CRI Online

د پاکستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ دوهمې دورې فورم

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 16:38:39

درنو اورېدونکو، سلامونه. پر ځايي وخت د مارچ په ٢٣مه نېټه د پاکستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ د دوهمې دورې فورم په اسلام اباد کې پرانيستل شو چې د دواړو هېوادونو د تصديو،پوهنتونونو او څيړنيزو مرکزونو استازيو پکې ګډون وکړ.

د پوهنتونونو او تصديو ترمنځ د همکارۍ هڅونه د نوموړی فورم هدف دی، او د دې ترڅنګ دغه فورم د چيني او پاکستاني تصديو لپاره د سوداګرۍ، علمي څيړنو او تخنيکي همکارۍ د تګ راتګ يو ډګر هم دی. د پاکستان د جنوبي دواملرونکی پرمختګ کميټې په اړه د معلوماتي تکنالوژۍ انستيتوټ د دغه فورم يو جوړونکی دی، په اسلام اباد کې د انستيتوټ د فرعي څانګې مشر سيد جونايد زاده د صنعتي پرمختګ په بېلګه د پوهنتونونو مهم رول ياد کړ. هغه وويل،

(( پوهنتونونه په يو هېواد کې ډېر مهم رول لوبوي. له ځينو پرمختلليو هېوادونو حتی د چين په شان پرمختيايي هېوادونو څخه پيدا کيدای شي چې پوهنتونو زيات ارزښت لرونکی کارونه تر سره کړي، د ګڼ شمېر مشهورو تصديو تر شا پوهنتونونه د دوی لپاره په علمي څيړنو او تخنيکي نوښتونو بوخت دي. نو غواړم چې د محصلينو لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړم، تر څو ژوند يې ښکلی شي. ))

د دې لپاره چې لا زيات پاکستاني محصلين په چين کې د زده کړې فرصتونه تر لاسه کړي، د بېجينګ د صنايعو پوهنتون په اړه د نړيوالې ښوونې او روزنې مرکز په ځانګري توګه په دغه فورم کې خپله غرفه جوړه کړه. پروفيسرې جاو شو هوا وويل، بيا کاريدونکي انرژي، د اوبو سرچينو ساتنه، معلوماتي او مخباراتي تکنالوژی او بيلوژيکي طب په دغه فورم کې د توجه وړ مسئلې دي، د هغې پوهنتون په يادو ساحو کې زيات مسلکي تخصصونه لري، نو هغه د همکارۍ د خبرو اترو لپاره پاکستان ته وليږل شوه.

(( دغه نندارتون زموږ لپاره يو پل دی، ځکه موږ په پاکستان ډېر پوه نه شوو. اوس مهال د پاکستان پر مخ ښه فرصت موجود دی، د دوی هېواد ودې ته اړتيا لري، د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې ټينګې دي، نو موږ يو له بل سره مرستې کولای او ګډ پرمختګونه موندلی شوو. موږ پاکستاني زده کوونکي او د نړيوال تګ راتګ پروژې لرو، نو پاکستاني زده کوونکي زموږ په پوهنتون او زموږ زده کوونکي په پاکستان کې زده کړه کولای شي. د دوی د پوهنتون مشر ما ته ويلي چې پخپله به په چين کې راسره خبرې اترې وکړي، ما زموږ د پوهنتون په استازيتوب دوی ته بلنه ورکړې ده، تر څو د زده کوونکو ترمنځ تبادلې پيل شي. ))

په دغه فورم کې د چين پر ٣٢ تصديو، پوهنتونونو او علمي اکاډمې بر سيره، څه باندې ٥٠ پاکستاني تصديو، پوهنتونونو او سازمانونو پکې هم ګډون وکړ. د ځينو پاکستانيانو په سترګو دغه فورم نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ صحنه ده، بلکې يو بل ته د خپل کلتور د نندارې فرصت هم دی. د شين وان په نامه د يوې پاکستاني تصدۍ مسئول خالد وويل، له يوې خوا تصدۍ غواړي د دې فورم له لارې خپل شهرت لوړ شي، له بلې خوا دوی غواړي چين له دې فورم څخه د پاکستان ثبات او پرمختګ وګوري.

(( پاکستان يو ډېر ښه هېواد دی. زموږ د خلکو ژوند د ترهګرۍ تر سيوري لاندې نه دی، زموږ ژوند امن او ارام دی. دلته زيات تجارتي فرصتونه شته،. که سترې نړيوالې تصدۍ زموږ هېواد کې پانګونې وکړي، پاکستاني تصدۍ ترې ګټې اخيستی شي. موږ به د پاکستان د لا ښو اقتصادي پرمختګونو لپاره هلې ځلې وکړو. ))

ښاغلي سيد جونايد زاده وويل، د تېر فورم په پرتله د نندارتون ګډونکونکو شمېر، د غرفو شمېر او اغيزې يې زياتې شوې دي، او دغه فورم به د تر لاسه شويو تجربو پر بنسټ بشپړ شي. هيله لري چې په راتلونکي کال کې لا زياتې چيني تصدۍ، پوهنتونونه او علمي اکاډمۍ په فورم کې ګډون وکړي.

 

د پاکستاني تصديو غرفې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای