CRI Online

د ګردې کرې د ښارونو د ژوند لګښت په نوملړ کې چيني ښارونه مخته شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2012-12-29 20:31:34

د جاپان پلازمينه توکيو

درانو اورېدونکو! د دسمبر په ١٢مه نېټه د ECA Inrternationalپه نامه د معلوماتو مشهورې تصدۍ د ګردې کرې د ښارونو د ژوند لګښت تازه نوملړ خپور کړ چې د نړۍ د څه باندې څلور سوو ښارونو نومونه پکې ليدل کېږي ، د جاپان توکيو تر نورو ټولو ښارونو مخکې دی او په هغو اسيايي ښارونو کې چې د ژوند لګښت يې لوړ دی، يو درېيمه برخه چيني ښارونه دي.

نوموړی تصدی هر کال د ژوند د لګښت په هکله دوه ځله څيړنه تر سره کوي چې هدف يې په ٤٠٠ سيمو کې د نړيوالو تصديو کارکوونکي دي، تر څو د دغو نړيوالو تصديو لپاره د کارکوونکو د معاش د ټاکلو لپاره د مراجعې شمېرنه برابره کړي. د خوراکونو، جامواو ټرافيک په ګډون د ژوند لګښتونه په شمېرنه کې شاملېږي، خو د کور او زده کړې لګښتونه پکې شامل نه دي.

په سږنی نوملړ کې د جاپان دوه ښارونه توکيو او ناګويا په جلا جلا توګه لومړی او دوهم ځای او د ناروي پلازمينه اوسلو درېيم مقام نيسي. د پام وړ ده چې د اقتصادي پرمختګ له امله د اسيايي ښارونو د ژوند لګښت چټک لوړ شوی دی. په دغه نوملړ کې د تېر کال په نسبت بېجينګ له ٣٥م څخه ٢٢ م ته، شانګهای له ٤١م څخه ٢٦م ته او هانګ کانګ له ٥٨ م څخه ٣٢ م ته مخته شوی دی.

د ياد نوملړ د خپرېدو په مطبوعاتي غونډه کې د ECA Inrternational تصدۍ د اسيايي څانګې مسئول ګوان لي ليان وويل،د سږنيو شمېرنو له مخې، په چين کې د ژوند ورځنی لګښت پنځه سلنه زياته شوې ده، دغه راز نړيوالې تصدۍ به په چين کې د خپلو دفترونو د جوړولو لپاره لا احتياطه رويه غوره کړي، نوله اسيايي هېوادونو سره په سيالۍ کې د چين پخوانی اتلوالی ښايي کمزوری شي.

بېجينګ

د دغه نوملړ د جوړېدو د لارې او د عامو وګړيو د ژوند لپاره د مراجعې ارزښت په اړه څيړونکي څاو باو ينګ وويل،

((زما په اند د نوملړ د پلټنې او شمېرنې لاره او نمونه اخيستنه نسبتأسمه ده. ځکه چې د پلټنې شمېرنې له ورځنی ژوند څخه تر لاسه شوې ، په تيره بيا پکې د اړتياوړ ورځنيو شيانو بيې شاملې دي ، نو نتيجه يې له واقعي ژوند څخه لېرې نه ده او د يو ځاي د ژوند بنسټيز لګښت ترې څرګندېږي . خو د يادولو ده چې په نظرغوښتنه کې د لويو تصديو کارکوونکي دي چې دوي زياتره د لوړ عايد لرونکي دي، نو د دې نوملړ شمېرنې د عامو ځايي اوسېدونکو په پرتله د دوی لپاره لا د مراجعې او مقايسې ارزښت لری. نو ويل کېږي چې له دغه نوملړ څخه د يو ښار د عامو اوسېدونکو د ورځنی ژوند لګښتونه په پوره او رښتينۍ توګه نه ښکاريږي. ))

د هغې ادعا په هکله چې وايي د چين د ژوند لګښتونو لوړوالی ښايي په اسيا کې د چين د سيالي ښيګڼه او تفوق کمزوری کړي، ښاغلي څاو وويل،

(( يادې څرګندونې تر يوې اندازې پورې مناسبې دي، ځکه چې که د کارکوونکو په خپل ميشت ښار يا ځاي کې د ژوند لګښتونه ډېری جګ وي، نو شرکتونه يې بايد د دوی ګټې، تنخوا او جايزې دوي ته زياتې کړي. لکه چې چيني متل وايي د اوبو د جګوالي له امله کښتۍ هم لوړېږي . د ژوند لګښتونو لوړوالی د يو شرکت د توليدي سربيې د لوړېدو سبب دی.طبعأ د ژوند لګښتونو لوړتيا د يو ځاي د پانګونې او سيالۍ توان د کمزورتيا مصدر دی ، خو نه يوازی دا چې د ژوند لګښت څيړنه لازمه ده ، بلکې بايد دې ته پام وکړو چې په ټوله نړۍ کې د کاري ځواک لګښت لوړ شوی دی . که څه هم ځينو نړيوالو تصديو خپل فرعي شرکتونه هند او نورو هېوادونو ته نقل کړي دي ، نو زموږ په وړاندی دا د پام وړ بيړنی دنده ده چې زموږ د هېواد اقتصادي جوړښت بايد د بحران د رامنځته کېدو مخکې پر وخت ښه تنظيم شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای