CRI Online

د چيني ژبې ښوونه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي سيمې د ابادۍ لپاره لومړی ګام دی

cri     (GMT+08:00) 2013-07-25 18:03:50

د خونجرب بندر

د چين د نړيوالې راډيو محترمو او درنو اورېدونکو! د جولای مياشتې په سر کې د پاکستان صدراعظم نواز شريف چين ته سفر وکړ، د دواړو هېوادونو مشرانو په ګډه وړانديز وکړ چې د پاکستان له ګوادر بندر څخه د چين د شينجيانګ تر کشغر پورې يو اقتصادي سيمې اباد کړي. خونجرب به د دغه ګودر يوازينۍ بندر وګرځي. خونجرب د پاکستان په ختيځ شمال کې د ګيلګيت بلتيستان ايالت کې پروت دی، ګيلګيت بلتيستان ايالت د چين له شينجيانګ سره دايمي او نژدې تجارتي او سيلانيز تګ راتګ لري.ځکه دغه ولايت د چين او پاکستان ترمنځ يوازنی ځمکنی بندر يعنی د خونجرب بندر لري، نو له دې لارې له پاکستان څخه چين ته د تګ راتګ سړک يعنی د قراکورم سړک هرومرو تېريږي. که څه هم په دغه سيمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو برخو تګ راتګ فعال دی، خو د اقتصادي ګودر د ابادۍ اړيتاوې يې پوره کولی نه شی، چې له دې څخه يوه مهمه د ژبې ستونزه ده. په دې هکله د ګيلګيت بلتيستان ايالت لومړی سکرټر محمد موسی خبريال ته وويل چې دغه ايالت د چيني ژبې ښوونې ته ډېره اړتيا لري او د چيني ښوونکو رسېدو ته هرکلی کوي.

(( د قراکورم پوهنتون زموږ په ايالت کې يوازنی پوهنتون دی، موږ هرکلی کوو چې چيني ښوونکي له سياسي لارې دلته د چيني ژبې لوستونه وکړي. ))

د قراکورم پوهنتون مرستيالې نجما نجم وويل چې څو کاله مخکې يې د چيني ژبې د لوستونو د جوړولو لپاره هڅې وکړې ، خو ناکامې شوی. دغه سيمه کې د دواړو هېوادونو په همکارۍ کې پرمختګ شوې دی، خو په دې ځای کې د چيني ژبې تخصص نه دی پرانيستل شوی، تر يوې اندازېد دوې پرمختګ ته خنډونه پراته دي.

هغې وويل،

(( زده کوونکي د چيني ژبې له زده کړې سره ډېره علاقه لري، د صنايعو او سوداګرۍ د څانګې زده کوونکي، د اقتصاد د څانګې زده کوونکي، د ژبو او خبري رسنيو د څانګې زده کوونکي، ټول هيله لري چې د چيني ژبې زده کړه وکړي. چين په نړۍ کې د سوداګرۍ يو لوی هېواد دی، زموږ د محصلينو په اند د چيني ژبې زده کړه د راتلونکې استخدام لپاره ګټوره ده، نو د چيني ژبې د لوست برابرول د پوهنتون د دايمي پرمختګ په پلان کې شامليږي. ))

د قراکورم سړک

د جون په پايله کې د پاکستان د ننګاپربت غره په کمپ کې د ډزو له امله د لسو بهرنيو سيلانيانو په شمول يوولس تنه غره ختونکی ووژل شول. دغه پېښې د دې سيمې پر ودې باندې سختې منفي اغيزې کړې دي. پخوا د زياتو کسانو په نظر شمالي سيمه په پاکستان کې ډېره امنيتي سيمه وه، خو اوس دوی په ځايي امنيتي حالاتو انديښمن دی. په دې هکله ښاغلي محمد موسی وويل،

(( موږ د چين په ښو خبرونو خوښ يو او د بدو خبرونو په غم غمجن يو. په ګيلګيت بلتيستن ايالت کې امنيتي مسئله نشته. د پاکستان د جوړېدو راهيسې او يا د پاکستان او چين ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې زموږ په ايالت کې د يادې پېښې په پرته نورې ورته پېښې نه دي ارمنځته شوې. ))

د قرامکورم پوهنتون مرستيالې نجما نجم په ځانګړۍ توګه د پوهنتون امنيتي حالت او ميشت چاپيريال ياد کړ، تر څو د نورو کسانو انديښنه ليرې کړي او اړوند کسان وهڅوي چې د چيني ژبې د خپرېدو لپاره په ډاډه توګه پاکستان ته راشي. هغې وويل،

(( زموږ په پوهنتون کې ژوند او کار خوندی دی، د ښوونکو لپاره مو هوټل او اړوند خدمتونه برابر کړي دي، او د امنيت ساتلو سيسټم هم بشپړ دی.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای