CRI Online

په چين کې به د طبي نظام د اصلاحاتو ګامونه چټک شي

cri     (GMT+08:00) 2013-05-08 16:43:25
په چين د طبي اصلاحاتو د نوی پړاو د پلي کيدو څلورو کلونو راهيسې په اړوندو برخو کې دوه زره او دوه سوه مليارډه يوانه پيسې اچول، يوه طبي شبکه جوړه شوې چې د ګټه اخيستونکو شمېر يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی، او په ښارونو او کليو کې د بنسټيزو طبي خدمتونو نوی ډګر اباد شوی دی.

تر اوسه پورې د چين په پنځه نوي سلنه ځايونو کې طبي بيمه تطبيق کيږي، خو د ضمانيت سويې يې نابرابرې دي. د يادې مسئلې په هکله، د انساني سرچينو او ټولنيز تضمين وزارت مرستيال هو شاو يي څرګنده کړه چې اوس د ولايت په کچه شپږو سيمو، د ښار په کچه څه باندې دېرشو ځايونو او يو سلو پنځوسو ولسواليو کې ښاريان او کليوال له مساوي طبي بيمې څخه برخمن دي، په راتلونکي کې به د ښارونو او کليو د طبي سرچينو جامع کارونه پياوړی شي.

(( موږ به په ښارونو او کليو کې د طبي بيمې د جامع تطبيق پياوړتيا په برخه کې ګامونه پورته کړو، تر څو د طبي بيمې معقوليت ځواکمن شي او زموږ د طبي بيمې نظام د ښاري کيدو په بهير کې د وګړيو د تګ راتګ له حالت سره سمون ولري. ))

بر سيره پر دې، د دولتي روغتونونو اصلاحات د چين په طبي اصلاحاتو کې يوه ستونزمنه برخه ده. د اوږدې مودې لپاره د قيمتي درملونو خرڅلاو د دولتي روغتونونو د عايداتو عمده سرچينه ده، د دغه ډول نظام بدلون د دولتي روغتونونو د اصلاحاتو کلی ده. د روغتيا وزارت مرستيال ما شاو وې وويل، تر اوسه د پنځوسو ښارونو په څه باندې دوو زرو دولتي روغتونونو کې هغه ډول تګلاره لغوه شوې ده چې ډاکټران له نسخه ليکلو څخه اضافي معاش اخلي. هغه وويل چې په راتلونکي کې به د پيسو د ورکولو لارې اصلاح وهڅول ورشي.

((اوسمهال د روغتونونو او ناروغانو ترمنځ د معلوماتو د نابرابرۍ مسئله شته. د دې مسئلې د حلولو لپاره بايد د پيسو د اخيستلو بېلا بېلې لارې غوره شي. لنډه ده چې بايد د طبي بيمې په وسيله پر طبي سازمانونو باندې د قيوداتو او هڅونو نظام ټينګ شي. د دغه ډول نظام جوړونه به زموږ د اصلاحاتو په بهير کې څرګند برياليتوب تر لاسه شي. ))

د معلوماتو له مخې، د تېرو څلورو کلونو راهيسې د چين په مالي لګښتونو کې د طب او روغتيا د پانګونې انډول له څلور اعشاريه څلور سلنې څخه تر پنځه اعشاريه اوه سلنې ته رسيدلی دی. اوسمهال په چين کې د بيمه اخيستونکو کارکوونکو، ښاري اوسېدونکو او کليوالو شمېر له يو مليارډو درې سوه مليونو تنو نه زيات دی چې د چين په عمومي نفوس کې پنځه نوي سلنه برخه نيسي. خو د انساني سرچينو او ټولنيز تضمين وزارت مرستيال هو شاو يي دې ته اشاره وکړه چې د بيمه اخيستونکو د زياتېدو سره سره، د طبي بيمې صندوق پيمانه پراخيږي او پکې خطرونه هم زياتيږي. هغه وويل،

(( خطرونه له کومو برخو څخه راځی؟ درې برخې. لومړی، د صندوق اداره کوونکي د اعتماد وړ دي که نه، دوی له صندوق څخه پيسې غلا کوي که نه؟ د ادارې او څارنې نظام بشپړ دی که نه؟ د پيسو د ناوړې کارونې او اختلاس پر يده شته که نه؟ دوهم، د طبي خدمتي څانګو او درملتونونو ځيني بد کسان ښايي په ناقانونه د طبي بيمې له صندوق څخه پيسې لاس ته راوړي. درېيم، ښايي د طبي بيمې صندوق د ګټلو لپاره پر طبی سازمانونو فريب کوی. موږ بايد د يادو دريو خطرونو پرضد اړوند ميکانيزم او د څارنې تدبيرونه بشپړ کړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای