CRI Online

په چين کې د پاکستان بريالی سوداګر نثار محمد

cri     (GMT+08:00) 2013-11-15 14:42:29

د که چياو په نوم علاقه داری

د چين په ختيځ جه جيان ولايت کې د شاو شين ښار تر ادارې لاندی يوه لرغونۍ علاقه داری پرته ده چې که چياو نومېږي او څلويښت مربع کيلومتره پراخوالی لری. نن ورځ دغه کوچنۍ علاقه داری په نړۍ کې د منسوجاتو د راغونډولو او پلورلو اډه ګرځېدلې ده په بله ژبه په نړۍ کې يو پر څلورمه برخه منسوجات په دې علاقه دارۍ کې معامله کېږي او پنځه سوه بهرني سوداګريز نمايندګۍ ميشته دي. د پروګرام په دې کړۍ کې به په دې علاقه دارۍ کې د پاکستاني سوداګرانو د ژوند او کار په هکله مالومات تاسو ته وړاندی کړو.

په که چياو کې د پاکستان ثبت شوي سوداګريز شرکتونه ميشته دي چې دوي په ځانګړي توګه د منځنۍ ، جنوبي ، شمال ختيځې اسيا او د ختيځې اروپا هېوادونو ته د چيني منسوجاتو د صادرولو په چارو لګيا دي او په لارو کوڅو کې دوه درې پاکستاني سوداګريان ليدل کېږي چې ځانګړي جامې يې اغوندي ، د شپې په توره تياره کې د واټ په دواړو غاړو کې د اسلامي خوړو پلورونکي ډيری دي چې زياتره مشتريان يې پاکستانيان دي، دغه راز له مغازو څخه د پاکستاني او هندي موسيقۍ او سندرو غټ غټ اوازونه اورېدل کېږي ته به وي چې دا يو پاکستاني واټ وي.

نثار محمد چې دوه پنځوس کلن دی او لومړی پاکستاني سوداګر دی چې د سوداګرۍ لپاره که چياو ته راغی . په چين کې د سوداګرۍ د يادونې په وخت کې هغه وويل ( اواز١)

زما پلار په هانکانګ کې په نړيوالې سوداګرۍ يعنی د جنوبي اسيا بېلا بېلو هېوادونو ته د چيني توليداتو د صادرولو په چارو بوخت و . زه په ١٩٨٧ کال کې هانکانګ ته تللی او د پلار په ملتيا مې سوداګري کوله ، وروسته شانګهاي او ييوو ته هم تللی او په پاي کې که چياو ته ورغلم.

نثار محمد خبريال ته وويل چې اوسمهال په ييوو کې څلور پنځه زره پاکستاني سوداګران او په که چياو کې نژدې يو نيم زر تنه پاکستانيان شته چې دوي اکثرأ له پښتونخوا څخه راغلي پښتانه دي او که چياو ته يې په چين کې د کوچني پاکستان په نامه ونومول شو.

نثار محمد په چين کې د لومړي پاکستان سوداګر په نامه ياديږي ځکه چې هغه نه يوازی دا چې لومړي ييوو او که چياو ته تللی ،بلکې يو بريالی سوداګر هم دی. اوس دده شرکت هره مياشت له چين څخه له سلو نه زيات کانتينرونه چې ارزښت يې له ديرشو مليونو امريکايي ډالرو څخه زيات دی ، نورو هېوادونو ته ليږي او په هند ، پاکستان او افغانستان کې خپل پرچون پلورونکي لری. د خپل برياليتوب د يادونې په مهال کې ښاغلي نثار محمد وويل ( اواز٢)

په ١٩٨٧ کال کې شانګهاي ته د تازه رسېدو په وخت کې مې په يو هوټل کې يوه کوچنۍ کوټه په کرايه ونيوله چې نمبر يې شپږ يو اته دی. په هغه وخت کې مې پاکستان ته په پخلنځي کې د سامانونو ، د ښکلا توکو او منسوجاتو د صادرولو په چارو لاس پوری کړ او وروسته دغه صدور افغانستان او هند ته خپور شو .

اوس که چياو په نړۍ کې د منسوجاتو د سوداګرۍ لومړی لوی مرکز ګرځېدلی دی. په چين کې د سوداګريزو اسانتياوو د يادولو په هکله ساغلي نثار محمد داسی وويل ( اواز٣)

په چين کې سوداګريزې اسانتياوې برابرې دي ځکه چې د چين ټولنه ارامه او اقتصاد يې سمسور دی ، دا د سوداګرۍ لپاره مناسب شرطونه دي. زما په اند چينايان ميلمه پال وګړي دي او د ګاونډيانو ترمنځ اړېکې هم نژدې دي . زما ماشومان په چيني ښوونځيو کې درس لولي ، هيله ده چې دوي چيني ژبه ښه زده کړي او چيني کولتور ښه وپيژني .

ښاغلي نثار محمد په تېرو شلو کلونو کې په خپلو سترګو د چين ستر تغييرات وليدل او په که چياو کې يې خپل کور هم واخيست. د ښاغلي نثار محمد په اند دا نيکمرغه ژوند دی چې هره ورځ له کاره وروسته له خپلې ښځې او ماشومانو سره د جهيل په غاړه چکر وهي او له چيني ګاونډيانوسره خبرې کوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای