چينا موبېل چې په چين کې د ګرځنده مخابراتو لومړۍ لويه چلوونکۍ تصدی ده، په ٢٠٠٧ کال کې د يوې پاکستاني مخابراتي تصدۍ له اخيستلو وروسته يې د سي ام پاک شرکت جوړ او د زونګ په نامه ځايي سوداګريز مارک ثبت کړ. د تېرو پنځو کلونو راهيسې زونګ دغه مارک په پاکستان کې هر چا ته اشنا نوم شو. د ٢٠١١ کال په اکتوبر کې د پاکستان ولسمشر زرداري د سي ام پاک شرکت ته د ولسمشرۍ جايزه ورکړه.
په نورو هېوادونو کې زياتې چيني تصدۍ په عمده توګه د پروژو د تر سره کولو دندې پر غاړه لری او زياتره تصدۍ به يې د پروژو له پای ته رسيدو وروسته له ميشت ځای څخه ووځي. خو په پاکستان کې د چينا موبېل د فرعي شرکت مشر فان يون جون وويل، چينا موبېل غواړي چې په پاکستان کې دايمي پرمختګ ومومي، نو چينا موبېل بايد د عامو پاکستانيانو لپاره خدمتونه وکړي.
((د پاکستان عام وګړي زموږ مشتريان دي. زموږ په کارکوونکو کې يو سلنه برخه چينايان دي، پاکستان ته د چين د پرمختللي تکنالوژۍ رسول د دوی عمده رول دی. څرنګه چې پاکستاني کارکوونکي له ځايي کولتور ، ژبې او مشتريانو سره د بلدتيا غوره والی لری ، نو دوی د پلان اجرا کولو پوره توان لری. ))
د CMپاک شرکت د سوداګرۍ لومړی مسئول سجيد محمد پاکستان ته د چينا موبېل له ننوتلو مخکې په CMپاک کې کار کړی او د دغه شرکت انکشافي بهير د ده سترګو ثبت کړی ، په تيره بيا د تېر کال راپدېخوا د بازار په نوملړ کې مقام يې ډېر لوړ شوی دی.
د سجيد په اند د نورو نړيوالو تصديو په نسبت چينا موبېل د ځايي کارکوونکو د منلو مناسبه ستراتيژی غوره کړې چې په نتيجه کې يې نو د مشرۍ او ادارې يوه وتلی ډله جوړه کړې ده. دغه راز هر استعدادلرونکی کارکوونکی د ماموريت کچې د لوړېدو فرصت لري . هغه پخپله يوه بېلګه هم ده. ده وويل،
(( په وياړ سره ويلی شم چې د مشرۍ سيسټم د چينا موبېل او نورو نړيوالو تصديو ترمنځ عمده توپير دی. د بېلا بېلو کچو مشران په ټاکلي موده کې د دندې بدلولو له امله بدليږي ، مانا يې دا ده چې که د کومې څانګې مشر د ماموريت کچې لوړه شي او بلې څانګې ته ولېږل شی ، نو کېدای شی چې پاتې دنده به د بل چا لخوا ونيول شي اود مشرۍ توان به يې هم پياوړی شي. دوهم، زموږ په تصدی کې يوازی د رښتينی توان له مخې د يو کارکوونکی د استخدام پريکړه کيږي، نو زموږ تصدی د زحمتکښانو او د نوښتګرو لپاره د خپلو استعدادونو د کارولو ښه ډګر دی. ))
له دې امله چې دغه تصدۍ د عامو وګړيو لپاره د خدمت کولو نظريه غوره او د ځايي خصوصيت سره سم تګلارې پلي کړې دي، د ځايي پاکستانيانو اعتماد يې لاس ته راوړلی دی. پدې هکله د پاکستان د معلوماتو او تکنالوژۍ وزارت د مخابراتو ادارې مشر محمد امير مالک د چينا موبېل ستاينه وکړه او و يې ويل چې چينا موبېل نه يوازې په پاکستان کې ښه کار و بار لري، زياتې ټولنيزې دندې يې هم ترسره کړې دي . هغه وويل،
(( که څه هم پاکستاني بازار ته د چينا موبېل ننوتنه ناوخت ده، خو تر اوسه د دغه هېواد په سلو کې نويو سيمو کې له ١٥ مليونه کسان د چينا موبېل له خدمتونو څخه برخمن دي. چينا موبېل د پاکستانيانو پر ژوند او د پاکستان د مخابراتو پر صنعت ستر اثر کوي. د ټولنيز مسئوليت په برخه کې، چينا موبېل هم د سرمشق رول لوبولی دی، هغه د سوداګريزو ګټو د موندلو تر څنګ، پاکستان او خلکو ته هم ګټې رسولې دي . نه يوازې چينا موبېل، ټولې چيني تصدۍ د پاکستانيانو ډېر ښه دوستان دي. ))
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |