CRI Online

د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د ٢مې دورې فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2011-10-12 17:03:27

د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د ٢مې دورې فورم د نينګ شيا په ين چوان ښار کې پرانيستل شو. دغه فورم غواړي چې د رښتينې همکارۍ او متقابلو ګټو خصوصيت ښکاره کړي، نو باور لرو چې دغه فورم د چين او عربي هېوادونو ترمنځ په ستراتيژيکي همکارۍ کې مثبت رول ولوبوي.

د سپتمبر په ٢١مه نېټه د ين چوا ښار د ژن مين په ډګر کې ښاريانو او د ٧٦ هېوادونو، سيمو او نړيوالو اورګانونو څه باندې ١٢٠٠ تنه بهرنی استازي راغونډ شول چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د ٢مې دورې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې يې ګډون وکړ.

د سهار په نهو نيمو بجو د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې مشر جيا شينګ لين اعلان وکړ: (اواز)

((د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د ٢مې دورې فورم پرانيستل شوی دی.))

د دغه فورم اصلي موضوع د دوستۍ ټينګوالی، د همکارۍ ژوروالی او ګډ پرمختګ دی او هدف يې دا دی چې د چين، عربي هېوادونو، د نورو اسلامي هېوادونو د لوړ پوړيو مامورينو، وتلو سوداګرانو او کارپوهانو لپاره د اقتصاد، سوداګرۍ، پولي چارو، پانګونې او کلتور د پرمختيا په باب د خبرو اترو ډګر برابروي.

د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې مسئول مامور جانګ يي په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د سږني فورم پيمانه او کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده. موږ هيله لرو چې د ورخلاصون، تبادلې، همکارۍ او متقابلو ګټو په موخه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ښې زمينې او خدمتونه برابر کړو. هغه وويل: ( اواز)

(( د نينګ شيا د هوی قومي وګړي د کلتور، مذهب او دودونو په برخو کې له عربي خلکو سره ورته والی او نژدې ټکی لري، نينګ شيا د چين او عربي هېوادونو ترمنځ په همکاری کې جغرافيايي او کلتوري امتياز ونه، غني سرچينو او صنعتي بنسټونه لري، نو د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ پټې قوې لويې دي او راتلونکې يې د پېشبينۍ وړ ده. نينګ شيا بايد د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د سرچينې د استخراج، سوداګريز تګ راتګ، کلتوري راکړې ورکړې او پوهنيزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره لا فعال کوښښونه وکړي.))

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال جيانګ څنګ وې په خپله وينا کې وويل،(اواز)

(( د تېر کال په سپتمبر د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د لومړۍ دورې فورم په بريالۍ توګه جوړ شو چې د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا او د همکارۍ د ژوروالي د يو مهم پل په توګه وګرزېده. سږ کال موږ به د نينګ شيا د کلتور، جغرافيا، ځانګړيتوب لرونکي صنعتونو له غوره والي څخه د استفادې په وسيله د نينګ شيا اقتصاد او ټولنې ته نور پرمختګ هم ورکړو. ))

د موريتانيا اسلامي جمهوريت ولسمشر محمد اولد عبدل ازيز په خپله وينا کې وويل،(اواز)

(( نن ورځ موږ په نينګ شيا کې راغونډ شوي يو، ځکه چې عربي هېوادونه له چين سره د همکارۍ علاقه او هيله لري. د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ تاريخ اوږد دی چې په پخواد ځمکنۍ او سمندري ورېښمو له لارې دواړه خواوې تړلې وې. اوس به د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بشپړتيا د عربي نړۍ اقتصاد دواملرونکی پرمختګ ته نورې ګټې هم ورسوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای