CRI Online

چين په نړۍ کې د ګړنديو اوسپنيزو لارو تر ټولو لويه شبکه جوړه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2011-03-19 20:57:21

ګړندې اوسپنيزه لاره په عصري ټولنه کې يوه نوې ډول ترانسپورتي بڼه ده او د امنيت،سرعت، بيې او د چاپيريال ساتنې په برخو کې ښکاره غوره والي لري. د نوې پېړۍ له پيل راهيسې، په چين کې د مسافرينو د وړلو راوړلو په موخه د ګړنديو اوسپنيزو لارو پرمختګ د هېواد د عصري کيدو په بهير کې د يو عمده مسير په توګه ټاکل شوی دی ، تر څو چې د چيني اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره زمينه برابره شي.د لسو کلونو تر کوښښونو وروسته د خپل نوښت په اتکا په چين کې اوسپنيزو لارو اصلاح بشپړه شوې او يو لړ ګړندې اوسپنيزې لارې جوړې شوې دي چې په نتيجه کې اوس د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو شبکه په نړۍ کې تر ټولو لويه ده او د اورګاډي سرعت يې هم ډېر چټک دی. په ٢٠١١ کال کې به له بېجينګ څخه تر شانګهای پورې د ګړندې اوسپنيزې لارې په ګډون اوسنی ګړندې لارې يو له بل سره وتړل شي، نو په چين کې د ګړنديو اوسپنيزو لارو عمومي اوږدوالی به له ديارلس زرو کيلومترو څخه اوښتی وي.

د چين د اورګاډي پټليو وزارت عمومي انجنير هه هوا وو وويل

(( موږ پر دې ټينګار کوو چې د لويو او مهمو چارو د بشپړولو لپاره زيات ځواکونه راټولوو. په لنډه موده کې مو نه يوازې د ګړنديو اوسپنيزو لارو د جوړولو لپاره تدارکاتي کارونه ترسره کړي دي، بلکې تر ټولو عصري تخنيکونه يې هم وارد کړي، له تخنيکي نوښتونو د پوره کولو وروسته موږ په ډير ګړندي سرعت تر ټولو پرمختللي ګړندی اوسپنيزې لارې جوړې کړې دي چې له تيان جين څخه تر بېجينګ پورې د اورګاډي پټلۍ يوه ښه نمونه ده. ))

له تيانجين څخه تر بېجينګ پورې د چټک اورګاډي لاره د ٢٠٠٨ کال د اګست په لومړۍ نېټه په کار ولويده او سرعت يې په يو ساعت کې دری سوه او پنځوس کيلومتره دی چې دا په چين کې ان په نړۍ کې ساری نه لری ، په بله ژبه د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو تخنيک د نړۍ لومړنۍ درجې ته رسيدلی دی.

د اورګاډي پټليو د وزير جانګ شو ګوانګ په اند، د يوې لويې سيسټماتيکې پروژې په توګه دغه ګړندې اوسپنيزه لاره بايد د چينايانو لخوا پخپله له خوا جوړه شی. هغه وويل

(( يوازې د تخنيکونو د اخيستلو په اتکا دغه سيسټم د هر يو هيواد لخوا نه شي بشپړيدای، دغه راز دا بالکل يو نه کېدونکی کار دی چې نور هېوادونه د يوې داسې ګړندې اوسپنيزې لارې د جوړولو لپاره له چين سره مرسته وکړي چې د چين له مشخصاتو او ځانګړي اړيتاوو سره سمون لري. ګړندې اوسپنيزې لارې يو لوي صنعتي ځينځير دی چې د اقتصاد د پرمختګ او توليدي ارزښت د لوړوالي لپاره ستر رول لوبوي. نو دغه بازار نورو ته نه شي خلاصيدای، موږ به هرومره پخپله دغې چارې بشپړې کړو. ))

د بېجينګ _شانګهای ګړندې اوسپنيزه لاره به ژر په کار ولويږي چې د ازموينې په وخت کې د اورګاډي تګ په ساعت کې څلور سوه او شپږ اتيا اعشاريه يو کيلومتره و چې په نړی کې تر ټولو چټک دی.

د اوسپنيزو لارو د نړيوالې ټولنې عمومي مدير لوبينو د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو لوړه قدرداني وکړه او و يې يل،

(( اوس د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو شبکه په نړۍ کې تر ټولو لويه ده، ان دغه شبکه به په راتلونکو لسو يا شلو کلونو کې دوه يا دری چنده پراخه شي او په دې هکله د نورو هېوادونو لارښوود وکړي .))

د ګړنديو اوسپنيزو لارو پرمختګ د چين ترايسپورټي جوړښت بدلوي. هغه نه يوازې د انرژۍ سپمولو او د چاپريال ساتلو لپاره غوره والي لري، بلکې يو لړ اړوندو صنعتي چارو ته پرمختګونه ورکوي. د چين د صدراعظم مرستيال چانګ ده جيانګ وويل،

(( د ګړنديو اوسپنيزو لارو چټک پرمختګ د چين د اورګاډۍ پټليو د عصري کيدو سويه لوړه کړې، په اغيزمنه توګه يې د اورګاډي په وسيله د مالونو وړلوراوړلو توان د کمښت له امله پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ باندې محدوديت له منځه وړلی او د تجهيزاتو د توليدولو، د نويو موادو د څيړلو او د بېلا بېلو خدمتي چارو په برخو کې يې فعال رول لوبولی دی. ))

د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو د ابادۍ له امله نه يوازې د اقتصاد پرمختګ پرمخ تللی، بلکې د خلکو د ژوند ګامونه لا چټک او اسان شوی دی.

(( په لاره کې د تګ راتګ وخت لنډ شوی ، موږ کولی شو چې د زيات وخت لپاره سيل وکړو . ))

(( ګړندی اورګاډی زموږ د ژوند لپاره مساعده زمينه برابروي او کولی شو چې د چټک اورګاډي په وسيله په لنډ وخت کې ليری ځای ته و رسيږو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای