CRI Online

د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ٨مې دورې نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 13:12:05

د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ٨مې دورې نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه غونډه د اکتوبر په يووېشتمه نېټه د ګوانګ شي په مرکزي ښار نان نينګ کې پرانيستل شو. په تېرو شلو کلونو کې همکاری، د ازادې سوداګرۍ په سيمه کې ښکاره برياليتوبونه او د نوی دورې نندارتون نوی ځانګړيتوب د دغې دورې د نندارتون او سرمشريزې غونډې اصلي موضوع دی.

د چين صدراعظم ون جيا باو د دغه نندارتون د پيل اعلان وکړ.

(( د چين او جنوب ختيځي اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د اتمې دورې نندارتون پرانيستل شوی دی.))

د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو اړيکو د ټينګېدو شلو کلونو راهيسې د خپلمنځې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پرمختيا چټکه شوې او د ادازې سوداګرۍ يوه سيمه جوړه شوې چې ترې ګټې اخيستونکې يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دي.

د چين او جنوب ختيې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې صدراعظم ون جيا باو په خپله وينا کې وويل،

(( د تېرو شلو کلونو راپدېخوا د چين او جنوب ختيخې اسيا د هېوادونو ترمنځ اړيکې د خبرو اترو، ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوی له ملګريو څخه ستراتيژيکي ملګريو ته ګرځېدلې دي. دواړه خواوې نژدې ګاونډيګان دي، د برابرې همکارۍ او ګډو ګټو دوستان هم دي. باور لرم چې موږ يوازې د مساوات او متقابل اعتماد پر اصلو ټينګار وکړو، د سياست، اقتصاد، مذهب، او کلتور په برخو کې توپيرونه ماتي او خپلمنځې همکاری پياوړی کولای شو. ))

په ١٩٩١ کال کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو اړيکو د جوړېدو په پيل کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی ارزښت له اتو مليارډو ډالرو څخه کم و. د دواړو خواوو د حکومتونو او د صنعتی او تجارتی ټولنو د ګډو کوښښونو له لارې په تېرو شلو کلونو کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د زياتوالي کلنی اندازه له شل سلنې څخه زياته چې تېر کال د سوداګرۍ ارزښت دری سوو مليارډو ډالرو ته نژدی و. د چين او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګوالی د دواړو خواوو ګډه اړتيا ده او د خنوب ختيځې اسيا او نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور هم دی.

ون جيا باو وويل،

(( چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه طاقت لرونکې اقتصادي ټولنې او د پرمختګ په کليدي موده کې دي. موږ بايد داسو څلورو مهم ټکو ته پاملرنه وکړو: لومړی، د ازادې سوداګرۍ د ابادۍ لپاره بايد ګډې هڅې وکړو. دوهم، خپلمنځي تګ راتګ بايد زيات شي. درېيم، د دواړو خواوو ترمنځ پانګونه او همکاري بايد پراخې شي. څلورم، د اقتصاد سيمه ييزې همکاري بايد پياوړې شي. موږ به د اوږدې مودې لپاره پر دې تګلارې ټينګار کوي چې له ګاونډي هېوادونو سره مرسته کوو او له دوی سره ملګرتيا کوو. هيله لرو چې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې له بېلا بېلو هېوادونو سره د همکارۍ برخې پراخې کړي او د سمسوري راتلونکې لپاره هڅې وکړي.))

د ماليزيا صدراعظم نقيب عبدل رزاک په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل،

(( سږنی نندارتون په ځانګړۍ توګه مهم دی، ځکه چې سږ کال د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې او چين ترمنځ د خبرو اترو اړيکو د ټينګېدو له شلمې کليزې سره برابر دی. نن ورځ موږ راغونډيږي چې د اروپا او امريکا په وړاندې اوسنی بحران او پر اسيا باندې د ده اغيزو ته پاملرنه کوو، که اروپا او امريکا ته زموږ صادراتي اندازه ټيټه شي، موږ بايد د پرمختګ نورې لارې چارې ولټوو. هيله لرم چې دواړه خواوه د پرمختګ تمايل وساتي او د متقابلو ګټو لپاره په مداومه توګه خپلمنځي همکاری پياوړې کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای