CRI Online

چين به د انرژۍ او سرچينو په برخو کې نړيوالې همکارۍ ته دوام ولري

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 13:21:14

د ٢٠١١ کال لپاره د چين د کانو نړيواله غونډه د نومبر په ٧مه نېټه په تيان جين کې پرانيستل شوه. د کاني توليداتو د جوړولو او استعمالولو د يو لوی هېواد په توګه، کاني سرچينو ته د چين راتلونکې اړتياوې زياتيږي، نو د چين پر پرمختيا باندې د سرچينو او چاپريال محدود لا ښکاريږي. د غونډې برخه وال چيني چارواکي څرګنده کړه چې ډول ډول تدبيرونه بايد ونيول شي، ترڅو چې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د کاني سرچينو تامين پياوړی شي. چين هرکلی کوي چې بهرني کاني تصدۍ د چين په معدني چارو کې پانګه واچوي او ځواکمن چيني کاني تصدۍ هڅوي چې په فعاله توګه په نړيوالې همکارۍ کې برخه واخلي.

د چين د دولتي ځمکو او سرچينو وزير شو شاو شه په اند، په راتلونکو پنځو کالونو کې به د صنعتي، ښاري او د کرهڼې عصري کيدو د چټکوالي په حال کې کاني سرچينو ته اړتيا لوړيږي، نو بايد د کانو د تامينولو لپاره ګامونه پورته شي. هغه وويل،

(( موږ بايد د کانو د سپمولو او عمومي استعمالولو نوی او عصري تخنيکونه پراخ کړو او د تصديو اړوندې پروژې جوړې کړو. موږ به د بنسټيز جيالوجي حالات څېړنې او د مهمو کانو کشف پياوړی کړو او د کاني سرچينو يو لړ ستراتيژيکی سيمې وټاکو، څو چې د اقصاد د دايمي او چټک پرمختګ لپاره د سرچينو تامين او د صنعتي چارو ملاتړ وشي.))

چين د کاني توليداتو د توليدولو او مصرفولو يو لوی هېواد په توګه ګرځېدلی دی چې د سکرو، فولاد، لسو ډولو رنګه فلزات او توليدي اندازره او لګښت په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.چين د استراليا، برازيل او کاناډاپه شمول له مهمو غني سرچينه لرونکو هېوادونو سره د دوه اړخيزې همکارۍ يو لړ نظامونه جوړ کړي دي. د يادې شوې غونډې ګډونکوونکي د استراليا د سرچينو، انرژۍ او سيلانۍ وزير ماټين فرګوسن وويل چې اسراليا به د کان د استخراج په برخه کې له چين سره دايمي دوه اړخيزو اړيکو ته دوام وکړي او سره يو ځای د پاکې انرژۍ د تخنيکونو ګډې څيړنې وکړي.

(( په تېرو څو کلونو کې مو د چين لپاره کاني سرچينه برابره کړه، څو چې د چين د پرمختګ اړتياوې پوره کولای شي، د چين بازار د استراليا د کان په برخه کې يو مهم بازار دی. استراليا په نړۍ کې د کان د استخراج تر ټولو علي تخنيکونه او امنيتي سويه لري او هيله لري چې له چين سره نژدې همکاری وکړي او د پاکو سکرو د استخراج په ګډون زموږ ځينی عصري تخنيکونه برابر کړي.))

سرچينه د چيني تصديو د بهرنې پانګونې مهم ټکی دی. د ٢٠١٠ کال تر پايه پورې د کان د استخراج په برخه کې د چين مستقيمه بهرنې پانګونه څلور څلوېښت مليارډه او اوه سوه مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې وه.

د چين د دولتي پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مرستيال جانګ شياو چيانګ وويل، سرچينو ته د چين اړتيا لوړه ده او د څو ډولو مهمو کاني توليداتو عرضې توان کمزور دی، نو د بهرنيو هېوادونو پر مهمو کانو باندې اتکا لوړه ده. چين ځواکمن چيني تصدۍ هڅوي چې د بهرنيو سرچينو په برخه کې پانګه واچوي او چين د خپلو تصديو د بهرنی پانګونې لپاره زمينې برابروي.

((په تېرو کلونو کې د چين د دولتي پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې او اړوندو څانګو د بهرنې پانګونې يو لړ تګلارې پلي کړل او د تصديو لپاره فعاله لارښوونه وکړه. موږ په بهرنيو هېوادونو کې د پانګه اچولو مادې جوړوو، تر څو د چيني تصديو لپاره اړوند قانوني تامين وکړو. موږ چيني بانکونه هڅوي چې د ننګونو پرضد د مخنيو او کنترول ميکانيزم د بشپړولو تر څنګ د بهرنې پانګونې پورونو ملاتړ پياوړی کړي. موږ به اړوندې پولي او مالي تګلارې بشپړې کړو او د سرچينو د پانګونې په برخه کې د مهمو پروژو ملاتړ وکړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای