CRI Online

په ټيټه بيه د چيني کارکوونکو د استخدام موده ښايي پای ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2012-07-13 22:35:47

د فو شه کانګ د فابريکې کارکونکي کار کوي

فو شه کانګ په نړۍ کې د اومو تجهيزاتو د توليدولو لومړۍ لويه تصدۍ ده. د خبر له مخې، نوموړې تصدۍ به د راتلونکي کال په پای کې د چين د سترې برخې د کارکوونکو عايدات د اوسنۍ سويې په نسبت يو چند زيات کړي. دغه راز د چين په ستره برخه کې د فو شه کانګ کارکوونکو مياشتنی معاش به ٤ زره او ٤ سوه يوانو ته ورسيږي. د کارپوهانو په اند د فو شه کانګ د دغې پريکړې له امله د چين په توليدي صنايعو کې د دومينو تيوري رامنځته شي چې د فابريکو او تصديو د کارکوونکو معاش به په عامه توګه لوړ شي، په بله ژبه په ټيټه بيه د چيني کارکوونکو د استخدام موده ښايي پای ته ورسيږي.

د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٠ کال راهيسې فو شه کانګ دری ځله د خپلو کارکوونکو د معاش بنسټيزه سويه لوړه کړې ده. د سږ کال تر فبرورۍ پورې د چين په ستره برخه کې د فو شي کانګ فابريکو د کارکوونکو مياشتنی معاش له ١زر او ٨ سوه يوانو څخه ٢ زره او ٢ سوه يوانو ته زيات شوی دی. له دريو کالونو مخکې د دوی مياشتنی معاش يوازې ٩ سوه يوانه وو.

د فو چه کانګ ګروپ مشر ګو تای مينګ په شانګهای کې ژمنه وکړه چې د کارکوونکو عايدات او ګټې به يو ځل بيا زياتې شي. هغه وويل:

((زموږ کارکوونکي به لا زياتې ګټې تر لاسه کړي که نه ؟ هو YES ! موږ په دې هڅه کې يو چې په چين کې د عصري او نويو تخنيکونو صنايعو ته پرمختګونه ورکړو او د کارکوونکو معاش امريکايي کارکوونکو ته نژدې کړو. ))

هغه زياته کړه چې د راتلونکي کار تر اګست پورې به د چين په ستره برخه کې د فو شه کانګ د عامو کارکوونکو معاش يو چند زيات شي يعنې ٤ زره او ٤ سوه يوانو ته لوړ شي.

ياده ژمنه پوره کيدای شي که نه، د دغه ډول څرګندونې له امله د چين په صنعتي برخه کې مسلسل انعکاس رامنځته کړی دی. د چين د عصري نړيوالو اړيکو اکاډمۍ په اړه د نړيوال اقتصاد د څيړونکې څانګې مشرې چن فنګ ينګ وويل:

(( موږ کتلي چې ٢ کاله مخکې فو شه کانګ د خپلو کارکوونکو معاشونه لوړ کړي او ورپسې زموږ تصديو ورته ګام پور ته کړی دی، نو د فو شه کانګ دغه عمل د چين د سترې برخې تصديو لپاره يو ډول فشار دی. په تېرو ٢ کلونو کې د چين په ستره برخه کې په ملي، شخصي او بهرنيو تصديو کې د کارکوونکو عايدات زيات شوي دي، ډېر ښه. په اوسنۍ موده کې فه شه کانګ او نورو نړيوالو سازمانونو دا منلې چې د چيني کارکوونکو استخدام ارزانه نه دی.))

خو له بلې خوا، د جه جيانګ په يي وو کې د شين ګوانګ ګروپ مشر جو شاو ګوانګ په دې هکله شکايت لري. شنګ ګوانګ ګروپ يو هغه تصدۍ لري چې په چين کې د زيوراتو د توليدولو له لويو اډو څخه يو ده. د ٢٠٠٩ کال په پرتله د تصدۍ د کارکوونکو معاش يو چند زيات شوی دی. جو شاو ګوانګ وويل، د نړيوال اقتصاد په اوسني سخت حالت کې چيني صنايع له زياتو ستونزو سره مخامخ دي، که د کارکوونکو معاش په چنده زيات شي، د چيني تصديو پر غاړه بارونه به لا درانده شي او تصدۍ ښايي په افلاس کې ولويږي.

(( د هر کال په پيل کې زموږ د کارکوونکو معاش زياتيږي، خو اوسمهال د تصديو ګټې کميږي، د دوی د معاش لا زياتوالي د تصديو د ژوند لپاره ګټورې نه دي. د توليداتو بيه ټيټيږي، تصدۍ څه ډول ژوندۍ پاتي شي؟ ))

فو شه کانګ د چين په ستره برخه کې له يو مليونه نه زيات کارکوونکي لري، که د هر تن مياشتي معاش ٢ زره او ٢ سوه يوانه زيات شي، نو فو شه کانګ به هره مياشت لا نور ٢ مليارډه او ٢ سوه مليونه يوانه يوانه ولګوي.خو د سږ کال په لومړۍ څلورمه کې فو شه کانګ د ګټه اخيستلو انډول يوازې صفر اعشاريه نه سلنه دی.

چنګ فنګ ينګ دې ته اشاره وکړه چې د چيني کارکوونکو د ارزان استخدام موده ښايي پای ته ورسيږي. په راتلونکي کې به په نړيواله سيالۍ کې چيني صنايع پر ارزانو کارکوونکو اتکا ونه کړي، بلکې پر لوړ توليدي کيفيت او نوښتونو اتکا به وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای