CRI Online

د ډله ييز کډوالی ستونزې د حل لپاره د چين د هوا ننګ ګروپ هڅه

cri     (GMT+08:00) 2012-03-29 13:18:59

ډله ييز کډوالی تل په نړۍ کې د اوبو په وسيله برېښنائي اډې د جوړولو لپاره يوه ستونزه وي. د چين د هوا ننګ ګروپ چې د بريښنا توليدولو په نړيوالو تصديو کې مخکې ځای نيسي، د چين په جنوب لويديځ کې د اوبو په وسيله د برېښنايي انرژۍ د کارولو په بهير کې په بريالۍ توګه د يادې مسېلې د حلولو يوه سمه لاره موندلې او په غريبو سميو کې يې تراسپورټي او ښوونيز تاسيسات بشپړ کړي چې په پايله کې يې برېښناکوټ ته نژدې د خلکو ژوند ښه شوی دی .

ګونګ ګو چياو علاقه داری د چين په جنوب لويدځ په يون نان ولايت کې پرته يوه ګوښه علاقه داری ده او حتی د چين په سياسي نقشه کې نه پېدا کېږي. پنځوس کلن کليوال زنګ چوان شياو څو کاله دمخه ددې علاقه داري ته نژدې د غره په لمن کې اوسېده ، د اوبو په وسيله د يو برېښناکوټ د جوړېدو له امله دده کور يو نوی جوړ شوی استوګنځای ته نقل شو.

((په ٢٠٠٩ کال کې مو نوی کور ته کډه وکړه چې د نوي کور د جوړولو لپاره مو څه باندې دری لکه يوانه ولګول چې دغه پيسې ټولټال د حکومت له خوا برابرې شوې پخوا کور مو خټين کور و، خو اوس نوي کور ته له کډه کولو وروسته زموږ ژوند او شاو خوا چاپيريال ښه شوی دی. پخوا زموږ کور ته نژدې د ډبرو او خټو ښويدنه کله کله پېښېده، دغه راز د سخت باران په وخت کې ډېر اندېښمن شوو. خو اوس دغه اندېښنه بيخي نه لرو. ))

په ګونګ ګون چاو علاقه دارۍ کې د ځنګ چوان چاو په شان دوه زره او دوه سوه تنو کليوال له سخت غرني چاپېريال څخه د غره بيخ ته انتقال شوي دي. د يون لونګ علاقه دارۍ د کډوالي چارو د ادارې مرستيال مشر يانګ لي بياو وويل،

(( د دغو وګړيو فني روزنه زموږ وروستی ګام دی، تر څو دوی د خپلو مهارتونو په درلودلو سره مناسب کارونه پيدا کولای شي. پخوا دوی بزګران وو او ددوي د مشخصاتو سره سم د دوی لپاره ډول ډول روزنيز کورسونه جوړېږي او دوي کولی شی چې د خپلې خوښۍ او شوق له مخې خپله دنده غوره کړي. ))

د لان څانګ سيند په وروستۍ برخه کې د بريښنا توليدولو يوه لا لويه اډه د جوړېدو په حال کې ده چې دغه پروژه به په نهو ولسواليو کې څلوېښتو زرو تنو پر ژوند باندې اغيزې وکړي او يوازې د پو اير ښار په شاوخوا کې له څوارسو زرو تنو نه زيات وګړي به نورو ځايونو ته انتقال شي. د پو اير ښار د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال فنګ جنګ مينګ خبريالانو ته وويل چې تر اوسه پورې نژدې څلور مليارډه يوانه پيسې نقلونکو وګړيو ته ورکړي دي چې له امله به يې د دوی ژوند په پوره توګه بدل شي.

(( کډوال پخوا په غرني سيمه کې اوسېدل چې طبيعي چاپيريال، ټرافيک او مخابرات يې ډېر خراب او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سويه وروسته پاتې وه. نويو ځايونوته تر انتقال وروسته د کرکيلې زمينه يې هم ښه شوې، له بريښنا او نل اوبو څخه برخمن ، لاره يې هواره شوې او د ښوونې، طب او کلتور په ګډون تاسيسات يې بشپړ شوي دي. ))

د اټکل له مخې، د لان څانګ سيند په سيمه کې د اوبو په وسيله د برېښنا توليدولو اډو د جوړېدو په بهير کې څه نا څه يو لک او څلويښت زره تنه نورو ځايونو ته انتقال شي. د اوبو او برېښنا کمبود او د ښوونې وروسته پاتی والی د کډوالو په وړاندې مسئلې دي او هم د يون نان ولايت په ډېرو ځايونو کې موجودې دي. د هوا ننګ کروپ له ٢٠٠٦ کال څخه د يو غټ پلان تطبيق پيل کړ چې د نويو کليو ابادی ، د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو جوړونه، کليوالو کلينيکونو، د کليوالو ښوونکيو روزنه او د بزګرانو طبي بيمه پکې شامل وي.

د ٢٠١١ کال تر پايه پورې ددي عظيم پلان د تطبيق لپاره دوه اوويا مليونه يوانه پيسې لګول شوې دي چې په اتو ولسوالو کې شپته لومړني ښوونځي جوړ شوي، يو زر او څلور سوه کليوال ښوونکي او ډاکتران روزل شوي ، نژدې د لس زرو بزګرانو لپاره فني کورسونه جوړ شوي او اوولس زرو تنه د کليوال همکاريز طب په بيمه کې برخمن شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای