CRI Online

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا

cri     (GMT+08:00) 2012-06-02 20:57:27

د ميلاد نه مخکې له ٢٠٢ کال څخه تر ٩ کال پورې د چين د هان امپراطور وو دي خپل استازی جانګ چيان لويديځ ته ولېږه او د ورېسمو يوه ځمکنې لاره يې پرانستله چې د چين د شي ان په پيل د ګان سو او شينجيانګ له لارې منځنې اسيا او لويديځې اسيا او د مديترانې سمندر په غاړه پرتو هېوادونو ته وغځېده . د ١٩مې پېړۍ په پای کې د المان پوه شيټهوفن دغه لاره د ورېښمو لاره ونوموله.

د ٢٠١٢ کال لپاره د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو د ښاروالو درې ورځنۍغونډه د مې په ٢٨مه نېټه ددې لارې په پيل شي ان ښار کې پرانيستل شوه چې ١٢ هېوادونو د ٢٠ ښارونو ښاروالو پکې ګډون او د همکارۍ د پياوړتيا او ګډ پرمختګ په هکله يې بحث وکړ. دا د ورېښمو په لاره کې د پرتو ښارونو ترمنځ لومړۍ غونډه ده چې اصلي موضوع يې د نسل پر نسل دوستی او د سمسورتيا لپاره ګډه هڅه ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سکرټريت سرمنشي مرستيال کوناروفسکي وويل، په اوسنی نړيوال حالت کې د ورېښمو لارې په شان پل ډېر مهم دی.

(( باور لرم چې په دغه غونډه کې به زيات برياليتوبونه تر لاسه شي. ځکه چې اوسمهال د نړيوال کيدو او د نړۍ د څو قطبي کېدو تمايل ښکاريږي او د بېلا بېلاو هېوادونو د ښارونو ترمنځ اړيکې او همکاری نژدې کيږي. شونتيا نشته چې دوه هېوادونه يوازی سره کلتوري اړيکې لري ، خپلمنځی اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ نلري. زه د شانګهای د همکارۍ سازمان د بېلا بېلو هېوادونو په استازيتوب دغې غونډې ته مبارکی او ستاينه وايم.))

د ترکيې د ګزيانتيپ ښار د کلتوري او ټولنيزو چارو ادارې مشرې سيما مرنګوز خبريال ته خپله نيکه هيله څرګنده کړه.

(( موږ هيله من يو چې غونډه بريالۍشی. زموږ ښار په دې نسبت وياړي چې د ورېښمو د لرغونې لارې په غاړه پروت دی او زياتې کلتوري ډلې لري او د کولتوري اًثارو د ساتلو لپاره يې زياتې هڅې کړې دي . نو موږ د ورېښمو لارې ته په درنه سترګه ګورو. د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو ډلو د جوړونې په اړه موږ زړه له کومې خوښ يو، ځکه اړونده ښارونه د دغو ډلو له لارې خپلمنځی سوداګريزې او سيلانيزې همکاري پياوړې کولای شي. ))

د هند د نوی ډيلي پارلماني غړې راجني عبي چې هغه د نوی ډيلي پخوانې ښارواله هم وه، خبريال ته وويل،

((دغه غونډه د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو ترمنځ د همکارۍ او پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري او خپلمنځی تفاهم پياوړی کولای شي. که موږ د سيلانيزو چارو د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړو، هرومرو به لا زيات لاسته راوړنې تر لاسه کړو )) چين او هند مشابه کولتوري سرچينې لری او د پرمختګ په بهير کې له مشابه ستونزو سره مخامخ دي ، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې همکاری لازمه ده . زه نه يوازی په چين کې دا احساسوم چې چينايان ميلمه پال وګړي دي ، بلکې په هند کې مې هم د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ژور راکړی ورکړی لېدلی دي ږ د دې غونډی په جوړېدو سره به هرومرو د چين او هند ترمنځ همکاری نوره هم نژدې شی.

د ګان سو ولايت د تيان شيوي ښاروال مرستيال ګوچي ژو د روانې غونډې د يادونې په وخت کې وويل

((د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه ددې غونډې جوړونې ته ډيره تمه لری او هر ښار د غاړې په اميل کې د يوې ځلاندې مرغلرې غوندی دی ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای