CRI Online

د چينايانو د خوښيو کچه

cri     (GMT+08:00) 2012-07-13 22:37:17

که د کورني توليد عمومي ارزښت او ملي توليدي ارزښت د يو هېواد د شتمنۍ اندازې معيار په توګه وګڼل شي، نو د وګړيو د نيکمرغۍ انډول بايد د خلکو د خوښيو کچې معيار وبلل شي. خو د عايداتو واټن د پراخوالي سره سره د چينايانو د سعادتمندۍ احساسات ټيټيږي، يا په بل عبارت د خوښيو احساس يې هومره نه دی لکه چې بايد وای.

د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٠ کال کې چين د جاپان پر ځای په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادي ډلې په توګه وګرځيد او کلني محصولات يې له لس زره مليارډو يوانو څخه زيات وو. خو د دې تر څنګ د چينايانو نيکمرغۍ خوښۍ احساسات د ملي شتمنيو له زياتوالي سره هغومره لوړ نه شول. زيات کار پوهان په دې نظر دي چې د خلکو ترمنځ د شتمنيو د نابرابرۍ له امله رامنځته شوې ټولنيزې مسئلې هغه څه دي چې د خلکو خوښي لږوي. يانګ جن پينګ چې تازه د پوهنتون څخه فارغ شوی وروسته يې په کار پيل کړی، د کارپوهانو يادې څرګندونې سره موافق دی. هغه وويل:

(( زما په اند د بېلا بېلو ساحو د وګړيو ترمنځ د عايداتو توپير لوی دی. د بېلګې په توګه، زما يو ټولګيوال چې په ملي بانک کې کار کوي، تېر کال څه باندې دوه لکه يوانه او زيات نور محصولات تر لاسه کړل. زما يو بل همصنفی د IT په تصدۍ کې کار کوي، تېر کال د ده عايدات هم ډېر لوړ وو چې معاش يې د لس زره او اته زره يوانه شا وخوا کې وو. دا چې د فارغېدو له دريو يا پنځو کلونو وروسته د يو ټولګي د همصنفيانو ترمنځ د عايداتو واټن ښايي پنځو يا شپږو چندو ته ورسيږي، زموږ له پخواني اټکل څخه وتلې خبره ده. ))

ولې خلک همېشه د دې احساس لري چې ژوند يې نيکمرغه نه دی؟ د چين مشهور ټلويزيوني وياند څوی يونګ يوان د يادې مسئلې په هکله وويل، د ده اوسنی عايدات په رښتينې توګه د پخواني عايداتو په نسبت يې لوړ شوي دي، خو هغه احساس لري چې اوسنی ژوند د پخواني ژوند په نسبت ښه نه دی. ځکه چې د عايداتو زياتوالی د شيانو د بيو له لوړوالي سره ورته ګامونه نلري، نو عام وګړي د پيسو په برخه کې خوښي او قناعت نه شي احساسولای.

که څه هم د عايداتو لوړه سويه د خوښيو کچې معيار نه دی، خو اقتصادي شرايط د ژوند بنسټ دی. په چين کې د ښارونو او کليو ترمنځ، د بېلا بېلو سيمو ترمنځ او د بېلا بېلو کارونو ترمنځ د عايداتو توپيرونه موجود دي.

(( ولې د شيانو بيو لوړوالی دومره چټک دی! هيله لرو چې زموږ عايدات هم په چټکۍ سره زيات شي، که نه موږ لا کم شيان اخيستلای شو. ))

(( فکر کوم چې په هره ساحه کې ځينې کسان له خپل ژوند نه راضي نه دي، ځکه چې دوی له خپل کار سره مينه نلري. زما په اند د حکومتي څانګو کارکوونکو د خوښيو کچه ډېره لوړه ده. ))

(( زما په اند د ډاکټرانو او ښوونکيو د خوښيو کچه تر ټولو لوړه ده، ځکه چې دوی په خپلو کارونو کې له نورو وګړيو سره مرستې کوي. ))

د بېلا بېلو ساحو د کارکوونکو ترمنځ د عايداتو واټن لوی دی، نو موږ بايد د ټولنيزو شتمنيو د وېشلو تګلاره بشپړه کړو. پخوا چين ملي شتمنيو ته د اوسېدونکو شتمنيو په نسبت د لومړيتوب اهميت ورکړ. د چين د اصلاحاتو او پرمختګونو اکاډمۍ مشر چه فو لين په دې نظر دی چې د چين د اقتصادي پرمختګ پخوانۍ لاره بايد بدله شي، د اتباعو شتمنيو ته د لومړيتوب ورکولو له لارې رامنځته شوې مسئلې حلولای شي.

(( ځينې کسان د بېجينګ، شانګهای او ګوانګجو په شان د چين په لويو ښارونوکې له اوسېدلو څخه خوند اخلي، خو زه په يو لوی ښار کې اوسېږم، خو بيا هم د نيکمرغۍ هغسې غښتلی احساس نلرم چې بايد وای. ))

(( د تېرو کلونو په پرتله لا خوښ يم. ځکه چې څو کاله مخکې زه زده کوونکی وم چې په ژوند کې زما بنسټيزې اړتياوې يوازې مې پلار او مور په اوږو وې. خو ډېر خوشحال يم چې اوسمهال پخپله ژوند کوم. ))

(( د ګوې لين او سان يا په شان په کوچنيو ښارونو کې د ژوند ګامونه ورو دي، په دغو ښارونو کې د کارونو فشار کم او ژوند د خوښۍ وړ دی. ))

د پلټنې له مخې، که څه هم د سيالۍ ځواک په نوملړ کې د بېجينګ، شانګهای او ګوانګجو په شمول لوی ښارونه پخواني مقامونه نيسي، خو دغه ښارونه د چين د نيکمرغه ښارونو په نوملړ کې برخه نلري. هغه ښارونه چې پکې د اوسېدونکو ترمنځ د عايداتو توپيرونه لږ دي، په ياد نوملړ کې مخکني مقامونه نيسي. له يوې خوا څپه په څپه پسې د لويو ښارونو په سيالۍ کې ګډون کوي. اصلي سبب دا دی چې د چين ټولنيز پرمختګ برابر نه دی، د لويو ښارونو اوسېدونکي لوړ عايدات اخلي.

څرنګه د خلکو ژوند د بشپړولو او د ټولنيز عدالت د پوره کولو له لارې د خلکو د خوښيو احساسات لوړ شي؟

لومړی، موږ بايد د ټيټ معاش لرونکو کسانو ته د ښوونې لا زيات فرصتونه ورکړو.

کارپوه ليو جه پنګ په دې نظر دی چې ښوونه د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د عايداتو نابرابرۍ د ليرې کولو کلي ده. هغه وويل، د ښوونې عدالت د ټولنيزې برابرۍ بنسټ دی، ټيټ معاش لرونکي کسان د لا ښې ښوونې د تر لاسه کولو له لارې د لوړ معاش کاري فرصتونه پيدا کولای شي.

((دغه مسئله چې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د اوسېدونکو د عايداتو توپيرونه موجود دي، په پوره توګه نه شي حل کيدای. خو موږ د دغه واټن د ټيټولو مسئوليت لرو.))

دوهم، موږ بايد د مالي ميکانيزم د اصلاحاتو له لارې د وطنوالو د عايداتو وېش بشپړ کړو. د ملي پرمختګونو بانک سلاکار ليو که ګو وويل، د ملي اصلاحاتو د چټکولو له لارې بايد د ملي عايداتو وېش بشپړ او د اوسېدونکو ترمنځ د معاشونو واټن نژدې شي.

((وګړي بايد د خپلو عايداتو په اندازه محصول ورکړي. د هغو کسانو محصول بايد کم شي چې د ټولنې په منځنۍ کچه کې پاتې دي. ))

درېيم، موږ بايد د خير ښېګڼې کارونو ته پرمختګونه ورکړو.

د فنګ هوانګ ټلويزيون وياند جنګ هاو وويل، د خير ښيګڼې کارونه د ښارونو او کليو، بېلا بېلو سيمو او بېلا بېلو قومونو ترمنځ د همغږۍ پرمختګ او د بېلا بېلو ټولنيزو کچو ترمنځ د توپيرونو د کموالي لپاره ګټور دي. هغه وويل،

(( د خير ښيګڼې کارونه بايد د ټولنيزو سازمانونو او شخصيتونو پر غاړه وي. لومړی، حکومتي ماليې محدودې دي. دوهم، حکومتي ماليې بايد په کې ولګول شي. نو د ټولنيزو سازمانونو او شخصيتونو خيراتي کارونه د حکومتي عملياتو نيمګړتياوې پوره کوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای