CRI Online

د چين د برقي شيانو صنعت

cri     (GMT+08:00) 2013-10-01 10:00:25

د شاو تيان ای په مارکه د جامو مينځلو ماشونونو توليدونکې فابريکه

په ١٩٧٨ کال کې د شاو تيان اې په نوم چيني تصدۍ چې د سوداګريزې مارکې بڼه يې د يوې الوتونکې مرغاوې په څېر ده، دغې تصدۍ په لومړی ځل د جامو مينځلو ماشين جوړ کړ. د دېرشو کالونو د پرمختګ څخه وروسته نوموړې تصدۍ په نړۍ کې د جامومينځلو ماشينونو په توليدونکو تصديو کې درېيم مقام ونيوه او له هغو تصديو څخه شمېرل کېږي چې د جامو مينځلو لپاره ډول ډول خپل کاري ماشينونه توليدولی شی، او توليدات يې د امريکا او جاپان په شمول يو سلو دېرشو هېوادونو او سيمو ته صادريږي.

چين د جامو مينځلو ماشين له جوړولوڅخه دوه کاله وروسته د کانګ جيا ګروپ جوړ شو او دغې تصدۍ د رنګه تلويزونونو په جوړولو او څيړلو پيل وکړ. اوسمهال د کانګ جيا ګروپ په اروپا، جنوب ختيځې اسيا او شمالي امريکا کې خپلې توليدتي اډې لري.

د کانګ جيا ګروپ د کون شان ښار فرعي شرکت مرستيال جانګ های نينګ وويل چې د تکنالوژۍ ګړندي پرمختګ او د اړوندو دولتي تګلارو هڅونه د چين د برقي شيانو صنعت د لوړ پرمختګ لپاره کليدي سبب ګرځېدلی.

(( موږ په دغو دوو برخو کې خپلو توليداتو ته پرمختګ ورکوو چې لومړی، د انټرنيت کارولو توان لرونکي تلويزونونه. دوهم، د انټرنيت له لارې د تلويزونونو خرڅلاو. له بلې خوا، په چين کې د انرژۍ د سپمولو په برخه کې د هېواد غوښتنه لوړيږي او اړوندې تګلارې جوړې او پلي شوي دي، دغه راز زموږ هغه توليدات له بازار څخه وتلي دي چې له ټاکلو مقرراتو سره سمون نه خوري.))

خو اوس په نړيوال بازار کې د برقي شيانو سيالي ډېره سخته روانه ده، نو په ٢٠١١ کال کې د کانګ جيا ګروپ د کون شان فرعي شرکت د نړيوالو مشتريانو د اړتياوو د پلټلو لپاره يو څيړنيز مرکز جوړ کړ. د دې مرکز مسئوله ليو شاو فانګ وويل،

(( د بريښنايي توليداتو په بازار کې د بيو جګړه سخته ده، له يوې خوا زيات بهرني مشتريان د توليداتو د بيو په اړه لوړه غوښتنه لري يعنې دوي د ارزانو توليداتو په لور تمايل ښکاره کوي، نو موږ ګڼ شمېر ارزان توليدات لرو. خو له بلې خوا ځيني مشتريان غوښتنې لري چې ښه او عصري تلويزونونه تر لاسه کړي ، موږ دغسي توليدات هم لرو. ))

په وو شي ښار د شياو تيان اې تصدۍ په نندارتون کې په بېلا بېلو پړاونو کې توليد شوي د جامو مينځلو ماشينونه ليدل کيږي. دغه تصدی زيات عصري تخنيکونه او نهه سوه انحصاري حقوق لري.

د شاو تيان ای په مارکه د جامو مينځلو ماشونونه

د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې د شياو تيان اې له خوا توليد شوي د جامومينځلو ماشينونه يو سلو دېرشو هېوادونو او سيمو ته صادر کړي دي. د شياو تيان اې له خوا توليد شوی دجامو مينځلو يو عصري ماشين چې د بريښنا د سپما، خپل ځاني کنټرول او د ميکروبونو د مخنيوي توان لري، د امريکا په بازار کې د هرکلي وړ ګرځېدلی دی. تر اوسه په امريکا کې د شياو تيان اې په مارکه دوه مليونه د جامو مينځلوماشينونه پلورل شوي دي.

په دې هکله د سو نينګ ګروپ چې په چين کې د برقي شيانو د پلورلو يوه ستره تصدي ده، مرستيال سون وې مين وويل چې د چين د برقي ماشينونو توليدي سويه او کيفيت په چټکې سره لوړيږي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د چين سوداګريزې مارکې نړيوالو ته ورپېژندل کيږي.

(( اوسمهال چين په نړۍ کې د کورنيو ماشينونو يوه عمده توليدي اډه ګرځېدلې او د چين له خوا توليد شوي ماشينونه نړيوالو بازارونو ته ننوتلي دي،او هغه ښکارن موجوددي چې د پرمختللو اروپايي هيوادونو، امريکايي هېوادونو، جاپان، جنوبي کوريا په بازارونو کې د چينسوداګريزې مارکې ډېرې کمې ليدل کيږي، خو په جنوب ختيزې اسيا او افريقا کې د چين تجارتي مارکو ځلولې ده. زما په اند د هېواد د دولتي قوت له لوړوالي او بهر ته د چيني تصديو د پانګونې له ژوروالي سره سره،به بهر ته زموږ د برقي شيانو د ننوتلو ګامونه نوره هم چټک شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای