CRI Online

د چين به د مساوي تجارتي چاپيريال د جوړولو لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2013-11-16 00:13:37

د چين د امريکايي تجاراتو ټولنې د اکتوبر په څليرويشتمه نېټه يو رپوټ خپور کړ چې د پلټنې د نتيجې سره سم يوازې د يادې ټولنې اته وېشت سلنه غړي په دې نظر دي چې د چين د پانګونې چاپيريال په تېرو دوولسو مياشتو کې تر يوې اندازې پورې ښه شوی دی. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت وياند شن دان يانګ وويل چې د سوداګرۍ وزارت د دې رپوټ هرکلی کوي او په جدي توګه به دغه رپوټ وڅيړي، تر څو په چين کې د پانګونې چاپيريال بشپړ کړي.

په دوه زره دوولسم کال کې د چين د امريکايي تجاراتو ټولنې له خوا د يو خپور شوی رپوټ سره سم د يادې ټولنې د درې څلويښت سلنې غړيو په اند د چين تجارتي چاپيريال ښه کيږي، خو سږ کال دغه شمېر اته ويشت سلنې ته ټيټ شوی دی. که څه هم يوازې نولس سلنه غړي دا نظر لري چې د چين تجارتي چاپيريال خراب کيږي، خو يو بل نظر شتون لري چې د بازار د ورخلاصون په بهير کې د چين ګامونه ځنډ شوي دي. په دوه زره يوولسم کال کې د وضع شوی بنديز سره سم په چين کې بهرنې تصدۍ د بکسونو ليږلو او د بيلوژيکي تخنيکونو د څيړلو په برخو کې په کاروبار لاس پورې نه شی کولای، د چين د امريکايي تجاراتو ټولنې له دې بنديز څخه نارضايت ښکاره کړ.

د سوداګرۍ وزارت وياند شن دان يانګ وويل چې چين ياد رپوټ ته پام اړولی دی او په رپوټ کې به ځيني مناسب وړانديزونه وڅيړي. هغه وويل،

(( د چين حکومت د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د صنايعو شکل د سمښت اړتياوو سره سم څو ځله د شفافيت او ورخلاصون پر اصولو ((د بهرنيو سوداګرو لپاره د پانګونې او صنعت لارښوونکی ليست )) بشپړ کړی دی، تر څو د بهرنيو سوداګرو پر پانګونې بنديزونه کم شي.))

ښاغلي شن دان يانګ وويل چې د سوداګرۍ وزارت په نږدې موده کې د بهرنيو سوداګرو لپاره د پانګونې چاپيريال د ښه والي لپاره زياتې هڅې کړې دي، د بېلګې په توګه د بهرنيو سوداګرۍ پانګونې ته د اجازې ورکولو بهير ساده او موثريت يې لوړ کړی دی. د شانګهای د ازادې سوداګرۍ په جوړه شوې ازموينه سيمه کې د بهرنيو سوداګرو لپاره د پانګونې ساحو د پراخولو او د ادارې د نويو لارو د موندلو په برخو کې يو لړ د هرکلي وړ تدبيرونه خپرې شوې دي. ښاغلي شن وويل،

(( په عمده توګه د بېلا بېلو هېوادونو پانګه اچوونکي د چين په اړه باور لري. د م م د سوداګريز پرمختګ ټولنې د څيړنې له مخې، چين تر دوه زره دوولسم کال څخه تر دوه زره څوارلسم کال پورې د نړيوالو پانګه اچوونکو لپاره لومړی انتخاب دی. ))

په نږدې مودې کې د Samsung,Apple,Starbucks په شمول څو بهرنې تصدۍ په جلا جلا توګه د خدمتونو د کيفيت او لوړو بيو له امله د چيني خبري رسنيو په خپرې شويو خبرونو کې وغندل شوې دي، د ځينو بهرنيو رسنيو په اند چين په عمدي توګه د بهرنيو تصديو په مقابل دغه ګامونه پورته کړل. ښاغلي شن دان يانګ وويل چې چيني رسنيو د خپلو ټولنيزو دندو د پلي کولو په موخه ياد خبرونه خپرې کړي، له بهرنيو تصديو سره د مقابلې معنا نلري.هغه وويل

(( زموږ په اند دغو خبرونو ته دې په بې طرفه او عقلي سترګه وکتل شي. قوانين اجرايي څانګې به تاييد کړي چې يادې تصدۍ له اړوندو قوانينو او مقرراتو څخه سرغړولې دي که نه. د سوداګرۍ وزارت به د خپلو دندو سره سم په فعاله توګه د اړوندو څانګو کارونه همغږي کړي، د مشتريانو د قانوني ګټو د ساتلو ترڅنګ به د تصديو قانوني ګټې هم وساتي. ))

نوموړي هيله څرګنده کړه چې اړوندې تصدۍ بايد د مشتريانو د غوښتنو او د رسنيو د څارنې په وړاندې فعاله رويه ولري، د خدمتونو ښه والي ته دې لومړيتوب ورکړي او د چيني مشتريانو په زړو کې د خپلو تچارتي مارکونو د تامينولو لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای