CRI Online

چين د جنوبي سمندر په خپله اقتصادي سيمه کې د نفتو او طبيعي ګازو په استخراج پيل وکړ

cri     (GMT+08:00) 2012-05-22 20:45:28

د سمندري نفتو ٩٨١ په نامه د نفتو کيندلو سکو چې د چين لخوا پخپله ډېزاين او جوړ شوی او په ژورو سمندري اوبو کې کارول کېږي، د مې په نهمه نېټه په جنوبي سمندر کې په رسمي توګه په برمه کارۍ پيل وکړ. دا لومړی ځل دی چې يوه چيني تصدۍ پخپله تر ډيرو ژورو اوبو لاندې د نفتو او طبيعي ګازو کشف او استخراج کوي. که څه هم اوسمهال د جنوبي سمندر حالات حساسه او د پام وړ دي، خو د استخراج ځای لا هم د چين په اقتصادي سيمه کې پروت دی چې ټاکل شوې له لويې وچې څخه ٢٠٠ سمندري ميله واټن لری. د سمندري قوانينو د ځينو چيني کاپوهانو په اند، ياده شوې برمه کاری د چين دوستانه او شريفه رويه ښکاروي او د چين د انرژۍ امنيت د تامين، پر نفتي صادراتو د اتکا د کمښت او په جنوبي سمندري سيمه کې د چين د ملي واکمنۍ د معقولې پياوړتيا لپاره ګټوره ده.

نوموړی سکو چې په سمندري چارو کې د الوتکه وړونکې بيړۍ په نامه ياديږي ، ديرش زره ټنه وزن لری او د دريو زرو په ژورو اوبو کې کارول کېږي او تر سمندري تل لاندي لس زره مترو په ژوروالي د ډبرو برمه کولی شی .

د چينګ هوا پوهنتون د حقوقو پوهنځي پروفيسر لي جاو چيا وويل،

((د٩٨١ په نامه د نفتو د برمې سکو کارول نه يوازې اقتصادي بلکې سياسي او ستراتيژيکي ارزښت لري. د جنوبي سمندر زياتره سيمې ډېرې ژورې دي، ياد سکو تر ژورو اوبو لاندې کار کولای شي، نو دغه سکو په جنوبي سمندري سيمه کې د نفتوا و طبيعي ګازو په استخراج کولو کې زموږ يو ستر تخنيکي برياليتوب دی.))

که څه هم په تېرو کلونو کې د جنوبي سمندري سيمې کړکيچونه شديد شوي دي، خو چين تل د توپيرونو د پاتي کېدو په حال کې د ګډ استخراج دريځ غوره کوي، تر څو د دغې سيمې حالات ارام شي. خو ويتنام او فليپين نه يوازې دا چې د چين په ښه رويه نه پوهيږي، بلکې د جنوبي سمندري سيمې د سرچينو په تالا کولو کې بهرنی ځواکونه راجلبوي. اړوندو هېوادونو د جنوبي سمندر په اختلاف لرونکې سيمه کې د نفتو يو زر دری سوه او اتيا نفتي څاګانې کيندلې دي، خو چين حتی يوه هم نده کيندلې .

د ياد حالت سره سم، پروفيسر لي په دې نظر دی چې اړوندو هېوادونو د چين غوښتنې او ادعا ته مثبت ځواب نه دی ورکړی ، نو د چين د برمې لا زيات سکونه بايد په راتلونکی کې په جنوبي سمندري سيمه کې په کار ولوېيږي ان اختلاف لرونکی سيمې ته به هم ور ننوځي. هغه وويل،

((په جنوبي سمندري سيمه کې زموږ حقوق او ګټې مسلم دي چې د خپلو ځمکو او ټاپوګانو د استعمال او استخراج حقوق لرو. موږ هيله لرو چې نه يوازې د ٩٨١ په نامه بلکې د برمې لا زيات سکونه لازمو سمندري قلمرو ته ولېږو، تر څو زموږ لخوا ادعا شوي حقه حقوق او ګټې تامين شي.))

جنوبي سمندر د نفتو او طبيعي ګازو د غنی زيرمې له امله د دوهم فارس خليج په توګه بلل کيږي. ٧٠ سلنه نفت او طبيعي ګاز تر ډېرو ژورو اوبو لاندی زيرمه دي. له دې مخکې په دغه سيمه کې د چين له خوا استخراج کم و.د ډيپلوماتيکو چارو پوهنځي د نړيوالو قوانينو پروفيسرې مېرمن ګونګ ينګ چون وويل چې اوسمهال د چين چټک اقتصادي پرمختګ ګڼ شمېر انرژۍ ته اړتيا لري چې نيمه برخه يې پر صادراتو اتکا کوي. يقين دی چې د نوموړي سکو د په کار لوېدو له امله د چين د نفتو د توليدي اندازې کمبود ټيټ شي.

(( که موږ په جنوبي سمندري سيمه کې په ازاده توګه د نفتو او طبيعي ګازو استخراج کولای شو، د انرژۍ کمبود او د انرژۍ د انتقال او سمندري امنيت مسئلې ښايي تر ډېرې اندازې حل شي. په تيره بيا چين د منځنې ختيځ او سوډان په شمول له هېوادونو څخه نفت واردوي، که مالاکا او هرموس تنګي له خطرونو سره مخامخ وي، له جنوبي سمندري سيمې څخه توليدونکي نفت به ستر رول په دې برخه کې ولوبوي.))

مېرمن ګونګ په دې نظر کې ده چې هغه حالت بايد دوام و نه کړي چې د چين شاوخوا هېوادونه په خپله خوښه د جنوبي سمندر په اختلاف لرونکې سيمې کې سرچينې ويشی. د توپيرونو د پاتي کېدو په حال کې ګډ استخراج د اوسنی مسئلې د حلولو يوازينۍ لار نه ده، پخپله استخراج ښايي په راتلونکي کې د چين يو واقعي غوره والی وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای