CRI Online

د يون نان په جوکولا کلي کې د قهوې ونو د سلو کلونو روزلو کيسه

cri     (GMT+08:00) 2012-01-01 19:56:06

هر کله چې په چين کې د قهوې د تاريخ خبره کېږي، حتما به د يون نان د دا لي د جوکولا کلی ياديږي ځکه چې دغه کلی په چين کې د قهوې ونو د روزلو لپاره کليدي رول لوبولی و. نوموړي کلي ته نژدې په ځنګل کې د قهوې يو ډول ځانګړې ونې لېدل کېږي چې د چيني قهوې د ژوندی فوسيل په توګه ګڼل کيږي. په نننی پروګرام کې به مو د دغه ډول قهوه کيسه وپېژنو.

د ترانسورټ د نااسانتياوو له امله جوکولا کلی چې د يي قوم وګړي پکې اوسيږي، نژدې يوه پټه سر تړلې محله ده. ځايي اوسېدونکي تان جيا لين وويل

(( په جوکولا کې نژدې د يو هکتار په ځمکه کې کرل شوۍ د قهوې ونې په چين کې د قهوې لومړی ځنګل په ډول بلل کيږي، ځکه چې څلوېشت ونې يې سل کاله مخکې کرل شوې او دانې يې وړوکي دي او ښه کيفيت لری او غوره څيړنيز او توليدي ارزښت لري. ))

يون نان ويلات تل د قهوه د کښت دود او د هوا غوره والی لري. د يون نان د کوچنې دانې قهوه خوندور او خفيف تريو دی خو تريخ نه دی. د قهوه د نړيوال سازمان په اند دغه ډول قهوه د کلومبيا د کوچنې دانې قهوه ته ورته دی چې ښه بازار لري. اوس د يچن د اومه قهوه پنځه نوی سلنه برخه له يون نان څخه توليديږي، نو يون نان د چين د قهوه په صنعتي چارو کې ډېر مهم مقام لري.

جوکولا کلی د قهوه د خوشبويي له خوا احاطه کيږي، ځکه د سل کلونو راهيسې قهوه څښل د ځايي يي قامي اوسېدونکو د عادت په توګه ګرځېدلی دی. کليوال جي فنګ هوا وويل چې د کلی نرينه، زرينه، بوډا او کوچنی ټول د قهوه له څښلو څخه خوند اخلي. خو د قهوه د جوړولو بهير پټ دی چې يوازې د نرينه له خوا ساتل کيږي.

په ١٨٩٢ کال کې يو فرانسوي کاتوليکي مبلغ په جوکولا کلی کې يوه کليسا جوړه کړه او په عين وخت کې يې د قهوه څښلو عادت هم دې کلي ته خپورکړ. هغه پخپله د قهوې ونې وکرلې او کليوالو ته يې د قهوې ونو د کرلو، د قهوه څښلو او پلورلو پوهنې ور زده کړې. له دې وروسته په کلي کې د قهوې د چمتو کولو او څښلو عادت راپېدا او ساتل شوی دی.

٨٦ کلن سپين ږيري کليوال لي فو شنګ چې د جوکولا کلي لومړی مشر و او د قهوې ونو د روزلو تاريخ شاهد هم دی ، وويل،(( دا ونې ١١٧ کاله مخکې د فرانسوي مبلغ له خوا کرل شوې او د ونو تنې او ريښې ډيرې جګې او غټې دي. ))

په ١٩٤٨ کال کې کليوالو د لي فو شنګ په مشرۍ د قهوې ونو په کرکيلې پيل وکړ چې مساحت يې نژدې شپږ هکتاره و . خو په ١٩٨٣ کال کې د سختو واورو له امله يوازی د کلي په څنډه يو هکتار ځمکه کې کرل شوې ونې راپاتې شوې چې تر اوسه پورې يوازې يو زرو يو سلو څلور دېرش ونې ژوندی دي.

د يون نان ولايت يوې متخصصې هوانګ شو يون وويل،

(( د ماليزيا يو قهوه پوه ويلي چې که په يون نان کې د قهوې لرغونۍ ونې ښه وساتل شي، نو د قهوې په نړيوال تاريخ کې د چين مقام هم ټينګ شي. دغه ډول ونې په يون نان کې ډېرې کمې دي، نو موږ بايد د قهوې لرغونو ونو د ساتلو او د قهوې توليدولو چارو د پرمختګ لپاره ښه کوشش وکړو. ))

د وروستيو کلونو راپدېخوا، ځايي حکومت په پوره توګه د يوان نان د قهوې د قديمي ونو د ساتنې او کارونې اهميت پيژندلی او د ماليې څانګه يې د جوکولا قهوې د سوداګريز مارک د جوړولو لپاره يو لک يوانه لګولي دي . اوه مياشتې کيږي چې د لرغونو ونو څخه نيالګي روزل شوي دي او په راتلونکی کال کې به دغه نيالګي په وړيا توګه د نژديو دريو کليو بزګرانو ته برابر شي. په دې هکله جي فنګ هوا پوره باور لری چې د ده په مشرۍ به کليوال ژر شتمن شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای