CRI Online

چين به په راتلونکی کې د ورخلاصون سويه لا نوره لوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2012-01-01 19:52:49

د سږ کال د ډسمبر ١١مه نېټه به د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې د چين د شاملېدو له لسمې کليزې سره برابر وي. د نومبر په ١٧مه نېټه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر يوه خبري ناسته جوړه کړه چې پکې د سوداګرۍ د وزير مرستيال يو جيان هوا د نړيوالې سواګرۍ په سازمان کې د چين د شاملېدو له لسو کلونو راهيسې د تر لاسه شويو برياليتوبونه او رامنځته شوې اغيزې معرفي کړې.

نوموړي وويل، په تېرو لسو کلونو کې چين د ورخلاصون په وسيله د پرمختګ او اصلاحاتو د چټکولو لاره غوره کړه او د نړيوالې سواګرۍ په سازمان کې رول يې له نوی غړی څخه ګډونکونکي ته او محرک ته بدل شو. اوسمهال چين د يو منل کيدونکی پوخ او مسئولانه ملګری په توګه ګرځېديږي.

((د لسو کالونو راهيسې چين په پوره توګه د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان په چارو کې برخه لرلې، د دوحا په خبرو اترو کې يې فعال رول لوبولی، د خبرو اترو د چټکولو لپاره يې څه باندې يو سل وړانديزونه کړې او د څواړخيزې سوداګرۍ د نظام په جوړولو او بشپړولو کې يې هم ګډون کړی دی. د دې ترڅنګ، چين د توپيرونو د لېرې کولو په اړه د سازمان د ميکانيزم له مخې له نورو غړيو هېوادونو سره تجارتي شخړې حل کړې او د چيني تصديو قانوني ګټې يې ساتلې دي. د سازمان عمومي مدير پسکال لامي د څواړخيزې سوداګرۍ په نظام کې د چين هڅو ته ډيره لوړه قدرداني وکړه.

چين په پوره توګه خپلې کړې ژمنې پلي کړې دي. د شمېرنې له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د چين د ګمرکي ماليې منځنۍ سويه له پنځلس اعشاريه درې سلنې څخه نهه اعشاريه اته سلنې ته ټيټه شوې ده، د سوداګريزو خدمتونو يو سل ارګانونه خلاص شوي او له دريو زرو نه زيات قوانين او مقررات لغوه، اصلاح يا زيات شوي دي. په نوموړيو چارو کې د چين د بازاري کيدو بهير چټک شوی، لا ثابت، روڼ، اټکل کېدونکی او پرانستونکی سوداګريز نظام او لا خلاص او معياري تجارتي چاپيريال جوړ شوی دی.

يو جيان هوا خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويي ويل

(( د مخکنيو لسو کلونو راپدېخوا د چين صادرات او واردات په جلا جلا توګه څلور اعشاريه نهه چنده او څلور اعشاريه اوه چنده زيات او کورني توليداتو عمومي ارزښت دوه چنده لوړ شوی دی. تېر کال د چين د سوداګيزو مالونو وارداتي ارزښت له يو زر څلور سوه مليارډو ډالرو څخه زيات وو چې د نړۍ لسمه برخه يې ونيوله. چين د يوڅلويښتو ډېر وروسته پاتو هېوادونو له ځينو صادراتي مالونو څخه معاف دی چې له امله يې چين د دوی د لومړي لوي صادراتي بازار په توګه ګرځېدلی دی .. د اټکل لمخې چين له يادو شويو هېوادونو څخه دوه سوه مليارډه ډالره توکي وارد کړيدي ))

ښاغلي يو جيان هوا پر دې ټينګار وکړ، چين د هغه ډول پرمختيايي هېواد په توګه چې د اقتصاد عمومي ارزښت يې په نړۍ کې دوهم ځاي نيسي ، خو د هر کس په سر د کورني توليداتو عمومي اندازه يې لا هم د نړۍ سلم ځای ته نژدې ده، هم د خلکو ژوند د اوچتولو او د ښاري کيدو بهير د چتکتيا په شمول درنې دندې په غاړه لری او هم د انرژۍ د کمبود او اقليمي بدلون په شمول د نړۍ له ګډو ننګونو سره مخ دی.چين تل په دې نظر کې دی چې د ورخلاصون لا نور پراخوالی د اقتصا د دواملرونکی پرمختګ لپاره ګټور دی. يو جيان هوا وويل چې چين به په راتلونکې کې په پر له پسې توګه په ساحلي سيمو ، د هېواد په مرکزي سيمو او سرحدي سيمو کې د ورخلاصون تګلاره تطبيق کړي ، د استهلاکي موادو بازار او د پولي چارو، د مالونو د حمل و نقل او طب په ګډون خدمتي بازارونه لا نور خلاص کړي.

(( موږ به په لا فعاله توګه د اقتصاد د نړيوال کيدو او سيمه ييز وحدت په بهير کې برخه ولرو، په لا فعاله توګه به د متقابلو ګتو په بنا د ورخلاصون ستراتيژی پلي کړو او د نړيوال اقتصاد پرمختګ او سمسورتيا ته به لا دوامدار خوځنده ځواک وروبښو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای