CRI Online

د چين د نفتو او طبيعي ګازو د زېرمې او توليد اندازې د زياتوالي په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2012-01-01 21:04:20

د چين د دولتي ځمکو او سرچينو وزارت د نومبر په ٢٤مه نېټه د چين د نفتو او طبيعي ګازو د ارزونې په هکله د تازه نتيجې راپور خپور کړ. له دغه راپور ښکاريږي چې له ٢٠٣٠ کال مخکې به د چين د نفتو او طبيعي ګازو د زېرمې او توليد اندازې لا هم د زياتوالي په حال کې وي چې هرکال به تر ځمکو لاندې له يو مليارډ ټنو څخه زيات نفت کشف شي او په راتلونکو شلو کلونو کې د نفتو کلنۍ توليدي اندازه دوه سوه ليونه ټنه شي، دا د چين په وړاندې د نفتو او طبيعي ګازو وارداتو د فشار د سپکولو لپاره يو ګټور خبر دی.

د نوموړي راپور سره سم، له ٢٠٣٠ کال مخکې به په چين کې د نفتو د کشف کيدو کلنۍ اندازه نژدی شپيته مليارډه مکعب ميتره وي او کلنی توليدي اندازه به يی په چټکه توګه زياته شي چې په ٢٠٣٠ کال کې ښايي دېرش مليارډه مکعب ميتره شي. د چين د دولتي ځمکو او سرچينو وزارت د جيالوجي کشف څانګې مشر پنګ چي مينګ وويل،

(( په عمومي توګه، راتلونکی شل کلونه به زموږ مهمه موده وي چې د نفتو توليدي اندازه به په ثابت ډول زياته شي او د طبيعي ګازو توليدي اندازه به په چټک ډول لوړه شي. ))

نفت او طبيعي ګاز د اقتصاد او ټولنې پر دواملرونکی پرمختيا باندې مهمې اغيزې لرونکی سرچينې دي. پدې وروستيو کلونو کې د چين پنځوس سلنه نفت د وارداتو په اتکا تر لاسه کړل، نو د نفتواو طبيعي ګازو د څيړنو او ارزونو چټکوالی او د کورني عرضې د توان لوړوالی د چيني اقتصاد د تامين لپاره ډېر مهم دی. له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پورې په چين کې د نوموړو دوو سرچينو کشف او استخراج چټک شو. د تازه بدلونونو او حالت د معلوميدو لپاره، د چين د دولتي ځمکو او سرچينو وزارت اړونده ارزونه تر سره کړه او د لومړی ځل لپاره يې کلنۍ نتيجه خپره کړه. ښاغلي پنګ چي مينګ وويل،

(( په دې موخه چې په چين کې د نفتو او طبيعي ګازو د زيرمې بدلونونه پر وخت معلوم او په مهمو ټيټو او هوارو ځمکو کې د کشف حالت ښکاره شي، د نفتو تصديو زموږ د غوښتنو سره سم د بو های خليج، يردوس، سه چوان په ګډون د مهمو سيمو د ارزونې کارونه تر سره کړي دي.))

د خپور شوی راپور له مخې، له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پورې دوه سوه او اته اوويا مليارډه او اته سوه مليونه يوانه د نفتو او طبيعي ګازو د کشف په برخه کې لګول شوي دي او د نفتو نوی پيدا شوې زيرمه له پنځه مليارډه او اوه سوه مليونه ټنو څخه اوښتې ده. تېر کال د چين له خوا توليد شوی اومه نفت له دوو سوو مليونو ټنو څخه زيات و او د طبيعي ګازو توليدي اندازه څلور نوي مليارډه او دوه سوه مليونه مکعب ميتره و چې د ٢٠٠٥ کال په نسبت يو چنده زيات و.

د چين د دولتي ځمکو او سرچينو وزارت د ستراتيژۍ څيړونکی مرکز مرستيال چه چانګ بو وويل

(( د چين د نفتو کلنۍ توليدي اندازه د نړۍ څلورم ځای نيسي، خو د چين د اړتياوو زياتوالی لا چټک دی چې د نفتو پنځه پنځوس سلنه پر وارداتو اتکا کوي. نو موږ د نفتو کشف او استخراج ځواکمن کوو. دا چې دغه ډول کلنۍ توليدي اندازه لا اوږد مهال ته دوام ولري او لا زيات شي، زموږ د وارداتو د فشار د سپکولو لپاره ګټوره ده.))

نوموړي دا هم وويل چې د چين د کشف شويو طبيعي ګازو زياتوالی د کابون دوه اکسايد د کمې ايستنې ، د فضايي چاپيريال د ښه والي او د چيني انرژۍ د جوړښت د بشپړتيا لپاره مهم ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای