CRI Online

په چين کې انترنيټي سوداګري

cri     (GMT+08:00) 2013-03-21 16:50:48

د چين دوې لويې انترنيټي پلورنځي ويبپاڼې: د تاو باو ويبپاڼه او د جينګ دونګ ويبپاڼه

د نومبر يوولسمه نېټه له مهم فېسټېوال سره برابره نه ده، خو د تېر کال د نومبر په يوولسمه نېټه د سوداګريزو شيانو بيو د ټيټوالي د يو فېسټېوال له امله چې د چين د دريو لويو انترنيټي پلورنځيو له خوا جوړ شوي، د انترنيټ له لارې د پلورل شويو موادو عمومي ارزښت نولس مليارډه او يو سل مليونه يوانه وو چې دغه شمېر په ٢٠١١ کال کې د پنځه ويشتو لويو پلورنځيو د خرڅلاو له عمومي ارزښت سره برابر و. دا د انترنيټ د پرمختګ نښه ده، له دې څخه څرګنديږي چې په راتلونکي کې به د انترنيټي سوداګريزو معاملو پرمختګ لا ښه وده وکړي او د انترنيټ په وسيله د شيانو اخيستل به د خلکو په ژوند کې يوه عامه لاره وګرځي.

حتی په چين کې بهرنيانو د انترنيټ په وسيله د شيانو اخيستلو په څپه کې ګډون کړی. بهرنی هاجنل لاسلو او د ده مېرمن او ماشومان په بېجينګ کې اوسيږي، دوی د نومبر په ١١مه نېټه هم په انترنيټ کې هم زيات شيان واخيستل. د هاجنل لپاره د انترنيټ له لارې د شيانو اخيستل ډېر اسان دي. هغه وويل،

(( زما کورنۍ دوو يا دريو کاله په وړاندې د انترنيټ له لارې د شيانو په اخيستلو پيل کړی و، له دې مخکې د چين انټرنيټي سوداګري د اوسمهال په شان دومره رواجه نه وه، زه او مېرمن مې په چيني ژبه نه پوهيږو، په پلورنځيو او مارکيټونو کې له خدمت کوونکو سره خبرې اترې نه شو کولای. خو په انترنيټ کې ماشومان مو د ژباړونکو رول لوبوي. يوازې د انترنيټي پلورنځي په ويبپاڼه کې څو کليدي لغتونه ټايپ شي، له زرګونو توکيو څخه هغه شيان پيدا کيدای شي چې زما له غوښتنو سره سمون لري.))

د اسانتياوو له امله د انترنيټي مشتريانو شمېر زيات شوی دی. تر اوسه په چين کې د انترنيټي مشريانو شمېر يو سل درې نوي مليونو تنو ته رسيدلی چې د امريکا په نسبت اوولس مليونه تنه زيات دی. تر ٢٠١٥ کال پورې په سلو کې ښايي اوه څلوېښت تنه انترنيټ استعمالوونکي د انترنيټ له لارې شيان واخلي، د انترنيټ له لارې معامله ښايي د پرچون خرڅلاو په عمومي ارزښت کې اته سلنه برخه ونيسي.

خو د چټک پرمختګ ترڅنګ انترنيټي معامله نيمګرتياوې او ستونزې هم لري، د بلګې په توګه جعل کاري،انترنيټي جرمونه، د هېکرانو بريدونه، د ځينو سوداګريزو توکيو بد کيفيت او داسې نور. عام مشتريان هيله لري چې د دوو ملي جرګو استازي دغه مسئلې حکومت ته وړاندې کړي.

د ملي ولسي کانګرس استازي لياو ژن بين چې هغه په هو نان کې د چاينا موباېل د فرعي تصدۍ عمومي منيجر هم دی، دې ته اشاره وکړه چې په چين کې انترنيټي سوداګری لا هم د سر په مرحله کې ده، نو له يو لړ ستونزو سره مخامخه ده. د انترنيټي سوداګرۍ د ادارې په هکله يې خپل درې وړانديزونه وکړل.

((لومړی، يايد د يو مرتب او سالم انترنيټي بازار د ابادولو له لارې د انترنيټ استعمالوونکو حقوق او ګټې وساتل شي. دوهم حکومت بايد د انترنيټي سوداګرۍ د پرمختګ د چټکولو لپاره اغيزمن ګامونه پورته کړي. درېيم، د انترنيټي سوداګرۍ جوړه او برابره فضا بايد ټينګه شي. ))

د چين د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ د دوولسم ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په خبري ناسته کې وويلې چې حکومت به د اړوندو قوانينو او معيارونو د بشپړولو او د قانون د پلي کولو په برخو کې هڅې وکړي.

(( د سوداګرۍ د ادارې دوديزه لاره له انترنيټي معاملې سره مناسبت نه لري، سربيه يې لوړه ده، نو موږ بايد د قوانينو د پلي کولو له نويو لارو څخه استفاده وکړو، تر څو سربيه يې ټيټ او اغيزمنتوب يې لوړ شي. برسيره پر دې، د انترنيټي سوداګرۍ د اعتبار سيسټم ابادي بايد چټکه شي.))

انترنيټي سوداګريزه معامله په پټه توکه د خلکو د ژوند او مصرف لاره بدلوي او د ملي اقتصادي پرمختګ په هڅولو کې ستر رول لوبوي. موږ هيله لرو چې په راتلونکي کې به خلک له انترنيټي سوداګرۍ څخه د خوند اخيستلو تر څنګ، حقوق او ګټې به يې د اړوندو قوانينو تر ساتنې لاندې هم وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای