CRI Online

د قاراماي نفتي سيمې د معلوماتي کيدو بهير

cri     (GMT+08:00) 2012-08-31 15:36:31

د قاراماي نفتي سيمه چې د چين د شينجيانګ په شمال لويديځ کې پرته ده، په ١٩٥٥ کال کې په کار ولوېده. د تېرې نيمې پېړۍ راهيسې له دغې سيمې څخه څه باندې ٢ سوه مليونه ټنه نفت توليد شوي دي او په ٢٠١١ کال کې لس مليونه او نوی لکه ټنه اوم نفت او دری مليارډه او اوه سوه مليونه مکعب متره طبيعي ګاز توليد شو. ولی په قاراماي نفتي سيمه کې اوس لا هم د نفتو او ګازو لوړه توليدي اندازه ساتل کېږي؟

د قاراماي نفتي سيمه يو زر مرجع متره مساحت لری او شاوخوا يې تش سپيره ډاګونه دي. د نفتو د توليدي اندازې د لوړېدو سره سره، د توليدي چارو د ادارې اړونده کارونه ډير زياتيږي او پخوايي کاري سيستم لوړ انساني او مالي مصارفو ته اړتيا درلوده چې له دې امله د نفتي سيمې مسئولينو ددې سيستم د ډجيټل يعنی عددي کېدو پريکړه وکړه. تر ٢٠٠٨ کال پورې دغه موخه پوره شوې چې د کمپيوټر په وسيله د توليد معلومات راغونډيږي، زيرمه کيږي او استعماليږي چې په نتيجه کې کاري موثريت يې تر پخوا ډېر لوړ شوی دی. د شينجيانګ د نفتي سيمې د شمېرو او ارقامو شرکت منيجر زنګ ينګ وويل،

(( پخوا د مياشتنی راپور د جوړولو په وخت کې د شمېرنو او ارقامو د راغونډونې ، سمونې ، حساب او تحليل په ګډون کارونه لسګونه کارکوونکو او يو يا دوه اوونيو ته اړتيا درلوده. خو د ډجيتال سيسټم له جوړېدو وروسته نوموړی بهير يوازی دوو ساعتونو ته اړيتا لري چې موثريت يې څه باندې لس ځله لوړ شوی دی. ))

زنګ ينګ را ته وويل، ځکه چې د نفتو او ګازو زياتره څاګانې د صحرا په خيټه کې پراتې دي چې هلته جغرافيايي او اقليمي شرايط ډېر سخت دي، د معلوماتو اخيستل او ليږل له ستونزو سره مخامخ دي. خو د ډجيټال سيسټم له جوړېدو وروسته دوی د کمپيوټر په وسيله په مستقيمه توګه د توليدي ځای څارنه او لارښوونه کولای شي.

په ٢٠١١ کال کې د قاراماي نفتي سيمې د ادارې د ډجيټال کيدو په هڅه پيل وکړ. د شينجيانګ د نفتي سيمې شرکت د سرمنيجر مرستيال سون شاو ګانګ وويل، دغه شرکت به په راتلونکو پنځو کلونو کې له IBM سره د همکارۍ له لارې د اوسنی ډجيټال سيسټم پر بنسټ لا نور الکترونيکي سيسټم جوړ کړي چې د نفتي سيمې د توليد او راتلونکې ادارې تخنيکي ملاتړ لاس ته راوړي.

د نوموړی پلان سره سم، له پنځو يا لسو کلونو وروسته به د نفتي سيمو د اداره کولو لپاره نوی الکترونيکي سيسټم د نفتي سيمې د راتلونکو بدلونونو اټکل کړی او ادارې به بشپړې کړي شی.

د الکترونيکي سيسټم د ابادولو په بهير کې، په قاراماي کې يو لړ هغه ډول تخنيکونه کارول کېږي چې د خپلواکي پوهې ملکيت حق لري او د نړۍ پرمختللې سويې ته يې رسيدلي او په بريالۍ توګه يې د منځنۍ اسيا په بازارونو کې استعمال شوي دي. د قاراماي ښار د پرمختيا او اصلاحاتو کميټې مرستيال سونګ جون شين خبريال ته وويل، د قاراماي نفتي سيمه توان لري چې د منځنې اسيا د نفتي سيمو حتی د نړۍ نورو نفتي سيمو لپاره سيسټماتيک تخنيکونه ، تجهيزات، د توليداتو خدمتونه او د ادارې لارې چارې برابروي. هغه وويل

(( نړيوالو بازارونو ته د ننوتلو له لارې قاراماي ته پرمختګونه رسول زموږ اصلي موخه ده. زياتو کورنيو تخنيکي ډلې په نورو هېوادونو کې زموږ د تخنيکونو، تجهيزاتو او توليداتو په استعمالولو د نفتد په استخراج او تخنيکي خدمتوند بوختې دي. زموږ لسګونو شرکتونو په منځنې او لويديځې اسيا حتی جنوبي افريقا او امريکا کې د نفتو او ګازو د کشف او استخراج په کارونو کې برخه اخيستې ده. ))

تر اوسه پورې د قاراماي نفتي سيمې له قزاقستان سره يو ګډ نفتي شرکت جوړ کړی او په قارامايي کې د چين او قزاقستان ترمنځ د نفتي نل ليکو د غځولو پروژه يې پيل کړې ده، دغه راز د چين او ترکمنستان ترمنځ د نفتو او ګازو د همکاريزې پروژې په اړه قارامايي سيمه کې پروژه هم بشپړه شوې ده. بر سيره پر دې لا زيات بهرنی نفتي شرکتونه له قاراماي سره همکاری د نژدې مودې د انکشافي موخې په توګه بولي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای