CRI Online

په نړۍ کې د شيانو تر ټولو زيات اخيستونکي چينايان دي

cri     (GMT+08:00) 2013-01-31 09:45:57

د يوې تازه خپره شوې پلټنې له مخې، په نړۍ کې د تجملي شيانو تر ټولو زيات مشتريان چينايان دي چې دوی په نړۍ کې پنځه ويشت سلنه تجملي توکي اخيستونکي بلل شوي دي. په دې تازه پلټنه کې څرګنده شوې ده چې په چين کې د تجملي شيانو د لګښتونو د چټک زياتوالي ترڅنګ هغه ځانګړيتوبونه هم موجود دي چې د مشتريانو عمرونه يې د ځوانيدو په حال کې دي او د دوی په عايداتو کې د تجملي شيانو د اخيستلو اندازه د زياتيدو په حال کې ده. په دې هکله پوهان وايي چې د تجملي شيانو مصرف بايد لا په معقوله لاره او سړه سينه سره وي.

د بېجينګ ښار يو دېرش کلن اوسېدونکی ښاغلی جانګ د کار د اړتياوو له امله کله کله په رسمي فعاليتونو او غونډو کې ګډون کوي، نو د هغه خوښيږي چې په غونډو کې د ګډون پر مهال ښکلې لوکسې جامې يې پر تن وي، نو هر کال هغه ځينې زينتي شيان د دې لپاره اخلي، تر څو د خپلو جامو کچه يې ورسره لوړه شي. هغه په دې هکله وايي:

(( د خپل پولي حالت سره سم هر کال له يو څخه تر دری پورې لوکس شيان اخلم، زياتره يې بوټونه، جامې او د ښکلا سامانونه دي. تجملي توکي د بڼې او کيفيت له نظره د نورو عامو توليداتو په پرتله ښه دي. ))

ښاغلی جن د بهرنيو هېوادونو سيلاني يې هم خوښيږي، نو کله کله بهرنيو هېوادونو ته سفر کوي هم د خپل ځان يا ملګريو لپاره لوکس شيان اخلي. ښاغلي جن له خپلې مېرمنې سره ايټاليا ته د سفر په ترڅ کې يې څو لوکس شيان اخيستي دي.

(( زموږ ملګريو له موږ څخه غوښتنه کړې چې د دوی لپاره د ښه کيفيت تجملي شيان واخلو. البته موږ هم په پلورنځيو کې د بکسونو او بوټونو په شمول د PRADA څرمنې شيان اخيستي دي. زموږ په اند دلته بيې د کورنيو پلورنځيو په پرتله مناسبې او ټيټې دي. ))

د تېرو کلونو راهيسې د ښاغلي جانګ او ښاغلي جن په شان چينايان په دې وختونو کې زيات شوي دي. پان شيو چې د تجملي شيانو د لګښت په ساحه کې کارپوه ده، وويل، د چين اقتصاد د څو کلونو ګړندي پرمختګ په حال کې د تجملي شيانو د لګښتونو ناڅاپي زياتوالی عادي پديده ده.

((د ملي اقتصاد د چټک پرمختګ سره سم د خلکو عايدات زياتيږي، خو د عايداتو نابرابري لا هم موجوده ده. ګڼ شمېر د لوړ عايد لرونکي کسان تجملي شيان اخلي، د هغوی تر اغيزو لاندې معاش اخيستونکي هم غواړي چې دغسې شيان واخلي. برسيره پر دې، د تېرو څو کلونو راهيسې د ژن مين بي تبادلوي ارزښت هم لوړ شوی دی، دغه راز په بهرنيو هېوادونو کې د ژن مين بي يوانو په وسيله د شيانو اخيستلو قدرت پياوړی شوی دی.))

د پلټنې له مخې، د تجملي شيانو د اخيستلو په برخه کې چين خپل يو شمېر ځانګړيتوبونه لري. لومړی، په نړۍ کې په منځنۍ توګه د څلور سلنه شتمنۍ په لګولو سره تجملي توکي اخلي، خو په چين کې دغه اندازه څلوېښت سلنه ده. دوهم، په چين کې د تجملي توکيو نيمه برخه اخيستونکو عمرونه له اتلس کالو څخه تر څلور دېرش کالو پورې دي چې په دغو کسانو کې ځينې يې په رښتينې توګه د دا ډول توکيو د اخيستلو توان نلري، مېرمن سون له دوی څخه يوه ده. مېرمن سون په بېجينګ کې د يوې دولتي تصدۍ کارکوونکې ده او مياشتنی معاش يې يوازې دری زره يوانه دی، د يو مشهور سوداګريزې نښې لرونکي بکس بيه ددې د دوو دريو مياشتني معاشونو سره برابره ده ، خو هغې له دغه ډول مصرف سره عادت کړی دی.

(( زما زيات ملګري د LV ياGUCCI بکسونه لري، د تجملي توکيو د اخيستلو لګښت زما له عايداتو څخه اوه يا اته سلنه برخه نيسي. ))

د کارپوهانو په اند د چين اوسنۍ اقتصادي سويه دومره لوړه نه ده، زيات مشتريان د تجملي مارکونو کلتور پېژندنې سره ښه اشنا نه دي، د دوی مصارف نورو ته د خپلې شتمنۍ د ښودلو مانا لري. چينايان بايد د تجملي شيانو اخيستلو ته لا په هوښيارۍ او مناسبه رويه غوره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای