CRI Online

د روان کال په پيل کې د چينايانو لګښتونه زيات شويدي

cri     (GMT+08:00) 2011-02-17 15:16:10
د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د چينايانو د دوديز نوي کال په رخصتيو کې د مغازو او رستورانتونو لخوا د پلور شويو شيانو او خوړو ارزښت څلور سوه او څلور مليارډه او پنځه سوه مليونه يوانو ته رسيدلی چې د دوه زره او لسم کال د همدې مودې په پرتله نولس سلنه زيات شوی دی. د شيانو کيفيت او درجه لوړه شوې ، ګاڼه اخيستونکي زيات شوي او عالي برقي لوازمو په باب د لګوونکو اړتياوې ډېری جګې شوې او لا زياتو ښاري اوسيدونکيو نورو ځايو ته سفرونه کړي دي.

د چين په جنوب ګوانګ جو ښار د تېر کال د اسيايي لوبو له تر سره کولو وروسته لا زيات کورني او بهرني مسافرين راجلب کړي دي. په نوي کال کې د سيلانيانو د استوګنې او شيانو اخيستلو لپاره اسانتياوې برابرې شوې دي . د ګوانګ جو د توريستي شرکت د کورنۍ سيلانۍ مسئول ليانګ جي يي وويل،

(( زموږ شرکت نه يوازې د سيلانيانو لپاره د الوتکې ټکټونه اخلي او د هوټل او ټرانسپورت په ګډون لازم خدمتونه ورته برابروي، بلکې د دوی د ازاد سفر لپاره د سيل لارې ترتيبوي او په وړيا ډول د تودو اوبو په سرچينو کې د حمام کولو ټکټونه ورکوي.))

د چين په نورو منځنيو او کوچنيو ښارونو کې د مصارفو د بدلېدو او لوړېدو تمايل هم ښکاريږي.د شينجيانګ د اورمچي ښار په بازارونو کې د ګواګ دونګ ، يون نان او هو بې ولايتونو په ګډون سلګونه ډوله سابه پلورل کيدل، له نورو هېوادونو څخه وارد شوې تازه مېوې هم د لګوونکو لخوا ډېرې ستايل شوې . د سبو د ځايي تر ټولو لوی عمده فروشۍ بازار يو سوداګر ښاغلي پنګ ګانګ لس کاله مخکي د مېوو په پلورلو پيل کړی ، خبريال ته وويل چې پخوا د بهرنيو ميوو اخيستونکي ډيری کم وو ، څو کاله مخکې به ما څو کيلوګرامه ګيلاس په زياتو ورځو کې نه شوی پلورلی ، خو اوس مهال د وارد شويو مېوو تقاضا له عرضې نه زياته ده.

(( په دوه زريم کال کې وګړو له وارد شويو مېوو سره زياته علاقه نه درلوده، خو اوس دوی بهرنۍ ميوې خوښوي . نن ورځ زموږ په بازار کې پنځه څلوېښت يا شپږ څلوېښت ډوله وارد شوي مېوې خرڅيږي چې له امريکا، استراليا، تايلنډ او ويتنام څخه وارديږي. په تېرو کلونو کې د مېوو وارداتي اندازه زياته شوې ده، په تيره بيا ګيلاس او دريان ، نو بيه يې هم ټيټه شوې ده. ))

د چين د شمېرنې عمومي ادارې د پلټنې سره سم، تېر کال د چين د کورني توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي لپاره د لګښتونو خدمتي اندازه اوه دېرش اعشاريه دری وه. د اقتصاد د پرمختګ لپاره د پانګونې او لګښت اغيزې لا برابرې دي چې دغه تمايل به ګواکي په روان کال کې په مداومه توګه وساتل شي. د چين د مرکزي حکومت تاييده کړې چې سږ کال د اقتصادي چارو يو مهم ټکی د کورنيو اړتياوو زياتول يعنی د هېوادوالو لګښتونو هڅول دي څو چې سږ کال په اقتصادي پرمختګ کې د کورنيو اړتياوو د زياتوالي رول پياوړی شي، په تيره بيا د اوسيدونکو لګښتونه زيات شي.

د بوستون د سرکاري ډلې د مشر ډاويد ميکايل په اند په چين کې د ښاري کيدو بهير چټکتيا او د کورنيو لګښتونو هڅونه به د اقتصادي پرمختګ د لا ګړنديتوب لامل وګرځي.

(( په عمومي توګه زه د چيني اقتصاد د دوامدار پرمختګ په اړه پور باور لرم. د چين اقتصاد به د برابر پرمختګ د موندلو او د لګښتونو د هڅولو تګلارې په رڼا کې پرمختګ وکړي. اوس مهال د چين کورني لګښتونه د زياتو نورو هېوادونو له سويې څخه ليرې واټن لري په بله ژبه د چينايانو لګښتونه ډير کم دي ، نو د کورنيو لګښتونو زياتوالی به د چين د اقتصاد د برابر پرمختګ په بهير کې مهم رول ولوبوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای