CRI Online

په بېجينګ کې د نړۍ د نوی پولي چوکاټ په هکله د پولي مشرانو بحث

cri     (GMT+08:00) 2012-01-01 19:55:26

په دی حال کې چې د اروپا د پورونو بحران اغيزې په مداومه توګه پراخيږي او د اېپيک غونډه تازه پای ته رسيدلی دی، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ هڅول او د اروپايي پورونو د بحران حلول د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو په وړاندې عمده موضوع ده . د نړيوالو پولي چارو فورم د ٢٠١١ کلنۍ غونډه د نومبر له اتمې نېټې څخه تر لسمې پورې تر سره شوه چې د پولي چارو، پوهنې، سوداګرۍ او خبري رسنيو په ساحو کې نژدې سلو تنو استازيو په دغه فورم کې د نوی نړيوال پولي چوکاټ د بيا جوړنې او د نوی نظام د طرح کولو په هکله ژور بحث وکړ.

د نوموړي فورم مرستيال رئيس دای شيانګ لونګ د غونډې په پيل کې ګډونکوونکو ته يو لړ پوښتنې وکړې،

(( په ١٩٩٧ کال کې د تايلنډ په شمول په نويو اقتصادي ډلو کې اقتصادي بحران رامنځته شو. زما په اند په شلو يا ديرشو ملياردو امريکايي ډالرو بحران حل کېدای شي، خو نه يوازی دا چې دغه بحران ليرې نه شو ، بلکې د جنوب ختيځې اسيا بحران رامنځته شو. په ٢٠٠٨ کال کې امريکا له سخت پولي بحران سره مخامخ شو. اوس يونان د پورونو له بحران سره مخامخ دی. پخوا زما نظر دا و چې د سيمه ييزې همکارۍ له لارې د يونان بحران لېرې کېدای شي، اوس د بهرنيو اسعارو نړيواله ذخيره اته زره مليارډه امريکايي ډالره دی، په اروپا او ختيځه اسيا کې سيمه ييزه همکاری موجوده ده او موږ ثابت صندوق ينعي د نړيوال وجهی صندوق لرو، ولې د يو هېواد اقتصادي بحران نه شي حل کيدای؟ ))

دای شيانګ لونګ له ګډونکونکو څخه غوښتنه وکړه چې د اروپايي پورونو بحران په تيره بيا د يونان د پورونو بحران د سرچينې او تمايل جدي څيړنه وکړي او فکر وکړي چې د نړيوال اقتصاد په اوسنی حالت کې چين بايد د خپل هېواد اقتصادي پرمختګ چټک کړي يا و يې ځنډوي.

د نړيوالو پولي چارو فورم مشر چنګ سه وې وويل، اته کاله کيږي چې دغه فورم جوړ شوی او د نړيوال اقتصاد او پولي چارو لړزونه يې کتلې ده. د نړۍ په ساحه کې د دغه فورم اغيزې پراخيږي چې د نړۍ د عالي رتبه وو سياسي او پولي مشرانو او پوهانو لپاره د تګ راتګ ډګر برابروي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه کوي. چنګ سه وې وويل،

(( په کانيس کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې برخه وال مشران د اقتصادي پرمختګ د تامين، د نړيوال پولي نظام د اصلاح او د پولي نظارت او ادارې د پياوړتيا په باب د نظريو يووالي ته ورسيدل. اوسمهال نړۍ له نويو اصلاحاتو سره مخ ده، نو د نړيوال پولي چوکاټ بيا رغونه او د نوی پولي اصولو جوړونه ډېره لازمه ده. موږ بايد نوې ستراتيژيکي خبرې اترې او فکر وکړو. ))

دغه فورم په دی مهم وخت کې تر سره شو چې په نړۍ کې پولي بحران سختيږي. د م م سرمنشي بان کي مون په خپله ويډيويي وينا کې د دغه فورم اهميت تاييد کړ او له ګډونکوونکو سره يې د خپلې نظريې شريکه وکړه.

(( زه د نړيوال اقتصاد د سالم پرمختګ د اعاده کيدو په مناسبت څلور وړانديزونه کوم. لومړی، موږ بايد خپلمنځي همکاري پياوړې کړو او د اروپايي پورونو د بحران او نورو چارو په هکله يووالی وساتو. دوهم، موږ د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د لاسليک شوی تړون او د م م وړانيزونه په رښتينۍ توګه پلي کړو او د اړوندو اقتصادي ټولنو ګټې وساتو. درېيم، موږ بايد د پرمختيايي هېوادونو اړتياوو ته لا پاملرنه وکړو او له سره د نړيوالو پولي چارو مقررات، نظم او څارنيز نظام جوړ کړو. څلورم، سيمه ييز څيړونکی اورګانونه بايد خپلمنځۍهمکاري لا نژدې کړي او سره يو ځای نوی نړيوال پولي چوکاټ جوړ کړي. ))

په دغه فورم کې د حکومتي څانګو، عالي مدرسو او نړيوالو پولي اورګانونو استازيو په دې هکله بحث وکړ چې نړيوال پولي بحران پر چين باندې کومې اغيزې ولګوي؟ نوی اصلاحات به پر وروسته پاتي پولي سيسټم او سيمو باندې بارونه واچوي که نه؟ نوي رامنځته شوي بازارونه او په پرمختيايي هېوادونو کې دواملرونکی پولي پرمختګ څنګه تامين شي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای