CRI Online

د بهرنيو سوداګرانو لپاره صنعتي چارو ته، د پانګونې لارښوونکی نوی لېست

cri     (GMT+08:00) 2012-01-30 14:48:11

د بهرنيو سوداګرانو لپاره صنعتي چارو ته، د پانګونې لارښوونکی نوی لېست چې د ٢٠١١ کال د ډسمبر په ٢٩مه نېټه د چين د دولتي پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې او د سوداګرۍ وزارت له خوا خپور شوی، د ٢٠١٢ کال په پای کې به پلي شي، په عين وخت کې به د ٢٠٠٧ کال لېست لغوه شي. په نوي لېست کې د بهرنۍ پانګونې د جوړښت ښه والی، د تخنيکي نوښت پياوړتيا او د صنعتي چارو لوړوالی د مهمو ټکيو په ډول بلل کيږي. اوس چين په نړۍ کې دوهم لوی پانګونه جلبوونکی هېواد دی. دغه راز ځايي حکومتونه د نوموړي لېست په رڼا کې د بهرنۍ پانګونې جلبولو مشخصې پروژې تاييدولای شي.

نوی لېست بهرني سوداګران هڅوي چې عالي صنعتي چارو، د انرژۍ د سپمولو او د چاپيريال د ساتلو چارو، نوي معلوماتي تخنيکونو او عصري خدمتونو برخو کې پانګونې وکړي. د شينګ هاو پوهنتون د چيني او نړيوال اقتصاد د څيړنيز مرکز کارکونکي يوان ګانګ مينګ وويل:

(( چين تل د اقتصادي پرمختګ د اړتياوو او ستراتيژۍ او نويو حالاتو سره سم تګلارې بشپړوي او لوړوي. تېر کال مو د ستراتيژيک نوي صنعتي چارو د پرمختګ وړانديز وکړ، سږنۍ هڅونه له پخواني وړنديز سره سمون لري چې په عالي صنعتي چارو کې د بهرنيو سوداګرانو پانګونې هڅوو. ))

د بېلګې په توګه د موټرو صنعتي چارې. له څو کلن چټک پرمختګ وروسته چين په نړۍ کې د موټرونو د توليد او مصرف په لړ کې لومړی مقام نيسي. د پوهانو په اند اوسمهال د موټرونو توليدي توان له بازاري اړيتاوو څخه زيات دی، خو په رښتينې توګه د موټرونو د ځينو کليدي لوازمو توليد لا هم د کمبودۍ په حال کې دی، نو د موټرونو توليد د هڅونې له لېست څخه ليرې کيږي، د دې ترڅنګ د موټرونو د کليدي لوازمو توليد د هڅونې په لېست کې ټاکل کيږي.

په نوی لېست کې د هڅونې مادې زياتيږي او د محدوديتونو او بنديزونو مادې کميږي، يوان ګانګ مينګ وويل:

(( ځينې صنعتي چارې چې پخوا بندې يا محدودې شوې وې، لکه خدمتي چارې، په تيره بيا د اقتصادي جوړښت د بشپړتيا لپاره ګټورې چارې، اوس د هڅونې وړ دي.))

د نوي لېست سره سم بايد په عصري خدمتي چارو کې د بهرنيو سوداګرانو پاګونه وهڅول شي، د خلکو له ژوند سره تړلي خدمتونه بايد له لا زياتو بهرنيو پانګونو څخه استفاده وکړي او د خدمتي چارو د ورخلاصون بهير بايد چټک شي. په لارښوونکي لېست کې د پوهنې ملکيت حق د خدمتونو په ګډون نوې نهه مادې زياتې شوې او د طبي اورګانونو او پولي خدمتونو په ګډوموضوعات له محدود لېست څخه د منلو وړ لېست ته بدل شوي دي.

د يوان مينګ ګانګ په اند د نوي لېست له بدلونونو څخه ښکاريږي چې چين به په راتلونکي کې د اقتصادي جوړښت د بشپړتيا او ورخلاصون په برخه کې لا نور ستر ګامونه پورته کړي. هغه وويل:

((چين تل په طبي اصلاحاتو لاس پورې کوي. په اصلاحاتو کې د طبي تخنيکونو سويه او طبي تجهيزات لوړوالی د بهرنۍ پانګونې له جلبولو سره اړيکې لري، نو موږ بايد په طبي چارو کې د بهرنيو پانګونو د ننوتلو په هکله لا خلاصه رويه غوره کړو. پخوا په پولي چارو کې د بهرنيو پيسو ونډه بنده شوې وه، خو په نوي لېست کې هغه بنديز لغوه شوی دی، نو اټکل کيږي چې د پولي اصلاحاتو په برخه کې به لا ويړ او ځواکمن تدبيرونه ونيول شي. د صنعتي چارو نوي بدلونونه او د اصلاحاتو او ورخلاصون تازه ګامونه د دوولسم پنځه کلنې مودې د اقتصادي پرمختګونو لپاره ډېر ګټور دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای