CRI Online

په چين کې د غوښتل شويو امتيازي حقونو شمير د چټک زياتوالی په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 13:32:45

د پوهنې د ملکيت حق د نړيوال سازمان له خوا يو خپور شوی راپور دا ښيي چې په ٢٠١٠ کال کې په نورو هېوادونو کې د غوښتل شويو امتيازي حقونو شمير شپږ پنځوس سلنې ته اوچت شوی چې په نړۍ کې يې څلورم ځای ونيوه. له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پورې دننه په چين کې يو مليون څلور لکه او يو پنځوس زره امتيازي حقونه غوښتل شويدي. په دې حال کې چين د امتيازي حقونو کيفيت او استعمال ته لا زيات اهميت ورکوي.د چين د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې مشر تيان لي پو د نومبر په ٩مه نېټه د چين د امتيازي حق د پنځمې دورې اوونۍ په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل،

(( د غوښتل شويو امتيازي حقونو شمير د چټک زياتوالي تر څنګ، په چين کې د امتيازي حقونو د تدقيق او تاييد توان په ښکاره توګه اوچت او د اړوندو قوانينو د پلي کولو ځواک او د ميکانيزم ابادی پياوړې ، د اړوندو معلوماتو د خپرونې او خدمت قابليت غښتلی او د امتيازي حق اخيستونکو شمېر زيات شوی دی. ))

ښاغلي تيان لي پو هم وويل، د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين د پوهنې ملکيت حق چارو پرمختيايي پروګرام سره سم، په راتلونکو پنځو کلونو کې به زموږ هدف دا وي چې د امتيازي حق غوښتونکو ته د صلاحيت ورکولو شمېر د نړۍ دوهم ځاي ونيسي او په نورو هېوادونو کې د امتيازي حق د غوښتلو شمېر يو چنده زيات شي.

ريښتيا ده چې سږ کال يعني د دوولسم پنځه کلن پلان په لومړی کال کې د چين د امتيازي حق غوښتلو شمېر لا هم د چټک زياتوالی په حال کې دی.ښاغلي تيان لي پو وويل،

(( د سږ کال په لومړنيو لسو مياشتو کې د دريو ډولو امتيازی حقونو د غوښتلو او صلاحيت ورکولو شمېر په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوه دېرش اعشاريه اته سلنه او څوارلس اعشاريه اته سلنه زيات شوی دی. په نړۍ کې د امتيازی حق د غوښتلو عدد د تېر کال د همدې مودې په نسبت څلور دېرش سلنه زيات شوی دی.))

د پوهنې ملکيت حق د نړسوال سازمان عومومي مدير فرانسيس ګوړي په دې نظر کې دی چې د لسو کلونو راپدخوا په دغه برخه کې د چين له خوا تر لاسه شويو پرمختګونو په نړۍ کې د امتيازي حق د غوښتلو ساحه بدل کړې ده.

(( په ٢٠١٠ کال کې په نړۍ کې د چين د امتيازی حق د غوښتلو اندازه د بريتانيا او فرانسې له مجموعې څخه هم زياته وه. اوسمهال د امريکا، اروپا او شمال ختيځې اسيا درې خواوې د امتيازی حق د غوښتلو زياتره برخه نيسي. په تجارتي ساحه کې د امتيازی حقونو د استعمال له لحاظه چين ځواکمن کيږي او په نړۍ کې د مشرۍ رول يې ښکاريږي. ))

په راتلونکی کې به د چين د کورنيو او نړيوالو انحصاري حقوقو د غوښتلو شمېر لا هم لوړ شي، نو د امتيازی حقونو د کيفيت د اوچتوالی، په تجارتي او نورو برخو کې د دغو حقونو د استعمالولو اندازې د لوړوالی، په دې ساحه کې د نړيوالو تاوتريخوالو پرضد د مبارزې او د ادارې د بشپړتيا په هکله مسئلې د چين د اړوندو څانکو په مشخص کاري پلان کې شامل شوې دي.

د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې چارواکي چاو چينګ وې د ٢٠١٢ کال لپاره د چين د انحصاري حقوقو د پرمختګ ستراتيڅيک پلان په هکله داسې وويل،

(( موږ به د امتيازی حق د قانون پلي کولو قوه ځواکمنه، د اړوندو خدمتي چارو پرمختګ چټک، د اړوندو کارکوونکو روزنه پياوړې کړو، تر څو د امتيازی حق ميکانيزم په کې لا اغيزمن رول ولوبوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای