CRI Online

په لندن کې د چين له خوا جوړ شوی بسونه

cri     (GMT+08:00) 2012-09-14 19:59:21

که څه هم د لندن المپيک لوبې پای ته ورسيدلې، خو د زړه وړونکو لوبو انځورونه لا زموږ په ذهن کې پاتي دي، د لوبغاليو نه بهر منظرې هم. د المپيک د جوړېدو په ترڅ کې د چين د ان هوی ولايت له بو جو څخه راغلې نجلۍ جو دونګ دونګ له ښوونکي سره بريټانيا ته ښوونيز سفر کولو.يوه ورځ هغې وليدل چې د دې د سپرلۍ دوه پوړيز سيلانيز بس د چين له خوا جوړ شوی. هغې وويل،

((پر څوکۍ باندې څلور چيني لغتونه زما په سترګو ولګېدل، زه يې دې ته ملتفته کړم چې دغه بس زما په تاټوبی ان هوی کې جوړ شوی. ))

دغه ډول بسونه چې د ان هوی د ان کای د مسافروړونکو بسونو د يوې تصدۍ له خوا جوړيږي، د المپيک له پيل مخکې د لندن په عمده سيلانيزو لارو کې په کار لوېدلې وو. په دغه ډول بسونو کې تم غوښتونکی تڼۍ، د نړيوالو سيلانيانو لپاره د اتو ژبو ژباړلو غوږۍ او د معيوبينو لپاره ځانګړۍ څوکۍ د پورته کښته کولو تخته سمبال شوې دي .

واقعا لومړی دوه پوړيز بس په ١٩٥٤ کال په لندن کې په کار ولويد . دوه پوړيز بس د بريټانوي کلتور يوه مهمه نښه بلل کيږي. د لندنيانو په خوله کې سور رنګ دوه پوړيز بس د سړک د خاوند په توګه ياديږي

په لندن کې د چيني اوسيدونکو د ټولنې مشر ښاغلي دنګ له سپرلۍ وروسته دغه بس ډير وستايه او و يې ويل

(( دغه بس ډېر راحت دی. زما له اټکل څخه وتلی خبره دا ده چې د چين لخوا جوړ شوی بسونه دومره ښه دي. ډېر خوشاله او وياړ يم چې زموږ دغه لوي بس د لندن په لاره ګرځي. ))

نه يوازی چينايان، بلکې د لندن ښاريان دغه ډول بسونه خوښوي.

(( زما په اند د دې بس په وسيله سفر کول ډېر راحت دي، سيلانيز بسونه په لندن کې د سيل تر ټولو ښه لاره ده. ))

ميکل ګېتس يو تجربه لرونکی بس چلوونکی دی او چيني بس يې ډېر وستايه.

(( د بسونو په شرکت کې د څلورېښتو کلونو تجربه لرم او ډول ډول بسونه مې چلولي دي، زما په تجربې د ان کای بس تر ټولو ښه بس دی . . ))

په ١٩٩٣ کال کې د ان کای تصدۍ له جرمني څخه د بس جوړولو تخنيکونه واخيستل او ورپسې يې په توليدولو کې اړونده تخنيکونه بشپړ کړل، دغه راز په ٢٠٠٨ کال کې يې د نوښت انحصاري حق تر لاسه کړ. په عين وخت کې د ان کای تصدۍ د دوه پوړيزو بسونو د څيړلو او پلورلو غنی تجربې راټولې کړې دي. له ٢٠٠٧ کال څخه تر اوسه ددې تصدۍ له خوا جوړ شوی دغه ډول سيلانيز بسونه عربي متحده اماراتو، امريکا، جنوبي افريقا او استراليا ته صادر او د ګڼ شمير چلوونکو او مسافرينو لخوا وستايل شول.

په ٢٠١١ کال کې ان کای تصدۍ د بريټانيا د بسونو له شرکت سره په لندن کې د چيني بسونو د کارولو په خبرو اترو پيل وکړ او له لنډو پنځو مياشتو وروسته يې په بريالۍ توګه د بس د ډيزاين، توليد او تصديق په شمول کارونه ترسره کړل چې په پايله کې يې د ياد شرکت سره يو تړون لاسليک کړ . د ان کای تصدۍ د سر منيجر مرستيال وانګ شيان فنګ وويل،

((زموږ د دي نمونوي بس د څارنې او ازموينې نتيجه ددوي ډيره خوښه شوه او په دې اند زموږ لخوا جوړ شوی بس د اروپا له عصري تخنيکي غوښتنو سره سمون لري. ويل کيږي چې د چين لوی ماشينونه او الکترونيکي توليدات په اروپا کې ښه بازار لري. ))

هغه وويل، زموږ موخه دا ده چې د ګردې نړۍ په مشهورو سيلانيزو ښارونو کې د ان کای بسونه کتل کيږي.

د ان کای تصدۍ له نړيوالې همکارۍ څخه برياليتوبونه ګټلي او د همکارۍ په ترڅ کې يې د نړۍ لپاره خدمتونه ترسره کړي او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای