CRI Online

په تبت کې د شخصي شرکتونو وده او پرمختيا

cri     (GMT+08:00) 2013-08-22 20:36:53

د شرکت خاوند څه ژن جا شي سندره جوړوي

د اصلاح او ورخلاصون د تګلارې تر ژورې اغيزې لاندې د چين د تبت بازاري اقتصاد د ترقۍ او پرمختيا په حال کې دی او تبتي ځوانانو د خپلو کوښښونو او هوښيارۍ په تکيه په دغه بهير کې غښتلي رول لوبولی دی، دوي د خپل ژوند او توليد د شرايطو د ښه والي ترڅنګ د ټولنيز پرمختګ لپاره د پام وړ خدمتونه هم ترسره کړي دي. د دوي د کاروبار ساحې د ټولنې بېلا بېلو برخو ته پراخې شوې او لا زيات ځوانان هڅول شوي چې په سختو سياليو کې برخه واخلي .

(( لومړی اواز )) دغه سندره د جالينپينجيا نومي يوه موسيقي شرکت له خوا جوړه شوی چې خاوند يې څه ژن جاشي نومېږي . جا لينپينجيا په نيپال کې د يو ډول نيک مرغه نوم دی. څه ژن جا شي په تبت کې له هغو لږو ځوانانو څخه يو دی چې د خپل ځواک په اتکا خپله چاره جوړوي.

د خپل موسيقي شرکت د جوړولو په پيل کې هغه له زياتو ستونزو سره مخامخ شو.

(( د دوه زره يوولسم کال د اکتوبر په مياشت کې مې له څو ملګرو سره دغه شرکت جوړ کړ، په دې بهير کې له ډېرو ډېرو ستونزو او تکليفونو سره مخامخ شوو، د بېلګې په توګه د اجازه پاڼې د اخيستلو لپاره مې هيڅ تجربه نه درلوده او تخنيکي نيمګړتيا هم رامنځته شوې وه. ))

خو اوسمهال د ده تر دوامدارو هلو ځلو لاندې شرکت يې د سالمې چلېدنې په حال کې دی چې په شرکت کې ډېر سندرغاړي ساتل شوي او ډيرې خوږې سندرې يې ثبتې کړې دي. څه ژن سان جو يوه سندرغاړې ده چې هغې د مرموز تبت په نوم د يوې سندرې د ويلو له امله هرې کورنۍ ته اشنا نوم شوه. هغې وويل،

(( موږ له دغه شرکت څخه نه جلا کېدوونکی يو. دغه شرکت زما ډېر ښه ورور جاشي له خوا جوړ شوی دی، زما په اند د دې شرکت بنسټيزه بڼه ټينګه شوې ده او بهر ته به لا زيات پرمختګونه ومومي، هيله لرم چې دغه شرکت لا سمسور شی. ))

(( اواز)) جا لينپينجا شرکت زيات مشهور سندرغاړي لري چې خاوند څه ژن جا شي هم ډير شهرت موندلی دی. د ده د شرکت په اړه سندرغاړي تبتي ځوانانو ته ښه معلوم دي. د تېر کال د شوی دون جشن په موده کې د دې شرکت د هغه ډول موسيقي سي ډي د پلورلو مراسم چې په عمده توګه په موټر کې اورېدل کېږي، په لوبلينکا ښار کې تر سره شول ، که څه هم د يو سي ډي بيه پنځوس يوانه و، خو پنځه زره سي ډي ګانې په پوره توګه پلورل شوي، له دې څخه دا څرګنده شوې چې دغه ځوان سندرغاړي ډېر مينوال لري.

د راتلونکي په هکله څه ژن جا شي دا هيله لري

(( هيله لرم چې زما د شرکت مسلکي سويه لوړه شي اود هېواد د نورو ځايونو د موسيقي شرکتونو له سويې سره سمون وخوري، زموږ شرکت لا زيات او غښتلي سندرغاړي ولری او شرکت مو لا لوی برياليتوبونه تر لاسه کړي. ))

اوسمهال په تبت کې لا زيات ځوانان د څه ژن جا شي په شان د خپل قوت په اتکا د خپلو لارو چارو د جوړولو په هڅه کې دي. نن ورځ په تبت کې د جامو دکانونه ، د موټر د ښکلا مرکزونه او د طرحې او ډيزاين شرکتونه يو پر بل جوړيږي لکه چې له پسرلی بارانه وروسته بڼی تېغنې وهي.د راتلونکې پنجشنبې په کړۍ کې به له تاسو سره د تبتي ځوانانو د لارو چارو د جوړولو يوه بله کيسه شريکه کړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای