CRI Online

سمسور او خلاص چيني بازار د بهرنيو تصديو لپاره زيات فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-29 13:10:29

د مارچ په ٥مه نېټه د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومت په راپور کې څرګنده وکړه چې د ۲۰۱۲ کال لپاره به د چين د اقتصادی پرمختګ موخه اووه اعشاريه پنځه سلنه وساتل شي، په عين وخت کې به چين د ورخلاصون د کيفيت او سويه لوړه کړي، له پرمختلليو هېوادونو سره به د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو سالم پرمختګ وساتي او له پرمختيايي هېوادونو سره به د متقابلو ګټو پر بنا همکاری پوره پياوړې کړي.

د سي ار ای خبريال په چين کې د هسپانيا، يونان او برازيل د تصديو له څو مشرانو سره مرکې وکړې. دوی څرګنده کړه چې چيني اقتصاد د چټک پرمختګ تر څنګ د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او پرمختګ لپاره مهم خدمتونه ورکړي دي.

په چين کې د يووسلو کسانو ګروپ په نامه د هسپانيا د سترې سپورټي خبري رسنۍ مسئول سرګي تورينتس وويل، اوسمهال د اروپايي ټولنې او هسپانيا اقتصادي حالت خوشبين نه دی. د ٢٠١٢ کال تر فبرورۍ پورې په هسپانيا کې د بې کارانو شمېر څلور مليونو او اوو لکو تنو ته او د کورني بوديجې کسر پنځه اعشاريه اته سلنې ته رسيدلی دی. خو له نيکمرغه زموږ ګروپ د اروپايي پورونو بحران له رامنځته کېدو مخکې په ٢٠٠٣ کال کې د چيني بازار مهم ارزښت پېژندلی او ننوتلی و. که څه هم په هغه وخت کې نورو تصديو زموږ ددې پريکړې پوهاوی و نه کړ، خو د اوسني ښه کاروبار له امله تورينتس له خپل غوره والي څخه ډير راضی دی.

(( د اروپا اوسنی حالت ډېر پېچلی دي. خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په ٢٠٠٣ کال کې مو چيني بازار انتخباب کړ، په دې وروستو کلونو کې چين تل د پرمختګ چټک سرعت ساتلی دی. اوسمهال د چيني بازار د مهم ارزښت له امله زموږ د کاروبار مهم ټکی له سپورټ څخه عام تګ راتګ او سلاکارۍ ته اړول شوی دی. په تېرو کلونو کې موږ په هسپانيا کې د زياتو لويو ځايي تصديو لپاره د چيني بازار معلومات او د ننوتلو چارې برابرې کړې دي. ))

د اروپايي تصديو بر سيره، ځينو نويو پېدا شويو صنعتي هېوادونو په چيني بازار کې د کاروبار ساحې پراخوالی چټک کړی دی. د برازيل د هوايي صنعت شرکت په ٢٠٠٠ کال کې په بېجينګ کې خپل دفتر پرانيست او تر اوسه پورې يې پر چين يوڅلويښت سوداګريزې الوتکې وپلورلې. د شرکت عمومي مدير ګوان دونګ يوان وويل، ددوي لخوا جوړې شوې سوداګريزې الوتکې په چين کې ښه بازار لری . ده وويل

(( پر چين د برازيل د سوداګريزو الوتګو د خرڅلاو اندازه کال په کال زياتېږي. يوازې په ٢٠١١ کال کې موږ چين ته د ليګاسي ٦٥٠ ډوله څوارلس الوتکې او د لينېج ډوله يوه الوتکه او د ٢٠١٢ کال په پيل کې د لينېج نورې درې الوتکې هم برابرې کړې دي.))

د بازار د نويو اړيتاوو او بدلونونو سره سم، دغه شرکت فکر کوي چې د ليګاسي ٦٥٠ډوله الوتکو د مونتاژ لين د چين هاربين ښار ته انتقال کړي. د سوداګريزو الوتکو د پلورلو په برخه کې د شرکت عمومي مدير ګوان دونګ يوان پر چيني بازار پوره باور لري. هغه وويل چې چين به په راتلونکو لسو کلونو کې شپږ سوه او دېرش سوداګريزې الوتکې واخلي په بله ژبه چين به يووېشت مليارډه امريکايي ډالره ولګوي چې دغه اندازه د نړيوال بازار ديارلس برخه ونيول شی.

چيني بازار ته د ځينو امريکايي او اروپايي تصديو د پاملرنې او پانګونې په پرتله د يوناني تصديو ګامونه نسبتأ ځنډ دی. په چين کې د يونان پخوانی سفير او د اورورا په نامه د تصدۍ عمومي منيجر لونيس سيوفانوپولوس خبريال ته وويل چې په چين کې د کاروباو د پراخوالي په برخه کې يوناني تصدۍ ښيګڼې نلري. هغه وويل،

(( د اروپا په جنوب کې د پرتو هېوادونو په تيره بيا د يونان د سيالۍ توان ضعيف دی چې په اقصاد کې د ستون په توګه صنعت نلري او مشهور سوداګريز مارک هم نلري. په چيني بازار کې د يوناني تصديو په وړاندې عمده ستنونزه د سوداګرۍ د پيل لومړی ګام دی. ))

که څه هم يوناني تصدي د پراخوالي غوره والی نلري خو د اورورا تصدی په چين کې سوداګريز فرصت هم پيدا کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای