CRI Online

د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ همکاری

cri     (GMT+08:00) 2012-09-27 20:33:03

سږ کال د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. سره له دې چې نړيوال اقتصاد لا هم د ځوړتيا په حال کې دی، خو هم د دواړو خواوو حکومتونه او هم خلک د همکارۍ د راتلونکی په اړه پوره باور لري.

د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ٩مې دورې په نندراتون کې يوه ډله د خبريال د پام وړ ګرځېدلې ده چې دوی د سوداګريزو مالونو په نندارتون کې ګرځېدل خو هيڅ شی يې و نه اخيست، دوی د بېلا بېلو هېوادونو د تګلارو بيانولو په غونډو کې حاضرېدل، خو وينا يې نه کوله. خبريال له دوی سره د خبرو اترو له لارې مالوم شو چې د دوی زياتره د بهرنی تجارت او پانګونې په چارو کې د وتليو تصديو خاوندان دي. ښاغلی ژوان جينګ له دوی څخه يو دی. د ده تصدی چې د چين د يون نان ولايت د هونګ شينګ په نامه د مالونو د ليږد رالېږد تصدی ده، په ٢٠٠٤ کال کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو بازارونو ته ننوتلې ده، تر اوسه په لاوس، کمبوديا، تايلند او ميانمر کې يې فرعي څانګې جوړې کړي دي. ښاغلي ژوان وويل، له دې امله چې د چين او جنوب ختيځې اسيا ترمنځ همکاری ورځ په ورځ پخه شوې ده ، د ده تصدۍ د يوې شخصي تصدۍ په حيث د جنوب ختيځې اسيا په بازار کې خپل ځای نيولی دی، نو هغه سږنی نندارتون ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د بېلا بېلو غړيو هېوادونو پر تګلارو د پوهولو له لارې لا زيات فرصتونه ولټوي. هغه وويل

(( د چين او لاوس ترمنځ د اوسپنيزې لارې د ابادولو پروژه به ژر پيل شي، د چين او ميانمر ترمنځ اوسپنيزه لاره به هم وغځېږي. چين د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره تړونونه لاسليک کړي او يو د بل ستراتيژيکي همکاران بولی، موږ د مالونو ليږد رالېږد له نورو تصديو سره هميشنی تماس ساتو او په ګډه د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو سره سوداګري کوو .))

په ٢٠٠٢ کال کې د چين او نوموړې ټولنې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ چوکاټي تړون لاسليک او د دواړو خواوو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې جوړونه پيل شوه، د ښاغلي ژوان د تصدۍ په شان زياتو تصديو له دې څخه تجارتي فرصتونه پيدا او ګټې تر لاسه کړې دي. په ٢٠١٠ کال کې د ازاې سوداګرۍ سيمې له جوړېدو وروسته د مالونو معاملو د ګمرکي ماليې د لغوه کولو يا کمولو په ګډون تګلارو د دغې سيمې پانګونې او سوداګرۍ ته ګټې رسولي دي.

د تايلند د ربړو ونو يو شرکت په نندارتون کې خپل ځانګړيتوب لرونکی توليدات نندارې ته وړاندې کړل او زياتې پاملرنې يې راجلبې کړې. د دغه شرکت مسؤلې مېرمن جنګ خبريال ته وويل، د چين له زياتو سيمو سره تجارتي تګ راتګ يې کال په کال زياتيږي، دوی غواړي په دغه نندارتونک کې د ګډون له لارې د ګوانګ شي د کور اثاثيو توليدولو بازار ته ننووځي.

د ګوانګ شي د بې بو وان بانک مشر جاو شي جون له جبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د ازادې سوداګرۍ سيمې پرمختګ د سيمه ييز اقتصاد د يووالي بهير ته چټکتيا ورکوي، دا د نړيوال اقتصاد د ځوړتيا په حال کې ارزښت ناکه ده.

((له بحران سره د ګډې مقابلې او ګډ پرمختګ رويه د دغه ډول همکارۍ بنسټ دی، يواړخيزه هيله نه ده. دوی په دې پوهيږي چې يوازی همکاری د ګډې ګټې سبب دی.))

د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د ګډو کوششونو له امله په ٢٠١١ کال کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت ٣٦٢ مليارډه ٨٥٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د ٢٠٠٢ کال په نسبت نژدې شپږ چنده زيات شوی دی. اوس چين د نوموړې ټولنې لپاره لومړی لوی تجارتي همکار دی او د دې ترڅنګ دغه ټولنه د جاپان پر ځای د چين درېيم لوی سوداګريز ملګری دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای