CRI Online

مصارف د چين د اقتصاد د پرمختيا محرکه قوه ده

cri     (GMT+08:00) 2012-12-29 20:25:27
درنو اورېدونکو، سلامونه او نيکې هيلې! د کال په ختميدو سره د چينايانو د شيانو اخيستنه اوج ته رسيږي. په دې حال کې چې د چين د اقتصادي پرمختيا سږنی انډول د تېر کال په نسبت ټيټ ښکاري، خو د وګړيو د لګښتونو زياتوالی لا هم له ټاکلې موخې څخه اوښتی چې دا د اقتصادي پرمختيا عمده ګرځنده ځواک بلل کېږي. د اقتصاد په هکله د چين مرکزي غونډه به ژر جوړه شي څو چې د راتلونکي کال اقتصادي پلان پکې وټاکل شي، د څيړونکو په اند، په راتلونکي کال کې به د مصارفو د ثابت زياتوالي تمايل وساتل شي، خو د عايداتو د وېش نظام به ژر بشپړ او د مصارفو د زياتوالي نوي ټکي به لټول شي.

د شميرونو له مخې يو د يوازيتوب مانا لري او بڼه يې د يو تن د درېدو غوندې ده، نو چيني ځوانان په ټوکه وايي چې هر کال د نومبر ١١مه نېټه د مجردو سړيو فستېوال دی. زياتو سوداګرانو ددې ورځې په کارولو سره د ګټې اخيستلو فرصتونه پيدا کړي دي. هر کال په دغه ورځ د چين په انټرنيټي مغازو کې د مشتريانو د راجلبولو لپاره د شيانو بيې د ټيټولو سيالي روانيږي.

د بېجينګ اوسيدونکی ښاغلي چن د نومبر په ١١مه نېټه د اړتيا وړ ډول ډول ورځني شيان واخيستل چې کيفيت يې ښه او بيې يې ټيټې وې. هغه وويل:

(( په ١١مه نېټه ما څه باندې دوه زره يوانه پيسې ولګولې، ځکه چې په دې ورځ کې د شيانو بيې په زياته اندازه ټيټې وې، ډېر مشتريان راجلب شوي وو. ))

د مجردو کسانو له فستېوال وروسته د چين د بېلا بېلو ځايونو په لويو پلورنځيو يا بازارونو کې د شيانو بيو د ټېټېدو موده پيل کېږي. د بېلګې په توګه د شانګهای په يوه مغازه کې دا شعار لېدل کېده : څوک چې د شيانو اخيستلو لپاره ٩٩ يوانه پيسې لګوي ، ٧٠ يوانه به په اتوماتيک ډول ترې کمېږي. زياتو کسانو د شيانو اخيستلو لپاره په باران کې اوږد صفونه جوړ کړي ول. يوې مېرمنې وويل:

(( ما په ځانګړې توګه د شيانو اخيستلو لپاره له مامور څخه رخصت اخيستی دی. ملګرې مې د شيانو په انتخابولو بوخته ده، زه د پيسو ورکولو په قطار کې انتظار کوم. ))

په دغه مغازه کې يو محصل پنځه ډکې کڅوړې په لاس کې نيولي چې په نيم ساعت کې يې څه دباندي يو زريوانه پيسې لګولي دي. هغه وويل:

(( زه د بوټانو اخيستلو لپاره دلته راغلی يم، خو و مې ليدل چې د شيانو بيې ډېرې ټيټې شوې دي، نو کالي مې هم اخيستي دي. څه نا څه يو زر دوه سوه يوانه پيسې مې لګولي دي. ))

د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې په چين کې د مالونو د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت د تېر کال په پرتله څوارلس اعشاريه يو سلنه زيات شوی دی، د څيړونکو په اند له دې امله د سږ کال په وروستيو دريو مياشتو کې به ښايي ياد انډول لا لوړ شي چې د کال په پای کې به د وګړيو مصارف هم ورسره زياتيږي او د مصارفو د هڅولو تګلاره به په مداومه توګه اغيزمنه کيږي .

د دولتي شورا په اړه د پرمختګ د څيړنيز مرکز د عمومي اقتصاد څانګې مشر يو بين وويل چې، په راتلونکي کال کې به د مصارفو د ثابت زياتوالي تمايل وساتل شي. هغه وويل:

(( لومړی، د ټولنيز تضمين بشپړ نظام بايد جوړ شي، دغه راز وګړي به د راتلونکي په هکله سالم ټاکلی پلان جوړ کړي او د پيسو د لګولو باور به ولري. دوهم، حکومت بايد موثريت ته د پاملرنې ورکولو تر څنګ پر عدالت ټينګار وکړي او د وګړيو ترمنځ د عايداتو توپيرونه دې نور هم کم کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای