CRI Online

د چين د کميابو خاورو د وارداتو اداري نظام د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2012-07-13 22:33:50

د جون په ٢٧مه نېټه امريکا، اروپايي ټولنې او جاپان د چين د کميابو خاورو، ټنګسټن او موليبدنيوم د وارداتو د اداري تدبيرونه په هکله د WTOپه اړه د توپيرونو ليري کولو اورګان ته د کارپوهانو ډلې د جوړولو غوښتنه وړاندې کړه. د نوموړي کړه وړه پرضد چين يو ځل بيا په واضيحه توګه څرګنده کړه چې د سرچينو او چاپيريال ساتنه او دواملرونکی پرمختګ د چين د کميابو خاورو تګلارې موخه ده، چين نه غواړي چې د تجارتي بنديز په وسيله خپل کورنی صنعت وساتي. کارپوه څرګنده کړه چې د کميابو خاورو د وارداتي اندازې د محدوديت نظام د WTO له اصولو سره سمون لري.

د معلوماتو له مخې، WTO به د جولای په ١٠مه نېټه د امريکا، اروپا او جاپان د وړاندی شوې غوښتنې په اړه يوه ځانګړۍ غونډه جوړه او اړونده پلټنه، بحث او پريکړه به وکړي.

د چين د انرژۍ شبکې د معلوماتو لومړی مشر هان شياو پينګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل،

(( د WTO د اصولو سره سم، په دغو دوو حالاتو کې کميابې سرچينې ګام په ګام کميږي يا پر چاپيريال باندې منفي اغيزې لري، اجازه شته چې د دغو کميابو سرچينو د وارداتي اندازې د محدودولو غوښتنه وړاندی شي. کميابي خاورې له يادو دوو حالاتو سره سمون لري. ))

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر پدې وروستيو کې د چين د کميابو خاورو حالت او تګلارې سپين کتاب خپور کړ. د دغه کتاب له مخې، چين يوازې د نړۍ ٢٣ سلنه کميابې خاورې لري، خو د نړيوال بازار له ٩٠ سلنې نه زياتې اړتياوې پوره کوي. په چين کې د کميابو خاورو د استخراج، توليد او وارداتو اداره په پوره توګه د سرچينو، چاپيريال او د خلکو د روغتيا ساتلو په غرض ده.

هان شاو پينګ په دی نظر دی چې امريکا، اروپا او جاپان بيا بيا له چين څخه غوښتنه کړې او کوي چې د کميابو خاورو د وارداتو محدوديت او د ګمرکي مالياتو تګلاره ليري کړي، د دوی موخه ډېره ښکاره ده چې غواړي په پر له پسې توګه له چين څخه ارزانې کميابې خاورې واخلي.

(( ځکه چې چين د چاپيريال ساتنې په برخه کې کمزوری دی، نو د دوی په اند په ډېره ارزنه بيه کميابې خاورې ګټولای شي، که د چين بيه د امريکا او نورو هېوادونو بيې ته لوړېږي، دوی به خپلې سرچينې استخراج کړي.))

له يوې خوا، چين د کميابو خاورو په نړيوال بازار کې له حده زياتې اړتياوې پوره کوي يعنی د يوه عمده تهيه کوونکي په توګه رول لوبوي، له بلې خوا، امريکا او کاناډا د کميابو خاورو ستره زيرمه لري او د جاپان په نژدې سمندري سيمه کې د کميابو خاورو لويه زيرمه هم پيدا شوې ده. هان شاو پينګ وويل،

(( د بحث وړ لومړۍ مسئله دا ده چې ولی نور هېوادونه د خپل هېواد کميابې خاورې استخراج نه کوي، نه دا چې په نړيوال بازار کې د چين د پر له پسې تهيې په باب مباحثه ده. حتی په WTO کې چين لا هم پر دغه اصل ټينګارکوي او کېدای شی چې موږ له حده د کميابوخاورو د ايستنې او چاپېريال ته د دغه استخراج د زيانونو د بندولو لپاره ډول ډول کورني قوانين جوړ کړو .))

کارپوه دې ته اشاره وکړه: دا چې امريکا، اروپا او جاپان يو ځل بيا پر چين باندې فشار راوړی، د چين د کميابو خاورو صنعت ته د خطر زنګ ووهل شو. هان شاو پينګ وويل،

(( زما په اند حکومت بايد لومړی دغه مسئوليت پر غاړه واخلي، په تيره بيا بايد پر ځينو تصديو باندې کلک تدبيرونه ونيسي. اوس د کميابو خاورو واردولو تصدۍ زياتې دي، يوازی دا چې دغه ډول سرچينې د کمو تصديو په لاس کی وي، د سرچينو استخراج په اغيزمنه توګه کنټرول شي او زموږ چاپيريال ښه وساتل شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای