CRI Online

په ون جو کې د پور ورکولو نوی پلان

cri     (GMT+08:00) 2011-10-17 20:16:02

د چين د ون جو يوې تصدۍ مشر هو فو لين چې پخوا د سخت پوروړتوب له امله امريکا ته تښتېدلی و ، په تېرو ورځو کې چين ته راستون شوی دی. د هو فو لين د پېښې له امله د ټولنې بېلا بېلې ساحې د ون جو د منځنيو او کوچنيو تصديو په وړاندې د پورونو راغنډونې او د کاروبارو ادارې ستونزو ته پاملرنه ورکوي. اوسمهال ون جون ښار په فعاله توګه د پور ورکولو نوی پلان جوړوي او منځنې او کوچنې تصدۍ د ژوند لپاره يو له بل سره ائتلاف کوي.

د سږ کال په پيل کې په ون جون ښار کې ګڼ مشېر منځنيو او کوچنيو تصديو د ملکي پورونو د تاوتريخوالي له امله د مالي کرښې له پرې کېدو سره مخامخ وو،نو د ځينو هغو تصديو مشران له چين څخه تښتېدلي دي چې پکې هو فو لين تر ټولو مشهور دی.

د ون جو د شين اواز راډيو خبرياله لياو چي هونګ وويل،

(( د شين تای په نامه تصدی چې د هو فو لين له خوا جوړ شوی، د ون جو د عينکو توليدونکو تصديو کې تر ټولو ستر دی. دغه تصدی په ١٩٩٣ کال کې جوړ شو او ٣٠٠٠ کارکوونکي لري. د های تون په مارک لمري عينک چې د شين تاو له خوا توليديږي، د چين په بازار کې د خرڅلاو اندازه تر ټولو لويه ده. پر عينکو بر سيره، د شين تاو تصدۍ کاروبار په تېرو کلونو کې د لمر په وسيله د انرژۍ توليدولو نوی سيسټم او کورونو په ګډون نورو برخو ته پراخ شوی دی. د اړوندې څانګې د معلوماتو له مخې، شين تاو په دومره برخو کې د پانګه اچولو له امله د پيسو له کمبود سره مخامخ دی. ))

ون جو د چين د ملکي اقتصاد سرچينه ده چې په دغه سيمه کې ملکي پورونه غنی او سمسور دي. په ون جو کې د ملکي پورونو د بازار پيمانه سل او لس مليارډه يوانو ته رسيدلې ده چې نژدی شپيته سلنه تصدۍ له ملکي لاره پورونه اخلي. د شمېرنې سره سم، تېر کال ملکي پورونو يوازې د ون جو د منځيو او کوچينو تصديو د پانګې شپږ سلنه ونيوه، خو سږ کال دغه شمېر دوولس سلنې ته لوړ شوی دی. که څه هم ملکي پورونه په لنډه موده کې د ځينو منځنيو او کوچنيو تصديو مالي بارونه سپکولی شي، خو ځينې تصدۍ د ملکي پورونو ګټې ډېرې لوړې دي، نو د ځينو تصديو مشران له جبران څخه د تښتې په موخه له چين څخه وتلي دي.

د منځنيو او کوچينو په وړاندی د ستونزو پرضد، ون جو د پولي نظام د ثباتولو او د اقتصادي جوړښت د بدلون د چټکولو په باب نظريې خپرې کړې. په دغه سند کې له بانکونو څخه غوښتنه شوی چې منځنيو او کوچنيو تصديو ته د پورونو اندازه زياته کړي او د دويو لپاره امتيازي تګلارې برابرې کړي. د ون جو د بانکونو څيړنيزې ادارې مرستيال جو چينګ مين وويل،

(( موږ له هغو تصديو څخه پانګه نه باسي او او دوی ته پورونه نه کموي چې توليد او کاروبار عادي دی، خو له مالي ستونزو سره مخامخ دی. ))

د ون جو د پولي سيسټم د بانکي مشرانو غونډې د خپور شوی خبر له مخې، په ون جو ښار کې د بانک، او بيمې په ګډون د پولي چارو څانګې به په رښتينۍ توګه د منځنيواو کوچنيو تصديو پولي ملاتړ پياوړی کړي.

د دغه بې سارې ژوندي بحران په وړاندې، د ون جو بېلا بېل منځنې او کوچنې تصدۍ په فعاله توګه پخپله يا متقابله مرسته کوي. د ون جو د ملکي پانکه اچولو خدمتي مرکز په بېړنۍ توګه د دوه سوه مليونو يوانو په ارزښت يو صندوق جوړ کړی، تر څو له مالي بارونه او د پرمختګ پټې قوې لرونکو ځايي تصديو سره مرستې وکړي.د ون جو د او ليان ټولنې مشر هوانګ څونګ دي وويل،

(( د يوې تصدۍ توان محدود دی، خو له ائتلاف وروسته زموږ توان لوی دی. د څوارلسو تصديو لپاره مو د يو سل او نوی مليونو يوانو پورونه برابر کړي دي، تر څو د دوی ستونزې حل او باور ځواکمن شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای