CRI Online

د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې غړي د اروموچي د نړيوال سوداګريز مرکز د ابادولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-07 18:01:11

د شينجيانګ له قورغاس څخه د قزاقستان تر اتکولي پورې اوسپنيزه لاره

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې کلنۍ غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د غونډې په موده کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د شينجيانګ کميټې غړيو دوو مسئلو ته ډېره توجه کړې چې لومړی، شينجيانګ څرنګه د هېواد د لويديزو سيمو د ورخلاصون له يو لړ ګټورو تګلارو څخه ګټې اخيستلی شي، تر څو د شينجيانګ په لويديزې خوا کې هېوادونو سره يې همکارۍ پياوړې شي. دوهم، اروموچی د چين يو نوی سوداګريز مرکز وګرځي که نه.

د غونډې په موده کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د شينجيانګ کميټې مشر نورلن عبدمنکين څو ځله په خپلو خبرو کې د سرحدي سيمو ورخلاصون او پرمختګ د مهمې مسئلې په توګه ياد کړ.

(( زموږ د هېواد د سرحدي سيمو اقتصادي انکشاف او ورخلاصون بايد د مهمې مسئلې په توګه تر بحث لاندې ونيول شي. که چين غواړي چې د شتمنۍ ټولنې د ابادولو هدف پوره کړي، بايد د سرحدي سيمو اقتصادي انکشاف او ورخلاصون په اجنډا کې ورته ځای ورکړي. ))

شينجيانګ د چين په شمال لويديز کې پروت دی، له اتو هېوادونو سره ګډې پولې لري چې سرحدي کرښه يې پنځه زره او شپږ سوه کيلو متره ده، او اوولس لوی بندرونه لري. خو پخوا د بندرونو د خراب ټرافيک له امله نورو هېوادونو ته د شينجيانګ د مالونو ليږدول له کړکېچ او ستونزو سره مخامخ و.

د تېر کال په پای کې د شينجيانګ له قورغاس څخه د قزاقستان تر اتکولي پورې اوسپنيزه لاره په کار ولوېده. دا د چين او د منځنۍ اسيا، لويديزې اسيا او اروپا هېوادونو ترمنځ دوهمه نړيواله اوسپنيزه لاره ده. په شينجيانګ کې نه يوازې ځمکنی ټرافيک ښه شوی، د اروموچي نړيوال هوايي ډګر نوې نړيوالې هوايي کرښې خلاصې کړې دي. تر اوسه شينجيانګ له ديارلسو هېوادونو او دوويشتو نړيوالو ښارونو سره اوه دېرش نړيوالې هوايي کرښې خلاصې کړې دي. د چين د جنوب هوايي شرکت د شينجيانګ فرعي څانګې يو مسئول جانګ جون وويل،

(( موږ فکر کوو چې له بوداپست، پراګ او کيف سره هوايي کرښې خلاصه کړو.))

د سړکونو، اوسپنيزو لارو او هوايي کرښو د سمسورتيا سره سره د شينجيانګ د تجارتي همکارۍ او نورو هېوادونو ته د مالونو حمل و نقل پرمختګ چټک شوی دی. د چين، اسيا او اروپا ترمنځ د نړيوال نندارتون سرمنشي او د شينجيانګ د نړيوالو نندراتونونو ادارې مشرې لي جينګ د شينجيانګ د جغرافيايي غوره والي په هکله وويل،

(( چيني تصدۍ غواړي چې د نورو هېوادونو بازارونو ته وننوزي، شينجيانګ د دوی لپاره لازمې زمينې برابرولی شي. که دغه اروپايي او اسيايي هېوادونه غواړي په چين کې پانګونې وکړي، شينجيانګ به پکې ورته د پل رول ولوبوي. په نړيوالو همکاريو کې د شينجيانګ رول به لا اغيزمن شي، په تيره بيا د شينجيانګ د اصلاحاتواو ورخلاصون ګامونه چټک دي، شينجيانګ به د سترې برخې د ولايتونو او نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پل وګرزي. ))

د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې غړې او د شينجيانګ د کرنيزو چارو پوهنتون پروفيسرې ابولا وويل،

(( اروموچي د اوږدې مودې لپاره غواړي چې د جغرافيايي غوره والي له لارې يو نړيوال سوداګريز مرکز جوړ شي، نو زما په لايحه کې ياد شوي چې هېواد کيدای شي چې اروموچي ته د مالياتو د کمولو امتيازي تګلارې ورکړي، دا به شينجيانګ ته د ورخلاصون او د اساسي تاسيساتو د ابادۍ په برخو کې زياتې ګټې ورسوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای