرنې له مخې چې د چين د سوداګرۍ وزارت، د شمېرنې د دولتي ادارې او د بهرنيو پيسو د دولتي ادارې له خوا په ګډه خپره شوې، په نورو هېوادونو کې د چين مستقيمې پانګونې په پرله پسې اتو کلونو کې زياتې شوې او د زياتوالي سرعت يې هر کال په سلو کې ٥٤ ته رسېدلی دی. تېر کال د چين دغې مستقيمې پانګونې له ٥٦ مليارډو او ٥٠٠ مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی.

د دغو شمېرونو په هکله ښاغلي شېن دان يانګ وويل، د هر تن په سر د GDP له لحاظه په بهر کې د چين پانګونه د يو شمېر پرمختلليو هېوادونو کچې ته نه دې رسېدلي. ښاغلي شېن دان يانګ وويل:

په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې د ځينو پرمختلليو او حتی د پرمختيايي هېوادونو کچې ته يعنې د هر تن په سر دوه زرو امريکايي ډالرو ته نه دي رسېدلې. په نورو هېوادونو کې د چين د پانګونې د پرمختګ سرعت بايد نور چټک شي.

د م م د سوداګرۍ او پرمختګ سازمان د پانګونې او تصديو د ادارې مشر ښاغلي جامس جانګ وويل، د المان، جاپان او کوريا جمهوريت په شمول يو شمېر هېوادونو په تېره پېړۍ کې په پراخه پيمانه په نورو هېوادونو کې خپلې پانګې اچولې وې ، خو دوي هم له ورته نيوکې او ملامتونو سره مخامخ وو. خو حقيقت دا ښيي چې دغه بهير يو اقتصادي اصل دی او سياسي رنګ نه لري. ده هم چيني تصديو ته وړانديز وکړ چې لومړی خپل توان پياوړی کړي. ښاغلي جامس جانګ وويل:

که څه هم په نورو هېوادونو کې د چين د پانګونې د پيل وخت دومره وختي نه دی، خو د پانګونې د پرمختګ سرعت يې ډېر چټک دی. نو يقينا د چين د پانګونې پراختيا

د ځينو هېوادونو د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده .

اوس مهال د چين تصديو په نورو هېوادونو کې د کرنې، د توکيو توليدلواو پلورلو، خدمتونو، د ودانيو ابادولو او لوړ ساينس او ټېکنالوژۍ په شمول بېلا بېلو ساحو کې پانګې اچولې دي. د پانګونې ځايونه هم له اسيا څخه اروپا، امريکا او لاتيني امريکا ته پراخ شوي دي. بر سېره پردې د اچول شويو پيسې يې هم ډېرې زياتې شوې دي. په دې هکله ښاغلي شن دان يانګ وويل:

په نورو هېوادونو کې د چين پانګونې بايد د چين له مشخصاتو او ځانګړتياوو سره سمون ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای